کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / هم دين ولاړ او هم٠٠٠٠٠٠٠

هم دين ولاړ او هم٠٠٠٠٠٠٠

زموږ په کليو او بانډو کې يو پخوانی نکل لا تر اوسه کارول کيږي٠ تېره اونۍ چې د افغانستان د پارلمان وکيلانو د نوې کابينې د نوماندو وزيرانو دمنلو او نه منلو په اړوند کومې نادرې (خارق العاده)پرېکړې وکړې ، په رښتيا چې ډېر خلک يې هک پک کړل، په ځانګړي توګه هغه نوماندان وزيران ډېر ګوزګوري،خړ او شرمنده شول ، چې د ښه کاري وړتيا او ښې کاري تجربې سره سره بيا هم پاتې راغلل او د مصلحت په خام سياست کې يې خپل ګټلي سياسي حيثيتونه پر کنړي سيند لاهو کړل٠
پدغو ناسوبه او خړوشويو نوماندو وزيرانو کې يو شمېر هغه سياسي،مذهبي او په اصطلاح ګوندي مشران هم ول ،چې د څو لسيزو راهيسې يې ځانونه په هغه او دغه نومونو پر مظلوم ولس پېټی (تحميل)کړي او پر برخليکونويې لوبې (معاملې)کوي٠
وايي په يارانه کې بنګړي ماتېږي ، په ديموکراسۍ کې دا ډول پېښې ډېرې رامنځ ته کيږي ، که څه هم د نړۍ په کجه لا تر اوسه په کوم هېوادکې دا ډول پېښه نه ده راپېښه شوې خوبيا هم ښايي نړۍ والو ته هومره د تعجب وړ نه وي لکه څومره چې يې موږ او زموږ سياستوال نوماند وزيران لاس تر زنې او د پياتي د خوراک کړل؟!
ښايي ښاغلی کرزی ځينې ناسوبه نومانده وزيران يوځل بيا پارلمان ته په ګوته کړي٠
خو زه يوه اندېښنه د تېرو تجربو له مخې هغو نوماندانو ته وړانديز کوم چې په ځانونوکې لا تر اوسه د سياسي،قومي او مذهبي ګوندونو (LEADERSHIP) د لارښوونې او رهبرۍ متره ويني ٠
د راپورونو له مخې ښاغلي کرزي پرېکړه کړې چې يو شمېر ناسوبه نوماندان بيا پارلمان ته وروپېژني ، نو ښه به داوي چې پدغو نوماندانو کې هغه ښاغلي چې لاتر اوسه ځانونه ليډرشيپ ګڼي ، له بيا نوماندۍ پخپله تېر شي ،مخکې لدې چې بيا په خوشباورۍ کې خپل يو پوړی شانتې پاتې شوی حيثيت هم له خاورو سره خاورې کړي ، ښه به وي چې د سياسي جنون پر ځای دا ځل له سياسي بيدارۍ نه کار واخيستل شي او کوم بل وړ کس ښاغلي کرزي ته د ځان پر ځای ور په ګوته کړي او پدې توګه هم د ګونداو هم خپل ژوبل شوی حيثيت يو څه را اعاده کړي،اوهمدا تکتيک د سياسي حضور تر ټولو غوره چانس دی٠
که دغه ښاغلي هم داسې و نه کړي او بيا د ارګخېلو په انتر منتر زړه وتړي ، نو بيا خو وګڼه چې د هماغه نوي مسلمان شوي هندو کانه پرې وشي چې هم ترې دين لاړشي او هم ٠٠٠٠٠٠٠٠
د غوپه اصطلاح پښتنو ليډرشيپانو!! ؟؟ د رټل شوي رهين هومره مخ روڼی هم ونه شوکړای٠
اوس نوپرېږده چې رهين لکه سپين باز پر کليو او بانډو الوت او پرواز کوي ،او دغه ليډرشيپ صيب دې په ارګ کې ګونډه وهلې وي او د بابا غوښې ډوډۍ راوړه ګردان دې تر هغې کوي چې خپل نس يې ډک شي٠
او په پای کې دا لاندې ډالۍ هم ومنۍ٠
زه خاطر دې نور خاطر کولای نشم
ای رقيبه که سړی يې نو بس پوه شه