د پښتونخوا ايالت د قبايلي سيمي خيبر ايجنسي په تيراه کي يوه ځانمرګې حمله وسوه چي نيژدې ٢٠ تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
ځايي چارواکي وايي حمله نن د جمعې په ورځ د يوه سيمه ايزي سياسي ډلي انصارالاسلام په غونډه کي سوې چي اووه تنه يې وژلي او ١١ نور يې زخميان کړي دي.
په زخميانو کي ماشومان هم شامل دي.