کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / هلمند په بريتانيا کي پرله پسې (۳) برخه

هلمند په بريتانيا کي پرله پسې (۳) برخه

د زړونو او فکرونو ګټنه

د خلکو د ملاتړ په موخه طالبانو د خپل تېر مهال د بدو ناوړو کارونو مخه نيولې ده.”موږ دلته د بهرنيانو شتون نه غواړو. موږ دلته کافر نه غواړو. ايا ته اورې؟”
ما نه غوښتل له نوموړي عبدالرزاق نومي سړي سره مرکه وکړم. هغه په زوره د ميکروفون مخې ته ودرېد.هغه په لوړ غږ وويل: “ټول مسلمانان اوسنی حکومت نه غواړي. خو موږ طالبان هم له نږدي څارو. که هغوی زموږ له خوښې پرته بل څه وکړي، نو په مخ کې به يي ودرېږو.” موسې کلای هغه مهال له نورې نړۍ څخه جلا شوه، چې طالبانو د فبرورۍ په مياشت کې د هغې کنترول تر لاسه کړ. حکومت د هغې نيولو ته زړه نه ښه کوي، په داسې حال کې چې په هلمند کې ميشت برتانوي پوځونه يوازې د هغه ولسوالۍ خواوشاته هوايي بمبارۍ کوي. نوموړې ولسوالۍ د (۲۰۰۶) کال د اوړي په وروستيو او د مني په لومړيو کې د ناټو د قوماندې لاندې د نړيوال سوله ساتي ځواک (ايساف) او طالبانو تر منځ د سختو جګړو ډګر و. د همدغه کال په اکتوبر کې د برتانيي تر مشرۍ لاندې پوځونه د ځايي قومي مشرانو سره له يو تړون وروسته له هغه ولسوالۍ څخه ووتل، چې د هغې له مخې بايد طالبان د هغه ولسوالۍ مرکز ته نه وای راغلي . خو نوموړی تړون د (۲۰۰۷) کال د فبرورۍ په مياشت کې هغه مهال مات شو، چې ايساف د يو پياوړي طالب قوماندان ورور په يوې هوايي بمباري کې وواژه. طالبان هغه ولسوالۍ ته راتوی شول. خپل ولسوال او د پوليسو قوماندان يي وګومارل او د شريعت نظام يي نافذ کړ.
له هغه وروسته خبريالان نوموړې ولسوالۍ ته نه تلل. د خبريالانو په وړاندې د طالبانو چلن، چې د هغوی رپوټ ورکول يي نه خوښيږي، هرچاته څرګند دی،خو کله چې د موسی کلا د ليدلو په اړه موږ ته د طالبانو بلنه راورسېده، نو سترګې مو پرې نه شوای پټولای.ما له دې خلکو سره مخامخ خبرې وکړې او هڅه مې وکړه چې د هغوی په فکر او احساس ځان پوه کړم،د ځايي طالبانو ولسوال موږ ته وويل، چې هرڅوک د هغوی ملاتړ کوي او هيڅوک د هغوی په وړاندې مقاومت نه کوي،د حقاني په نوم د طالبانو ولسوال موږ ته وويل: “موږ ورځ په ورځ د خلکو ملاتړ تر لاسه کوو. له دې امله ولسي خلک د طالبانو ننګه کوي. موږ نه يوازې په هلمند کې، بلکې په ټول افغانستان کې جنګيږو.”
طالبانو د موسی کلا ولسوالي له جګړې پرته ونيوه. په تېرو نهو مياشتو کې زياتره رپوټونه دا په ګوته کوي، چې ولسي خلک د پخوا په پرتله د بنسټپالو تر لاس لاندې خوښ دي. هغه مهال چې په سميې کې جنګونه روان و د هغوی کورونه د پرله پسې هوايي بمبارۍ له ګواښ سره مخامخ و. يوې کمزورې او مفسدې ادارې په هغوی حکومت چلولو،د موسی کلا يو سپين ږيري، امرالدين کاکا وويل: “هغه مهال چې طالبان راغلل نو امنيت يي ځان سره راوړ. کله چې افغان حکومت دلته و د هيچا پروا يي نه ساتله. د خلکو سم درناوی يي نه کولو. خو طالبان د خلکو د ستونزو په حلولو کې مرسته کوي.”ستونزې بيشماره دي. امرالدين وويل، حکومت موسی کلا ولسوالۍ ته هيڅ کار هم نه دی کړی. نوموړی زوړ سړي وغړومبيد: “موږ نه اوبه لرو، نه روغتون او نه ښوونځي. يو ليتر تېل (۴۰) افغانۍ بيه لري. خلک په ليرې پرتو سيمو کې خپلې ځمکې د څاګانو په اوبو اوبه کوي. که حکومت غوښتلای چې مرسته وکړي ولې يي د طالبانو تر راتګ دمخه څه نه کول؟ خداې دې زموږ مل شي. موږ ته د چا پروا نه راځي.”هغه مهال چې د فبرورۍ په مياشت کې طالبانو خپل بيرغ د موسی کلا په ولسوالۍ ورپولو، نو د خلکو وضعه پسې ناوړه شوه.
زياترو خلکو ته هغه شېبې ور په ياد دي، چې طالبان په افغانستان کې واکمن و او خلک به د ږېرو د لنډوالي او يا د ويښتانو د اوږدوالي له امله وهل او ډبول. ښځې په کورونو کې بندې شوې وې. موسيقي، عکس اخيستل او آن پتنګ الوزول منع و،خو اوس طالبانو په ولس باندې دا سخت نظام نه دی تپلی. ښايي ددې لامل دا وي، چې خلکو له مبارزې او تاو تريخوالي پرته د هغوی اصولو ته غاړه ايښې ده او په دې توګه سختو ګامونو پلي کولو ته اړتيا نه ده پاتې شوې.
د طالبانو يو چارواکي، چې نوم يي ونه ښود، وويل: “ددې ولسوالۍ ټول اوسيدونکي طالبان دي. هغوی کوم رفورم ته اړتيا نه لري. دلته هرڅوک غواړي، چې د طالبانو قانون پلی شي.”
د (۵۰) جنګياليو مشر، عبدالرحمن زياته کړه: “موږ هغسې سخت نه يو، لکه د طالبانو د لومړي نظام پر مهال چې و. کله چې موږ دلته نهه مياشتې وړاندې راغلو، موږ ددې ځای اوسيدونکو ته دوې مياشتې وخت ورکړ، چې ژوند بدل کړي: ږيرې پرېږدي او ويښتان وخريي. موږ ورته وويل، چې موسيقي وانه وري. ټولو اوسيدونکو زموږ له فشار پرته دا خبره ومنله. اوس دلته ساز او سرود او نور ناروا کارونه نه کيږي. خلک په ودونو کې ساز نه غږوي. که چېرته يي وکړي، نو سزا ويني.”
د خلکو له خوا د سختو محدوديتونو د منلو يو لامل ښايي دا وي، چې هغوی لا اوس هم د هغو هوايي بمباريو له امله په قهر او غوسه دي، چې د موسی کلا زياتره ځايونه يي په کنډوالو اړولي دي.
د يو پخواني ويجاړ شوي جومات په يوې څنډې باندې ما د قاري عبدالحکيم په نوم له يو سړي سره وليدل، چې ډېر خپه او په غوسه معلومېده.
هغه وويل: “موږ دلته هيچاته د “بيارغاونې” په نوم د راتګ اجازه نه ورکوو. دا جومات وګورئ. اوس موږ له سرپنا پرته په لوڅه ځمکه لمونځونه کوو. آيا دې ته بيارغاونه وايي، چې هغوی د خدای کور ويجاړوي؟ زموږ دا راز بيارغاونه په کار نه ده. دا د جګړې يوه بله بڼه ده.”
اوسمهال په موسی کلا کې ډېرې پيسې دي، چې له نيشه يي توکو څخه لاس ته راځي. په ولسوالۍ کې يو آزاد بازار دی، چې د اپينو پېر او پلور په کې کيږي. د هغې تريخ بوی له ورايه د سړي سپېږمو ته راځي.
ما د بازار په منځ کې دوه تنه وليدل، چې څلور کيلوګرامه داپينو ډكې خلطي يي په خپل لنډ کروزر موټر کې اچولې.
دهغوی له ډلې څخه يو تن، چې نوم يي ونه ښود، وويل: “د موسی کلا خلک له اپينو څخه پرته بل څه کار کولای شي؟ دلته بل څه نه شته. د اپينو کار وبار يوازينۍ فعاليت دی، چې د خلکو اقتصادي حالت يي يو څه ښه کړی دی. خلک ډېر بېوزلي دي. خو ددې کاروبار له امله به په يو څو کلونو کې بډای شي.”
د پيسو لاسته راوړنې سوداګر دې ته مينه وال کړي دي، چې خپل ټول مالونه په نوي نيشه يي توکو باندې بدل کړي.
د ګرشک د ولسوالۍ يو اوسيدونکي، چې نه يي غوښتل خپل نوم ووايي، وويل هغه د ګرځنده تليفونونو کاروبار موسی کلا ولسوالۍ ته رالېږدولی دی، ځکه دلته ډېرې پيسې ګټلای شي.
هغه وويل: “زه دلته دوه هومره پيسې ګټم. په ګرشک کې ما ګران بيه تليفونونه، چې له 5000 افغانيو څخه زياته بيه لري، نه شو پلورلای. خو په موسی کلا کې هره ورځ د لسو زرو افغانيو په بيه زيات تليفونونه پلورلای شم.”
په موسی کلا کې د موټرسايکلونو او په بازار کې د شورماشور له امله له خلکو سره د مرکو کول ګران و. ما په سختۍ له خلکو څخه د هغوی د ستونزو په هکله پوښتنې کولای شوې. هر يو ماته په ډېر ځير کتل.
د سرفراز په نوم يو سړی د مرکې لپاره حاضر شو.
هغه وويل: “موږ له بهرنيانو څخه له بمونو پرته نوره مرسته نه ده ليدلې. ما يوه هټۍ لرله، چې د درېو مليونو کلدارو (پاکستانۍ روپيو) په اندازه يي بيه لرله. هغه په بمباريو کې له منځه لاړه. زما په ګاونډ کې د يو نيم – دوو ميليونو کلدارو په اندازه هټۍ وې، چې هغه هم ورانې شوې.”
ولسوال، حقاني ددې خبرې پخلی وکړ.
هغه وويل: “ځايي خلک له اوسنيو طالبانو څخه خوښ دي، ځکه په هغوی بهرنيو پوځونو او افغان حکومت ظلمونه کړي دي. زموږ د بري تر شا يو لامل دادی، چې عادي خلکو زموږ په ملاتړ کولو پيل کړی دی. موږ بهرنۍ مرستې تر لاسه کړي نه دي.”
حقاني ماته وويل چې د موسی کلا وضعه اوس ټينګه شوې او امنيت ښه شوی دی.
هغه وويل: “موږ يوه فعاله محکمه او يو قاضي لرو. که چا يو جرم وکړو، نو سزا ورکوو. که چا غلا وکړه، نو لاس يي پرې کيږي. قاتلان قصاصيږي. (له هغې پرته چې د مقتول کورنۍ يي وبخښي.) تر اوسه مو د غلا کومه پېښه نه ده لېدلې. که ويي ګورو، نو غل ته به له هغې سره سم سزا ورکړ شي.”