افغان امنيتي مقامات وايي د محمدقسيم په نوم يې د فراه د بالابلوک پخوانى امنيه قومندان له طالبانو سره د تړاو په تور نيولئ دئ.
د چارواکو په وينا قومندان قسيم تېر کال له خپلو څو ملګرو سره د پوليسو په يونيفورم کي له وسلو سره طالبانو ته تسليم سو، چي وروسته د افغان او ايتلافي ځواکونو پر ضد جنګېدئ.
د فراه مرستيال والي محمديونس رسولي وايي قومندان قسيم پرون د امنيتي ځواکونو له خوا د پوليسو په موټر کي له يونيفورم، دولتي وسلو او اوو نورو ملګرو سره بيرته ونيول سو.