کور / تازه خبرونه / دبۍ همدا اوس د نړۍ تر ټولو جګ تعمير پرانيزي

دبۍ همدا اوس د نړۍ تر ټولو جګ تعمير پرانيزي

د نړۍ تر ټولو جګ تعمير نن په دبۍ کي پرانيستل کېږي.
د متحده عرب اماراتو حکومت اعلان وکړ چي نن د جنوري پر څلورمه به په دبۍ کي د نړۍ
تر ټولو جګ تعمير د دبۍ د حاکم شيخ محمد بن راشد المکتوم او اماراتو د لومړي وزير
له خوا د زرګونو کسانو په ګډون د پټۍ په پرې کولو سره پرانيستل سي. دغه تجارتي
ودانۍ چي ١٦٠ منزله ده ٨٠٠ متيره لوړ والى لري او په نړۍ کي تر ټولو لوړ تعمير بلل
کېږي، چي ٣٣٠٠٠٠ مکعب متره سيمټ او ٣١٤٠٠ ټنه نکل پکښي کار سوئ دئ. پر دې تعمير
باندي د دبۍ ټاور نوم ايښودل سوئ چي وايي له نهه ميله ليري ځايه څخه ليدل کېږي. د
رپوټونو له مخي ٥٠٠٠ کاريګرو د دې ودانۍ پر جوړولو باندي شپه او ورځ کار کاوه، چي
په ١٢٧٦ ورځو کي يې کار بشپړ سو. دبۍ ټاور ٥٧ لفټونه لري، د ١٠٤٤ کسانو دپاره د
اوسېدو ځاى او دفترونه لري او د دبۍ حکومت وايي پر دې وداني تر يوه ميليارډ ډېر
ډالره لګېدلي او تر راتلونکو لسو کلونو پوري به بلي دغسي ودانۍته د جوړېدو اجازه
ورنکړي.