کور / تازه خبرونه / تېر کال افغان ماشومانو ته مرګونى وو

تېر کال افغان ماشومانو ته مرګونى وو

د اې، آر، ايم په نوم د يوې ادارې له خوا چمتو سوئ راپور وايي له ٢٠٠١ کال راهيسي د ټولو کلونو په پرتله په ٢٠٠٩ کال کي افغان ماشومانو ته مرګونى وو.
د ادارې په وينا تېر کال ١٠٥٠ ماشومان د امريکايانو په بمباريو، د سړک غاړي په ماينونو او په ځانمرګو بريدونو کي وژل سوي دي.
د يادي سوي ادارې مشر اجمل صمدي وايي د ٢٠٠٨ کال په پرتله د ماشومانو په وړاندي د تاوتريخوالي، جنسي تيري، تښتوني او نوري بېلابېلې ستونزي ٦٥% ډېري سوي دي.
بايد وويل سي چي د آزادو سرچينو سروې ګاني ښيي د ١٠٥٠ ماشومانو د مړيني ډېره برخه د امريکايي قواوو په بمباريو کي وژل سوي چي د فراه په بالابلوک، کنړ، کندهار، هلمند، لغمان او نورو ولايتونو کي يې پروسږکال ترسره کړي وې.