د امريکا ولسمشر باراک اوباما وايي له مسلمانانو سره خبري اتري ضرور دي او د مسلمانانو سره تفاهم په کار دئ.
نوموړي پرون ولس خپل ولس ته په وينا کي وويل ډېرى مسلمانان د القاعدې له کړنو سره مخالف دي او بايد هر مسلمان ته د القاعدې په سترګه ونه کتل سي.
باراک اوباما ټينګار وکړ چي له مسلمانانو سره خبري، د هغوى نظريات اورېدل او دوه اړخيز پوهاى تر ټولو مهم کار دئ.
باراک اوباما د الوتکي د ناکامه حملې په هکله وويل: دا حمله د يوه کس (عمر فاروق) ناکامي نه وه، بلکي د بسته نظام (امريکا) ناکامي وه، نوموړي پر خپلو استخباراتي ادارو نيوکه وکړه چي د عمر فاروق په هکله له معلوماتو سره سره هغه له چاودونکو موادو سره الوتکي ته ځني ختلئ وو.
عمر فاروق د کريسميس په ورځ د يوې امريکايي الوتکي د ناکامه چاودني په تور ونيول سو، چي وروسته يې له القاعدې سره پر تړاو باندي اقرار وکړ.