کور / تازه خبرونه / ملګري ملتونه: د انتخاباتو کمېسون دي اصلاح سي

ملګري ملتونه: د انتخاباتو کمېسون دي اصلاح سي

په کابل کي د ملګرو ملتونو دفتر له افغان حکومت څخه د انتخاباتو په کمېسون کي د اصلاح غوښتنه وکړه.
د ملګرو ملتونو د يوناما دفتر ويلي د انتخاباتو د کميسون له خوا د ولسي جرګې د ټولټاکنو له اعلان سوي نېټې سره مخالفت نه لري، خو دوى به هغه مهال د دغو انتخاباتو ملاتړ وکړي، چي افغان حکومت په نوموړي کميسون کي اصلاحات راولي.
ملګري ملتونه وايي د افغانستان د ټولټاکنو خپلواک کميسون د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو په ټاکنو کي د کرزي ملاتړ وکړ او ډېرو مامورينو يې درغلي کړې ده.
ملګري ملتونه وايي د انتخاباتو کميسون دي له مشره تر کشره تغير او تبديل سي او دا هغه غوښتنه ده چي د جمهوري رياست کانديد عبدالله عبدالله هم له ولسمشر کرزي څخه کوله.
بلي خواته د افغانستان د ټولټاکنو کميسون يوه لوړ پوړي چارواکي لر او بر ويبپاڼي ته وويل ملګري ملتونه ځکه دغسي نيوکي کوي، چي ملګري ملتونه د ٢٠٠٤ جمهوري رياست او ٢٠٠٥ پارلماني او ولايتي شورا د ټاکنو په څېر په دې پروسه کي داخل نه دي، ځکه اوس يې ټولي چاري د ټولټاکنو د خپلواک کميسون له خواترسره کېږي.