د اسـوشيـېټـډ پـرس خـبري آژانـس
په تيرو برخو کي د رسنيو د پېژندني په دې لړ کي د چارلز اګوست هاواس په باره کي څه وويل سوه چي په فرانسه کي يې د هاواس د خبري آژانس اساس کښېښود ، همدغه بيا را وروسته د فرانسپرس د خبري آژانس په نامه و نومول سو، ورپسې په لندن کي دجوليوس رويټر په هکله خبري وسوې چي په انګلستان کي يې د رويټرز د خبري آژانس خښته کښېښودله او په جرمني کي هم د برنارډ وولف خبري آژانس تأسیس سو . په دغه برخو کي د هغوی د کار اوفعاليت په باره کي چي درې سره په خټه يهودان وه ، يوڅه خبري وسوې . دغه تللي ښاغلي په خپل وخت کي لومړني خلک وه چي خبري آژانسونه يې په خپلو نومو باندي ثبت کړل . په نړۍ کي ددې خبري آژانسو د تأسیس د مهاله څخه تر اوسه څه باندي يو نيم سل کاله تيريږي چي د خبرونو د تهيې او د مالي او سياسي پلوه د هغوی د عرضې ګټندويه عرصې د هغوی د سرمايې د سرغنه وو په انحصار کي پاتي دي .
خو د اطلس د اوقيانوس ها خواکي امريکايان هم لاس تر زني لاندي نه وه ناست د مورس د ټلګراف اختراع، په شمالي امريکه کي د الکټريکي او تلګرافي پيغام لېږلو او د اړيکو د راکړي ورکړې په عرصه کي هم يو انقلاب راووست . ددې انقلاب لومړنی تأثیر په نيو يارک کي د پنځو سيالو مشهورو ورځپاڼو د شراکت د تازه کار پيل وو . دغه ورځپاڼي دامريکا او مکسیکو د جګړې په جريان کي دخبرو د پوښښ د پاره او همدا رنګه د اروپا څخه د خبرو د ترلاسه کولو په خاطر د ميلادي کال ۱۸۴۸ د مې په مياشت کي په خپلو کي سره شريکي سوې او دهغه په نتيجه کي يې د اسوشيېټډ پرس خبري آژانس (Associated Press) چي مخفف يې AP دی، مينځته راووست . دغه آژانس د دو درو لسيزو په موده کي په ډېره بېړه سره د نړۍ په خبري عرصه کي ځان تثبيت او دادی نن يې د ځانه څخه په نړۍ کي د رسنيوترټولو لوی او بانفوذه رسانه اي غول جوړ کړی دی .
د هغه را هيسي لسيزو کي په نړۍ کي نور لوی آژانسونه هم و ميدان ته را ووتل چي دهغو په کتار کي د يونايټد پرس انټر نشنل او په پخواني شوروي اتحاد کي د تاس آژانسونه هم و زیات شهرت ته ورسېدل چي بيا وروسته يې د مختلفو وجوهاتو په خاطر سقوط وکړ . البته دهغه په اړه به بيا په راتلونکي برخو کي يادونه ورکول سي .
آسوشېټډ پرس دغه د شريکو ورځپاڼو تعاوني خبري شرکت؛ په هغه وخت کي په نظر کي (۱۸۴۸) درلوده چي د اروپا د قارې څخه د خبرو د راټولولو دپاره د ګټي يوه همآهنګه پروژه پلې کړي . تر دې دمخه به چي کله مسافران د اطلس د اوقيانوس څخه ځان را پوري واهه ، بحرونه به يې لاندي کول نوکله به چي د امريکا و بندرو ته راورسېدل، ددوی څخه به د نيويارک ښار ددغه ورځپاڼو د خبريالانو لخوا په جلا جلا توګه ليدنه کېدله او د هماغه پخوانيو باخبره کوترو په څېر به يې کار ځيني اخيسته د هغوی د قوله څخه به يې د اروپا د قارې تازه خبرونه را ټولول .
د تلګراف په کارېدلو سره اسوشيېټډ پرس د لومړي ځل د پاره په کال ۱۸۴۹ م کي د بهرنيو خبرو دپاره خپله اداره د بحر په ها خوا هاليفاکس کي په دې هدف افتتاح کړه څو د ځان څخه به په شرق او غرب کي د خبري آژانسو په څلور لاري کي د سرمايه دارانو لوی وياند جوړکړي . دغه آژانس لکه څنګه چي اشاره ورته وسوه د څو مشهورو ورځپاڼو د شراکت يوه مجموعه وه چي د آژانس اصلي مالکين ګڼل کيږي ، په کال ۱۸۶۱ م او د کورنۍ جګړو په دوران کي کله چي د جګړې پر خبرونو باندي شديد سانسور لګېدلی وو نو دAP خبريالانو او ګزارش ګرانو به بېله دېنه چي خپل نومونه ياد کړي ، خبرونه او ګزارشونه به يې مخابره کول او د خبر په پای کي به يې يوازي ليکل « د اسوشيېټډ پرس» لخوا . خو په واقعيت کي دا د هغه وخت د سرمايه دارانو د عصري شراکت نوي موډلونه وه چي د عمل و صحنې ته داخلېدل .
د نونسمې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کي پورته يادي سوي رسنۍ د اسوشيېټډ پرس په ګډون د هغه وخت د رسنيو پېش آهنګه آژانسونه وه چي د خپل ابتدايي خو چټک مسير په وهلو سره يې نن هم دادی په ډېرو پېچلو او غولپيکره نهادو او شبکو باندي ځان اړولی دي . دغه رسنيو نن د تکنالوجيکي د پرمختللي لاسته راوړونو په کارولو سره د ټولي نړۍ د خبري سيسټم نبض په لاس کي نيولی او پر هغوی باندي تسلط لري . دغه نهادونه په واقعيت کي په تيرو دوو پېړيو کي د اروپا او امريکا د استعماري دوران د سياليو زېږنده وه چي تلاښ يې کاوه د خپل اقتصادي او سیاسي نفوذ لاندي سيمو کي خپلي خبري د ګټو شبکې پراخي او هغه هري خواته و غزوي .
د اسوشيېټډ پرس خبري آژانس نن خپل ۴۱۰۰ کارمندان د نړۍ په ۲۴۰ بيوروګانو کي مصروفه ساتلي د ي، په ۱۲۱ هيوادو کي خپل فعال دفترونه لري چي ددې خبري آژانس خبري او تصويري متنونه پکښې تهيه کيږي او خپريږي، ۵۰۰۰ راډيويي او ټلوېزوني شبکو ته خپل مواد ليږي، ۸۵۰ خبري راډيو ګاني . ۵۵۰ نړۍ واله رسنۍ د اسوشيېټډ پرس د ګلوبل ويډيويي، خبري، سپورټي او هنري توکو څخه ګټه اخلي ، په ټوله نړۍکي د اسوشيېټډ آژانس د۴۱۰۰ کارمندانو د جملې څخه چي اډېټران، مخابره چيان او اداري پرسونل دی ۳۰۰۰ تنه يې خبريالان او ژورناليستان دي . د AP د خبري آژانس د ګزارشو څخه يوازي د امريکا په دننه کي ۱۷۰۰ ورځپاڼي او د ۵ زرو نه زيات راډيويي او ټلوېزوني شبکې استفاده کوي .
د اسوشيېټد خبري آژانس نن پرتيراژ ترينه ورځپاڼي او د امريکا پنځه مشهوري او دډيرو لوستونکو ډکي سيمي تر خپلي ادارې او سلطې لاندي را وستې دي . دغه آژانس په کال ۱۹۰۰ کي خپل ځان د يوه عظيم او سراسري شرکت په حيث تبديل کړ چي يهودي ميليارډران يې د سرمايې او ادارې پر لويه برخه تسلط لري .
د AP خبري آژانس په پنځو انګرېزي، هالنډي، فرانسوي او هسپانوي ژبو خپل خبري ګزارشونه خپروي اود سياسي خبرونو نه علاوه د مشهوره ډاو جونز Dow Jones د شرکت سره هم اقتصادي او مالي خبرونه عرضه کوي . ډاو جونز د وال سټريټ ژورنال (Wall Street Journal) د ورځپاڼي خپروونکی او د امريکا د اقتصادي خبريالۍ په عرصه کي ددې هيواد د مالي قدرتمندانو د اصلي کړيو څخه دی .
AP په ۱۹۴۱م کال کي خپله لومړنۍ راډيويي سټېشن فعاله کړ، په ۱۹۸۰ کي د APراډيويي شبکه لومړنۍ راډيويي شبکه وه چي د سټلاېټ د لاري يې خپلي برنامې خپرې کړې . په ۱۹۹۵ کي يې د خپلوڅو رسنيو دخدماتو د مجموعې څخه انټرنټي پاڼه را وايستله . د AP په دغه انټر نيټي پاڼه کي خبرونه، عکسونه، ږغي ، تصويري ويډيو ګاني، تبصرې او نور په سلهاوو مطالب خپريږي .
په ۱۹۹۴ کي اسوشيېټډ پرس، په لندن کي خپل نړۍ وال ويډيويي خبري سرويس د APTV په نامه په کار واچاوه چي بيا را وروسته په ۱۹۹۸ کي يې د APTN (Associated Press Television News) په نامه واړول سو . دا په دې خاطر وو چي آسوشيتدپرس، د WTN ويډويي آژانس د هغه د اصلي شرکتو د خاوندانو څخه چي د ABC او د انګليسي ITN او د اسټرليا د ۹ کانال خبري شبکې وې، دهغوی څخه را نياوه .
په ۱۹۹۳ کي د يونايټډ انټرنشنل پرس د خبري آژانس په سقوط سره ، اسوشيېټډ خبري آژانس په امريکا کي يوازنی مشهوره آژانس پېژندل کيږي . د غه آژانس نن د امپرياليستي نړۍ د اطلاعاتو د سیسټم د ملا تير جوړوي چي په زرهاوو ورځپاڼو، راډيو ګانو، ټلوېزونو او د آنلاين و مشتريانوته په نوي ميتود خبرونه او مطالب وړاندي کوي . اسوشيېټډپرس خبري آژانس ترټولو ورزيده او مبتګره ژورناليستان پر خپل ځان راټول کړي او په کار يې ګمارلي دي . د خبرو په تهيه کولو کي ددې آژانس د خط وکتابت شېوه په ټوله امريکا کي د يوې الګو په حيث ياديږي
د رسنيو دغه خبري آژانسونه نن د نړۍ په هر کونج کي فعال خبري او مطبوعاتي حضور لري او خبره يې تر هرځايه پوري رسيږي، دغه رسنۍ نن تر هغه ځايه د نړۍ پر خبري حالاتو ځان برلاسي کړی دی چي کولای سي هره لحظه په يوه خبري شوک سره د ډيرو هيوادو بېخ و بنياد ور ولړزوي . دا چي نن د غربي آژانسو څخه په دې خاطرسرټکول کيږي چي دوی ددريمي نړۍ په هيوادو کي د ملي او آزادي بخښونکي جنبشو خبرونه تحريفوي او يا واقعيتونه هغسي چي دي نه بيانوي، دا بلکل يو حقيقت دی او دهغوی په ماهيت هرڅوک پوهيږي. دلته په نړۍ واله سطحه د استعماري تسلط هغه حوزې چي پرون به د سربازانو په يرغل سره فتحه کېدلې، نن. البته زموږ د هيواد افغانستان غوندي د ځينو نوروهيوادو څخه ماسېوا چي مخامخ جګړه پکښې روانه ده ، د نړۍ په نورو هيوادو کي و داسي سربازانو ته اړتيا نه ليدل کيږي . دهغوی سربازان همدغه پرمختللی رسنۍ دي چي خپل اقتصادي، فرهنګي، سياسي او په خلکو کي خپل رواني اهداف پرمخ بيايي . دلته د پوځ پر ځای د رسنيو ددغه اهرمه څخه استفاده کيږي او تلاښ کوي د ولسو پر عقايدو، دود ودستور او د هغوی پر باورو او تر مځکي لاندي د هغوی پر ثروتو باندي هجوم ور وړي او دعمومي افکارو و لوري ته دخپلو غوښتنو مطابق شکل ورکړي . په دې توګه اطلاعاتي استبدادي تهاجم ته په ملي او بين المللي سطحه عملي جنبه ور کول کيږي .
نوام چامسکي د امريکا وتلی ليکوال، سياست دان، منتقد او د امريکا د« ايم آی ټې» د پوهنتون استاد په دې باور دی چي هغه څه چي د امريکا د ډله ائزه رسنيو په خبرو کي سته،« هغه يو هدايت سوی خبري بازار دی، نه يو آزاد خبري بازار.» د جورج ګرينر څېړنه ښيې چي خبري سلطه ددې باعث ګرځي د دريمي نړۍ د پرمختياوو په اړه خبرونه هيڅکله هم مخابره نسي . هغه تصويرونه چي د رويترز او اسو شيټډ پرس غوندي رسنۍ د دريمي نړۍ هيوادو څخه وړاندي کوي نو هغوی داسي ښودل کيږي چي دلته يو دم خشونت ،وحشت، بربريت، بې نظمي ، د بشر حقوقو نقض او بې منطقي حکمفرما ده . حال داچي دغه څه که دلته ظاهريږي د هغوی تر شا همدغه استعماري غربي هيوادونه ولاړ دي .
نن چي د امريکا ډله ائزه رسنۍ او د هغې جملې نه د اسوشيېټډ پرس خبري آژانس د کار اوفعاليت اندازې ته څوک ګوري نو درست ددغه لاندي خبرو عملي کردار پکښې منعکس کيږي :
« ډیویډ روتکوپ »(David Rothkopf) چي د کيسنجر د مؤسيسې اجرايوي مدير ، د کلينټن د دولت وتلی کارپوه او دکلمبيا په پوهنتون کي د نړۍ والو په چارو کي د لوی منصب خاوند وو ، د امريکا د ملي امنيت اود قدرت په هکله زياتي تحليلي او ستراتيژيکي مقالې او ډېر نور آثار لري، هغه وايي « د اطلاعاتو په طلايي عصر کي؛ د امريکا د بهرني سیاست دپاره يو بنيادي هدف پر خپل ځای پروت دی او هغه دا چي د نړۍ د اطلاعاتو په دغه اوسني جرياناتو کي بايد زموږ د جګړې بری تثبيت سي، يعني د رسنيو پر امواجو باندي زموږ حاکميت بايد داسي وي لکه برتانيا چي د دريابو پر امواجو باندي حاکميت درلود . »
هغه زياتوي «که قرار داوي چي نړۍ د يوې ګډي ژبي د درلودلو پر خوا رهي سي نود امريکا اقتصادي او سياسي ګټه په دې کي ده چي اطمينان حاصل کړي هغه ژبه بايد انګرېزي وي ، که قرار داوي چي دليرو لارو څخه اړيکي ايمني معيارونه او ګډ کيفيت ولري نو هغه سټنډرډونه بايد امريکايي سټنډرډونه وي ،که د نړۍ ملتونه د ټلوېزيون، راډيو او موسيقۍ دلاري يو تر بل سره ګډي اړيکي پيدا کوي؛ نو دا بايد د امريکايي برنامو د لاري تر سره سي او که بيا ګډ ارزشونه ايجاديږي نو په هغه کي بايد دا امريکايان وي چي له دې بابته يې خيال بلکل راحت وي .»
روتکوپ ،دغه د نړۍ والو اړيکو استاد و خپلو هدفو ته د امريکا رسېدنګ لا نوره هم لوڅوي او وايي : امريکا بايد خپله وجهه پر مخ بوزي. د اطلاعاتي عصر د وسايلو څخه چي ددې کار دپاره يې بې له شکه تر ټولو سوله ائزه او د امريکا د ګټو د غزولو د پاره تر ټولو قدرتمنده وسیله ده، بايد کار واخيستل سي . د امريکا متحده ايالات د نړۍ د اطلاعاتو ټرافيک او ايډياوي بايد په خپل تسلط کي ولري . موږ بايد په نړۍ واله عرصه کي د خپلو نوظهوره او اطلاعاتي شبکو او دهغوی د اهميت په ژورتيا بايد وپوهېږو او دهغوی د بالقوه ارزښت اهميت بايد راته مالوم وي … .
د امريکا رسنۍ و خپلو خلکو ته دا خبره نه رسوي چي ددوی په نامه او ددوی په پيسو د امريکا نظام په نړۍ کي په څه فجايعو او وحشي ګريو اخته دي، څه وطنونه لاندي کوي او څه جنايتونه تر سره کوي . خو زموږ د هيواد په څېر هغه خلک او ولسونه چي ددغو فجايعو سره لاس او ګرېوان او د هغوی د اهدافو قرباني او د ژوند په هر پل کي يې ژوندي شاهدان دي په دې ښه پوهيږي او د هغوی خاطرې يې هم تر سترګو تيريږي او هم يې هره ورځ ويني چي امريکا څه رنګه د انسان او انساني حقوقو په نامه پر هغوی باندي د بربريت او وحشت څپې خوروي او همدغه رسنۍ بيا څرنګه ددغه فجايعو اهميت کم او د خبرو په ګرداو کي يې ورکه وي او يا داچي پرهغو باندي د عارفانه تجاهل پرده غوړوي او تله ورباندي تېروي .
په خواشينۍ سره بايد وويل سي چي د افريقا د قارې ۱۵ هيوادونه، دلاتيني امريکې ۱۱ هيوادونه او د آسيايي هيوادو څخه ۶ د همدې آژانسو څخه عينا هماغه خبرونه خپروي چي دغه رسنۍ يې غواړي ددې هيوادو د خلکو په ذهنيت کي ور ننوزي، همدغه وجه ده چي دد ريمي نړۍ په هيوادو کي د غربي رسنيو تبليغات د عمومي افکارو په جوړښت اوتشکل کي خپل نقش لوبوي او کار کوي .
په دې توګه ده چي په امريکايي نظام کي رسنۍ د استعماري ګټو پر لوري ګام ايږدي او د هيوادو پر پرګنو باندي د خپل هيواد د حاکمي طبقې د کنټرول يوه وسيله ګرځي . دغه طبقه لکه څرنګه چي پر مادي توليداتو باندي تسلط لري او هغه يې د ځان په ګټه پخپل اختيار کي را وړي دي، همداسي غواړي د رسنيو د لاري د انسانانو پر فکري ماحول او توليداتو باندي هم همداسي تسلط ولري ؛ هغه ته لوری ورکړي او د توليد، توزيع اومصرف اندازه يې پخپله ور وټاکي .
د اسوشيېټډ پرس غوندي خبري آژانسونه هم بس د همداسي يوه لوري په لور لاره وهي …
يادونه :
ددې څېړنيزي ليکني په ترتيب کي ما دخپلو ياداښتونو او ددغه لاندي ويب پاڼو نه استفاده کړېده :
http://www.ap.org
http://en.wikipedia.org/wiki/Associated_Press
http://en.wikipedia.org/wiki/David_Rothkopf
http://www.ap.org/pages/about/about.html
د نړۍ د وتلو ورځپاڼو او رسنيو پېژندنه پرله پسې لړۍ
۱ سريزه ،۲ هندو ،۳ فرانس پريس ، ۴ الاهرام ، ۵ رويټر ،۶ APاسوشيېټډ پريس ،