کور / هراړخیز / عثماني امپراطوري او پرخلاف یي د صلیبيانو سازشونه (۸)

عثماني امپراطوري او پرخلاف یي د صلیبيانو سازشونه (۸)

مکمل غیر سیاسي : یوتاریخې په زړه پورې ناول .

زمونږ دهیواد ګوډ یتمور څوک دې ؟

عثماني امپراطوري او پرخلاف یي د صلیبيانوسازشونه (۸)

اوس تاسې ددې تاریخې ناول اتمه برخه لولئ:

(۸)

پرلپسې ***** ۱۲

ریونا لکه د یوې ویریدلې هوسۍ په څیر د نریوس دکور دهلیز ته ور ټوپ کړ او ور ننوتله . نریوس دکور او انګړ په پاکوالي کې مصروفه وه . د ریونا ددې بیړنې حالت او په منډه په ورتلو سره نریوس خپله جارو په لاس کې ونیوله ، او دهغې په لور یې و کتل . دخپله ځاېه را پورته شوه . خو ریونا د را تګ سره سم وویل چې :

نریوس خورې ! ستا کوچنیان او مور چیرې دي ؟

نریوس سمدستي وویل : هغوې درې واړه زمونږ ددغه ګاونډي کور ته ورغلي ، ولي ! خیریت خو دې ؟ ایا کوم ښه یا خراب خبر خوبه دي نه وي راوړې ؟

ریونا د یوې لحظې له پاره فکر وکړ او بیا یي د نریوس په لور وکتل او په ژولې ژبه یې وویل :

نریوس ، خورې ! ایا تاته معلومات شته چې علي پاشا د خپل لښکر سره یو ځاې د شینزا د دریاب د غاړو په لور حرکت کړې ، ایا د تللو په وخت کې یې له تاسره کتلي و ؟

نریوس ددې خبر په اوریدو سره لږ څه غمجنه شوه ، هغې خو په خولې څه و نه ویل ، خو په نفې سره یې سر و خوځاوه ، په دې وخت کې ریوناورته وویل :

ما خو فکر کاوه چې علي پاشا به له تاسره کتلي وي او بیا به تللې وي . او زه د علي پاشا څخه دهمدې شکایت کولو په خاطر راغلي وم چې که چیرې هغه ستاسې د کتلو له پاره راغلي وي نو بیا خو به هغه زمونږ ځاې ته هم باید راغلي واې اوبیا تللې واې ، خو ستا څخه په اوریدو سره چې علي پاشا دلته نه دې راغلي نو اوس زما د زړه څخه داشکوه او شکایت هم ووت . هغه خبرونه چې زما پلار ته رارسیدلې و دهغوې په مطابق نو همدا نن سهار سلطان مراد د خپل لښکر سره یو ځاې دلته را رسیدلې و . دلته د رارسیدو سره سم سلطان خپل څو سواره علي پاشا ته را استولې و او علي پاشا ته سلطان دخپلو راتلو څخه د مخه دکوچ کولو له پاره دخپل ځان دتیارولو حکم کړې و .

ویل کیږي چې د سلطان مراد د راتلو د مخه علي پاشا د خپل لښکر خیمې را ویستلې وې او دکوچ له پاره یې تیارې کړې و . اوڅنګه چې سلطان مراد او د سلطان مراد زوې بایزید هغه ځاې ته را ورسیدل چې علي پاشا په کې پړاو کړې و نو سلطان مراد د خپل زوې بایزید اوعلي پاشا سره یو ځاې د اروپا دمتحده لښکر دمقابلې له پاره د شینزا په لور کوچ وکړ.

تردې خبرو وروسته ریونا دلږڅه وخت له پاره ځنډ وکړ او بیا یې نریوس ته مخ کړ او ویې ویل :

نریوس خورجانې ! ته خو دکور په کار کې نښتې یې . زه اوس ځم ، ما غوښتل د همدې موضوع په هکله خبرې وکړم .

نریوس په ډیره ترخه توګه د ریونا په لور وکتل ، هغه یې له لاسه و نیوله ، او ورته یې وویل :

ریونا خورې ! د پردیو په څیر خبره مه کوه . ما دکور ټول کار ختم کړې دې . را ځه چې دواړه خویندې سره کینو او خبرې وکړو ، زه هسې هم په کور کې ځانته یم . ستا سره په کیناستو به زما زړه لږ څه را ټول شي .

ریونا د نریوس خبره و منله ، بیا دواړه مخامخ خونې ته ولاې ، او هلته په یوه لمڅي باندې کیناستلې اوپه خپلو منځو کې یې خبرې پیل کړې .

****** ۱۳

د شینزا د دریاب غاړې ته په رسیدو سره سلطان مراد خپل لښکر ته د خیمه کیدو حکم وکړ . اوس حالات داسې و چې دشینزا ددریاب جنوبی غاړه کې د سلطان مراد لښکر پړاو کړې و په داسې حال کې چې د شینزا ددریاب په شمالي غاړو کې د اروپا متحده لښکر تر ډیره ځایه پورې خپور ور پروت و . دهغوې د لښکر شمیره دومره زیاته وه چې ددریاب په غاړه چې تر کومه د سترګو نظر کار کولي شو دهغوې دلښکر خیمې تر سترګو کیدې . اروپاې ځواکونو څو لکه کسان د سلطان مراد د لښکرو سره د مقابلې له پاره راټول کړې و.

دا حال یواځې یوه ورځ پاته شو .، بیا سلطان لږ څه پورته ولاړ او هلته یې خپلو انجنیرانو ته د لرګیو د پُل د جوړولو حکم وکړ تر څو د شینزا دریا ب څخه د فوځونو دتیریدولو له پاره مناسبه لاره پیدا کړي ، څنګه چې دشینزا د دریاب په غاړه د لرګې پُل جوړ کړل شو سلطان مراد د خپل لښکر سره یو ځاې ددغه پُل څخه تیر شو اوددښمن مخامخ یې پړاو وکړ ، د اروپا په متحده ځواک کې چې څومره سالاران و، هغوې د سلطان مراد، دهغه د زوې او علي پاشا په جرأت او بهادرۍ باندې هک حیران شول .

مشهور تاریخپوه (لین پول ) لیکي چې را روانه شپه سلطان دالله په دربار کې د خپلې سوبې او دخپل شهادت له پاره هیله او دعا وکړه ، هغه ټوله شپه ویښ و او په عبادکې مصروف او دخپل الله نه یې د بسپنې او اعانت غوښتنه کوله . لین پول دا هم لیکي چې هغه د یوه مؤمن په څیر د مشرکینو سره په جنګ کې د خپل شهادت هیله من و . لین پول مخته لیکی چې دا دسلطان مراد د دعاوو اغیز و چې سهار یې اثرات دمعجزې په توګه را څرګند شول . په سهار کې ډیر سخت توپان او باد وباران په را پیدا شو چې مخ یې ډیر د ترک لښکرو په لور و . د ترکانو تر څنګ ښه باران وشو . په دې تر تیب دهغوې سره د اوبو ډیره ښه پراخه ذخیره پیدا شوه او شاوخوا ته یې چې کومې شګې وې هغه هم اوس د شګو په ځاې په د خټو په څیر ګرځیدلې وې .

بل سهار سلطان مراد خپلو لښکرو ته د صف جوړولو حکم وکړ . کله چې سلطان مراد د جنګ له پاره دخپلو لښکرو صفونه جوړول نو سلطان خپلو ټولو سالارانو ته په یوه ځاې کې د راټولیدوحکم وکړ، کله چې ټول سالاران را ټول شو نو سلطان مراد هغوې ته مخ واړاوه او ورته یې په وینا کې وویل :

زما دوستاتو! واورئ ! د انسان کوچنیوالې یوه دردناکه بیداري ، ځواني یې یو طلاې خوب او زړښت یې دونې د زیړې پاڼې په څیر دې . او زه اوس په دې وخت کې دهمدې زیړې پاڼې ځاې ته رسیدلې یم . یعنې په هر ه لمحه کې او د ژوند په هر موړ کې ، هیڅ انسان خپل ځان په مکمله توګه متوازن نه شي ساتلي . دا ژوند یو مکتب دې او د ټول ژوند له پاره د فطرت یوه معمه ده . خو بیا هم انسان د خپل پوره والي ، د خپلو غوښتنو د پوره کولو له پاره ټول ژوند په هڅه او هاند کې تیروي . نو د حالاتو د سختۍ او تریخوالې ترمخه هره لمحه انسان خپل اصلیت باید له یاده و نه کاږي او د ژوند د قفس څخه هر وخت د مرګ منتظر و اوسي .

زما ملګرو ! په دې کائناتو کې هر شې د زوال او فنا پابند دې . یواځې غیر فاني الله او زمونږ رب ذات دې . هیڅ شې دهغه د ذات پرته لازواله نه دې . نو لکه څنګه چې سمندر نه ویده کیږي . دهغې بیدارې دخوب نه بې برخې والې دې په همدې توګه ددې کشمکش په زمانه کې مرګ هم د لمر په څیر بیداره او هر وخت متوجه اوسي . دا جنګ چې مونږ به یې پیلامه تر لږ څه ځنډ وروسته کوو . نوکه زه په دې جنګ کې شهید شوم ، ووژل شوم نو زما وروسته به تاسې لکه د تیږو په څیر جمود نه ګرځئ او نه به د څرونکو په څیر په تفکر او چورتونو کې ډوبیږئ . لکه څنګه چې له ماسره دکار کولو په وخت کې صحرا صحرا د غړمبیدونکې اور ، د دریاب د تندو موجونو په څیر په خپلو دښمنانو باندې ور لویږئ او په همدې تر تیب د لمر د اچونکو وړانګو به څیر زما د زوې بایزید سره لا س ورکړئ ، زما وروسته به همدا ستاسې سلطان اوسي . زه تا سې ته ډاډ درکوم چې د تاریخ په رفتار کې به دا ستاسې سره د منصفانو روایت او د نقیبانو په څیر اخلاص نه ډک سلوک و کړي او ستاسې تر منځ به د اخوت او ورورګلوۍ د نور په څیر ..ستاسې خیال وساتی .

زما کار کوونکو وارئ ! ددین اصل عقل ، د عقل اصل علم او دعلم اصل صبر دې . که چیرې تاسې ددښمن په مقابله کې د صبر نه کار واخلئ ، د جرأت او استقامت مظاهره وکړئ نو یاد ساتئ چې تاسې به نه یواځې ستور و باندې خپل ډال خپور کړئ بلکه انساني زړونه به هم تسخیر کړئ .

زما دوستانو! اسلام ټول وخت د سیم او زرو له پاره نه بلکه د انسان د عزت او کرامت لار مونږ ته را خولې ده . که چیرې تاسې ددې ترخو لمحو څخه ازاد شوی او د را نغښتې فکر زنځیرونه ما ت کړئ او جسمانې قید له یاده و کاږئ اوخپل کړچار ، خپل ماحول پاک کړئ نو یاد ساتئ ، چې زما خداې به تاسې ته بریاوې او خوشحالي درکړي . هغه څه چې زه یې تاسې ویل غواړم د هغې لنډیز دادې چې که زه په دې جنګ کې و مرم ، نو زما وروسته به زما زوې بایزید ستاسې سلطان اوسي . بس همدا یوه مرکزې نقطه وه چې ما تاسې د هغې له پاره راټول کړي واست ، تاسې ټول اوس دخپلو خپلو دلګیو په لور ولاړ شئ . یوازې بایزید اوعلي پاشا له ماسره پریږدئ . واورئ ! لښکر په درې برخو ویشل کیږي . یوه برخه یې زما سره ، بله برخه یې د بایزید او دریمه برخه به یې د علي پاشا سره اوسي . اوس ټول ولاړ شئ او دجنګ دپیلامې انتظار وکړئ . ددې سره سم د بایزید اوعلي پاشا پرته نور ټول سالاران د لښکر په لور ولاړ ل .

په دې وخت کې سلطان مراد خپل زوې بایزید اوعلي پاشا ته وویل چې :

زما زامنو! د جنګ د پیلامې د مخه دخپل رب ، د خپل خداې دحضوره د ملاتړ ، او استعانت دعاوې وکړئ.

ددې خبرې سره سم سلطان مراد د خپل آس مخه د قبلې لورې ته واړوله اوپه خپل آس سپور شو . بایزید او علي پاشا هم دخپل پلار په څیر خپل اسونه د قبلې په لور کړل او پرې کیناستل . بیا یې د سلطان په لور وکتل او په دعائیه توګه یې لاسونه پورته کړل . سلطان په لوړ اواز پیل وکړ چې :

اې الله ! د لمر ګرمې څپې ستا په حکم باندې د سمندر د پراخیو څخه را وځي او خپله رڼا شیندې ، اې الله ! ستا په حکم باندې دستورو څرخيدل د انساني تقدیرله پاره بنسټ ګرځي ، او د ژوندانه د یوې قطري څخه قومونه اوولسونه منځته راوړي ، همدا ستا په اجازه پر اسمان باندې وریځي راخپریږي او یو په بل سې ځغلي او شپه په خپلې پوره تیارو سره نزول کوي .

اې خدایه ! همدا ته ژوند د جمال اوحرارت سره نوازش کوې ، همدا ته د هر ګل په پاڼه باندې خوشبو ، په پاڼه پاڼه باندې دتقدیر کرښې باسې ، همستا په اجازه شفق د اسمان د نیلګونې سره غاړه غړۍ کیږي . د مڼو په ونو کې میوه راپیدا کیږي او لمر د شعاعو څخه وریځې رنګینږې .

اې الله ! زه ستا عاجز بنده یم . تا واحد او لاشریک ګڼم ، او تل له تا څخه بسپنه اوکومک غواړم . اوس هم زه ددښمن ډیرو زیاتو لښکرو تر مخه ولاړ تا ته لاس په دعا یم او یوازې له تا څخه بسپنه او کومک غواړم.

سلطان مراد دعا غوښتله او ورپسې وروسته بایزید اوعلي پاشا دواړو امین وایه . دلږ څه ځنډ وروسته سلطان مراد بیا خپل خداې ته زارې اوعذر شروع کړ او ویې ویل چې :

اې الله ! دوې مکارۍ ته ذهانت ، بکواس ته علم ، کمرزۍ ته نرم زړې ، بزدلۍ ته بې نیازې ویونکي اوس د بدنصیبو سیورو په څیر پر مونږ باندې یرغل کونکې دي . اې زما الله ! د وخت د سیلاب له پاره که ته وغواړې نو تیږه ورته آینه کړې . تیارو ته لمررا وکاږې ، د لارې غبار کهکشان و ګرځوې ، یخې څپې د طور په شعله باندې تبدیلې کړې . اې زما الله ! ته چې کله وغواړې ذرې ذرې ته د صحرا پراخوالې ، شبنم ته ساګر ، اغزو ته ګلستان جوړکوې ، اې زما الله . زمونږ تر مخه د تمدن دغه ړندې لوخړې ، د ګناهونو ځالې، په وینه تویونکو هیکلو کې را نغښتې دښمن ، غواړي پر مونږ باندې یرغل راوړي اومونږ خپل غلامان و ګرځوي ، ایې زما الله ! زه ستا عاجز بنده یم ، ماته همت را ، زما کومک وکړه چې زه ددښمن لاسونه د وینو نه ډک کړم اودهغوې په زړونوکې د ویرې او رعب تیارې خورې کړم ، اې زما الله ! ددغې دښمن په مقابله کې مونږ ته برې را. اې زما الله مونږ په خپل حفظ کې و ساته او بریمند مو و ګرځوه .

تر دې ځایه سلطان مراد خپله دعا پاې ته ورسوله ، ددې وروسته درې واړو حرکت وکړ . سلطان منځنۍ برخې کې د ورید ، په داسې حال کې چې بایزید اوعلي پاشا خپلو خپلولښکریانو ته ورغلل .

هلته د اروپا په متحد لښکر کې هم تر ډیره وخت پورې د جنګ ډول وهل کیده بیا دهغوې ټول لښکر مخته راغې ، په دې وخت کې دسرویه پادشاه لازار یواځې نه ، بلکه د اروپا د نورو هیوادنو تکړه جنرالان اوحکمرانان هم دخپلو لښکرو سره یو ځاې و . ټولو په زوره زوره عجیب و غریبې نارې وهلي ، او خپلو عسکرو ته یې ډاډ ورکاوه . دددې لښکر و تر شا د اروپا بې شمیره ښایسته او زینت کړل شوې نجونې را روانې وې چې د صلیبې جنګیالیو له پاره یې ډاډ اواطمینان ورکاوه . ویل کیږی چې په هغونجونو کې دسرویه دپادشاه لازار لور ډسپنا هم شامله وه . دهغې په اړه دا هم ویل کیږې چې هغه داروپا د ډیرو ښایستو نجونو څخه یوه وه او د اروپا هر حکمران غوښتل چې دهغې سره واده وکړي .

په همدې وخت کې د اروپا متحده لښکر مخته راغې او د سلطان مراد په لښکر یې د طاغوتي ابلیس ، او زهرجنو مارانو په څیر یرغل وکړ .

سلطان مراد هم سمدستې خپل عکس العمل وښود . هغوې هم په پوره میړانه او د یوه سخت هجوم سره سم په دښمن باندې ور پریوتل .

ددغو اروپایې صلیبانو جنګیالیو له پاره د سلطان مراد ، بایزید اوعلي پاشا دغه ځوابې حمله داسې وه لکه د چا ترمخه چې کومه بنده صحیفه ، کوم نه لیدلې خوب ، کوم زورداره توپان او کوم نوې انقلاب په څیر مخته راشي .

ددواړو لښکرو دداسې ټکریدو سره دجنګ ډګر داسې صورت ځانته نیولې و لکه اتش فشان چې و چوي ، دبرزخ د عالم دجسمونو ارواح چې پورته عالم ته رخصت شي ، هره ساه اذیت ، هره لمحه حشر پیدا کونکی وي . د تیارو طنابونو کړیو د صلیب شکل نیولې و او ژوند یې د اور د سیلاب په څیرله منځه ووړ .

داروپا دې صیبلییانو ته پوره ډاډ بلکه پوره یقین و چې هغوې به د سلطان مراد او دهغه لښکرو ته ډیر بده ماتې ورکوي . ځکه چې هغوې د کافي لښکر خاوندان و . بیا هغوې د جنګ نه ترمخه د خپلو لښکریانو حوصلې هم را پورته کړې وې ، دهغوې تر شا د اروپا ډیر ې ښایسته او ځوانې نجونې روانې وې . هغوې هم دصلیبیانو د ځواکونو د ډاډ‌ سبب وې . صلیبي جنګیالي هغه وخت ډیر حیران شول چې د خپل ټول توان او ټول لښکر سره يي بیا هم مخته تګ نه شوکولې ، دا په دې خاطر چې دمخې له لورې سلطان مراد ،بایزید او علي پاشا پرې د توپاني سیلیو په څیر یرغل کړې و . دهغوې دتیزې او تندې حملې په واسطه داروپایې صلیبیانو حالت سوکه سوکه د مړ کیدونکې اور په څیر ګرځیدلې و او مسلمانانو په ډیره تیزۍ سره د صلیبیانو قتل عام پیل کړې و .

په دې جنګ کې سلطان ، دهغه زوې بایزید دواړه هغه کاروونه تر سره کړل چې نمونه یې په تاریخ کې نه لیدل کیږی. ددښمن په هرې برخې کې به چې کمزوري را پیدا کیده نودوې به د اور د سکروټو او برق په څیر هلته ورسیدل او د دښمن صفونه به یې یو په بل پسې له منځه وړل او یا به یې شاتګ ته مجبورول . په دې جنګ کې بایزید د تیغ وهلو او تورې وهل هغه کارنامې وکړې چې د همدې کارنامو په اساس بایزید ته د (یلدرم یعنې صاعقه (برق )) لقب ورکړل شو. او د جنګ وروسته هغه یوازې بایزید نه بلکه بایزید یلدرم وګرزید .

که څه هم په دې حنګ کې سلطان مراد سخت ټپي شوې و خو هغوې دسرویه پادشان لارشاه هم ژوندې و نیوه . کله چې د اروپا متحده صلیبانو ته خبر ورکړل شو چې دهغوې د جنګ اعلي سالار د سرویه پادشاه لازار شاه ژوندې نیول شوې نو دهغوې حوصلې ماتې شوې نو پدې اساس یې چیرې چې توانیدل و تښتیدل. اروپایې متحده ځواک د شینزا د دریاب په غاړه د سلطان له خوا سخته ماتې وخوړه ، ماتې خوړلې لښکر به خپلې ښایسته نجونې مخته کولې او تښتیدل به .

څرنګه چې سلطان مراد په جنګ کې ډیر خراب زخمي شوې و نو په دې خاطر علي پاشا او بایزید ددښمن تعاقب و نه شو کړاې . ددې څخه ددښمن ځواکونو ته دا ګټه ورسیده چې هغوې په ارام زړه فرار وکړي . بایزید یلدرم او علي پاشا دسلطان مراد د سنبالولو دنده په غاړه اخیستې وه . هغوې وکتل چې د سلطان مراد په وجود باندې زیات شمیر زخمونه دې او دسلطان د وجود څخه د وینو سیلاب را روان دې . ددې وینو په واسطه به سلطان باندې کله کله بې خوشي را تله، سلطان یې هملته د جنګ په میدان کې په شړیو اچولې و او د بایزید او علي پاشا څخه علاوه نور سالاران یې هم مخته ولاړ وو . په لښکر کې شامل طبیب د سلطان د زخمونو مرهم پټې کوله او هڅه یې کوله چې دسلطان د ویني بهیر و دروي ، په دې وخت کې چې کله سلطان لږ څه په هوش کې راغې نو خپل زوې بایزید یلدرم ته یي وکتل او ورته یې وویل چې :

ګرانه وروره ! د سرویه پادشاه لازار شا زما مخ ته راړه .

د سلطان مراد ددې غوښتنې په اساس بایزید یلدرم خپل شاته ولاړ خپل څو ساتونکې یي و استول اوحکم یي ورته کړ تر څو لازارشا د سلطان ترمخه را حاضر کړي . د لږ ځنډ وروسته یې هغه د سلطان مخې ته راوست . سلطان مراد تر لږ څه وخت پورې د هغه سر ا و پښو ته کتل او ډیر عجیبه غوندې مسکایې په څیرې باندې تله را تله ، او بیا یې لازارشا ته مخ کړ او ورته یې وویل :

لازار شا ! تا یو ځل بیا د خپلو اروپایې اتحادیونو په غوښتنه د ددې سيمي د امن د خرابولو هڅه وکړه او تایې دادې انجام هم وکوت . لازارشاه ! تا د ولاړ وخت په جلال کې دیوې داوره ډکې سرې لاوې او دسلګیو اوژړا د توپان په څیر په مونږ باندې ، په دغه میدانو کې حمله راوړه ، اودا هیله دې درلوده چې مونږ ته به د جنګ په ډګر کې ماتې راکړې خو تا وکتل چې زما لښکر ستا ترمخه په تاسې او ستا په لښکر و د توپانې سیلۍ په څیر غبرګ شو.

لازارشا ! ددې له پاره چې جنګ ستا په لور و څرخي تا د اروپانه د تر ټولو ښایستوو نجونو یو لښکر له ځانه سره راوړې و خو ستاسې د جادوګرۍ دا لوبه هم بریالۍ نه شوه او ستا په کار را نه غله .

لازار شاه ! تر جنګ دمخه ستا لښکرو د اروپایې نجونو سره یو ځاې چې کومې میلي کولې او کومې ترانې یې ویلې نو تا وکتل چې هغه ټوله خوشحالي ستاسو د سترګو په اوبو او سوزیدو باندې بدله شوه . لازارشا ! ستا څخه دمخه هم ستا په څیر څو ابلیسانو په مونږ خاورینو باندې دمنترونو جال را خپور کړې خو مونږ د هر دا ډول ابلیس تر مخه د آدم د وفا ، ټینګ یقین او د زړونو دمرهم په څیر، دځواکمون حوصلو سره مقابله کړې او داسې هردښمن مو دخپل تیغ په وینو باندې رنګ کړې او له منځه مو وړې دې .

لازارشا ! ددې ټول جنګ وجه اوعلت همدا ته یې ، ستا په وجه دغه بې شماره لښکرې په دې جنګ کې له منځه ولاړې ، ستا په خاطر د انسانیت څیره په دغه میدانو کې سره شوه ، ته یو داسې مجرم یې چې د بښولو وړنه یې . په دې خاطر زه ستا د وژلو حکم ورکوم .

دخپلو وژلو د حکم د اوریدو سره سم د سرویه پادشاه لارزاشا و لړزید ، د ډیرې یخنۍ سره سره بیا هم دهغې په وجود باندې د ګرمۍ خولي را ماتې شوې . او بیا په عجیب شکل سره سلطان مراد خپل زوې بایزیلدرم ته وکتل ، دغه ډول کتل بایزید ته دحکم په څیر و . د هغه په دې کتلو بایزید خپل شاته ولاړو ساتونکو ته یو څه وویل او هغوې یې پوه کړل . هغوې لازارشا د لاسه و نیو یوې لورې ته یوړ او دهغه مرۍ یې و رپرې کړه .

هغه وخت چې د سرویه دپاشا لازارشاه ژوند پاې ته ورسید نو سلطان خپل حالت هم ډیر زیات خرابیدونکې و . تر لږ وخته پوې يي په خپلې ساه قابو درلود ه ، بیا یې په خپل مخ کې ولاړ خپل زوې بایزید یلدرم ته مخ کړ او ورته يي وویل :

زما زویه بایده ! د تیرو شوو کلونو بار پر ما باندې پروت و ، خو د راتلونکو کلونو بار به ، اې زما درونده بچیه ! ستا په اوږو پروت وي . زویه ! ته هم ګواه اوسه چې په تیرو وختونو کې کله هم دښمن د خپل زور او غرور په اساس پر مونږ باندې یرغل کړ ې ، نو زویه! داسې دښمن مونږ د موسمې ګرد و غبار په څیر له منځه وړو . بایزیده ! زما څخه وروسته په راتلونکو کلونو کې که کوم دښمن ستا پر خلاف را پورته شي نو اې زما زویه ! دداسې هر دښمن په وړاندې د تقدیر د عذاب او یو تند او تیز توپان په څیر را پورته شه . زویه ! که د فصل ساتنه و نه شي نو ځناور ، مرغان او نور حیوانات هغه له منځه وړي او خرابوي يي ، نو ایې بچیه ! رعایا د فصل په څیر دي ، او پادشاه ددې فصل ساتونکې دې اودهغې د مالک په څیر دې که د خپل فصل ساتنه و نه کړې نو په راتلونکو ورځو کې به هغوې دخپل خوراک و څښاک سامانونه له کومه کوي ؟ زه تاته نصیحت او وصیت کوم ، زما نه وروسته د یوه عادل اونیک زړه حکمران په څیر حکومت وکړه تر څو د تاریخ پاڼي او راتلوکې نسلونه ستا نوم په نیکه او ښه توګه یاد کړي .

تر دې ځایه دخبرو وروسته سلطان لږ څه ځنډ وکړ او په زوره زوره یې ساه واخسته هغه تر یو څو لمحو پورې خپل د لاسه تللې ځواک بیرته درست کړ اود علي پاشا لورې ته یې مخ کړ اوپه ډیر کمزورې اواز سره یې ورته وویل :

علي پاشا! زه اوس د مرګ مخ ته ولاړ یم ، زه په خپل فکر کې الفاظ نه شم راټولولې چې ستا دممنونیت له پاره یې استعمال کړم او ستا د ځان ځارنې تعریف وکړم . زما زویه ! په داسې حال کې چې زه اوس ددې نړۍ څخه تلونکې یم زما په زړه کې دا خواهش راځې چې کاش چې ستا په څیر سر ښندویه ، ستا په څیر جنګجو هغه وخت ماته تر لاسه شوې وې چې زه ځوان وم ، خو علي پاشا واوره ! زه د خپلې مړیني تر مخه ستا د حیثیت ټاکل غواړم . زه تا ته د بایزد د زامنو په څیر خیال کوم ، زما زویه ! زما نه وروسته د بایزید ملاتړې اوسه او یوازې د له همدې سره وفاداره اوسه. لکه څنګه چې یو زوې دخپل پلار سره اوسي . زه پوهیږم چې تا په خپل ژوند کې ډیر ې ستونزې او کړاونه کتلي د ي ، خو زه ډاډ درکوم چې بایزید یلدرم به زما څخه زیات تا د خپلو بچیانو په څیر دوست ګڼی .

د سلطان مردا ددې خبرو څخه علي پاشا ډیر اغیزمن شو دهغه په سترګو کې اوښکې را غلې وې ، هغه د سلطان تر څنګ کیناست ، د سلطان لاس یې په دواړو لاسو و نیو ، او اوږده شیبه يې خوله پرې ایښې وه او ښکلاوه یې، په دې وخت کې د علي پاشا د سترګو اوښکې د سلطان په لاسو پریوې . بیا علي پاشا په لړزیدلې اواز وویل :

درونده سلطانه ! وخت به وویني چې زه د بایزید یوازې زوې نه بلکه د هغه یو ډیر ادنې خادم به هم و اوسم . درونده سلطانه ! د هر چا پر خلاف چې ماته دا حکم وکړ ي نو زه تا ته ډاډ درکو م چې زه به په خپل ځان د پرواه کولو پرته دهغه په دښمن باندې ور لویږم او تر خپو لاندې به یې مروړم .

علي پاشا ددې څخه نور څه زیات و نه شو ویلې . ځکه چې د سلطان مراد څټ نور را ځوړند شوې و، لاسونه یې بې ساه و . اوسلطان مراد ختم شوې و . هغه د سلطان مراد لاس همغسې په خپلو لاسو کې وساته او د کوچنیانو په څیر یې ورته په سلګیو پیل وکړ . بایزید په خپل ځاې ولاړ و ، شونډې یې رپيدې د سترګو یې د اوښکو سیلاب را روان و ، ددوې د ژړا تر څنګ شاوخوا ولاړو سالارانو او ساتونکو ټولو په کوکو کوکو وژړل .

تر لږ وخته پورې همداسې حال و . بیا بایزید د علي پاشا څنګ ته راغې هغه یې ددواړو اوږو څخه و نیو او پورته یې کړ . او بیا یې په خپله غیږ کې و نیو. علي پاشا د سلطان بایزید په اوږو سر کیښود او دکوچنیانو په څیر یې په کوکو و ژړل . بایزید دهغه په ملا لاس را ښکو او ورته یې وویل:

علي پاشا ، زما زویه ! ماته معلومه ده چې تا په خپل لږ عمر کې ډیرې صدمې ، ډیر ې ستونزې کتلي ، ماته دا هم معلومه ده چې د سلطان د مړینی دا پیښه هم تا ته د زغم وړ نه ده . ځکه څوک چې مرګ ویني نو دهغې پخواني زخمونه بیرته را تازه کیږي او د نه زغم داذیت سبب ګرځي . خو زما زویه ! حوصله کوه ، خپل ځان سبنال کړه ، تر څو د لښکر د کوچ کولو بندوبست وکړو .

دبایزید په تسلۍ سره علي پاشا سمدستي خپل ځان سنبا ل کړ خپلې اوښکې یې وچې کړې او بیا یې په ډیره بې وسۍ سره په خپل مخ کې پروت د سلطان لاش ته کتل. په دې وخت کې سلطان بایزید یو ځل بیا د علي پاشا په اوږو باندې لاس کیښود او ورته یې وویل :

علي پاشا زویه ! د سلطان لاش به په یوه عسکر ې ګاډۍ کې ږدو، زه غواړم له دې ځایه بروصې ته کوچ وکړو او هملته په بروصه کې د سلطان مړې خاورو ته وسپارو .

دسلطان بایزید په خبرو باندې علي پاشا یو ټکان وخوړ او د سلطان په لور یې مخ کړ او ورته یې وویل چې : درونده سلطانه ! ستا وینا په ځاې ده . که چیرې مونږ د خپل ټول لښکر سره یو ځاې له دې ځایه کوچ وکړو اودښمن ته خبر ور ورسیږي چې سلطان له دې دینا څخه تللې دې ، نو ایا دهغوې حوصلې ، او ولولې به بیرته را ژوندۍ نه شی ؟ او هغوې به د شینزا ددریاب څخه په راتیریدو سره یو ځل بیا زمونږ په سیمو باندې دخپلو شيطانې لوبو اغاز و نه کړي؟

د علي پاشا ددغې استفهامیه وینا په اساس سلطان بایزید یلدرم متوجه شو . د لږ څه وخت له پاره یې علي پاشا ته په توصیفي توګه وکتل اوبیا داسې معلومیدل چې هغه کومه پریکړه کړې ده نو علي پاشا ته یې وویل :

زویه !کومه اندیښنه چې تا و ښودله هغه په ریښتنې توګه په راتولونکو ورځو کې زمونږ له پاره خطرناکه کیداې شي . اوس زما په فکر کې دهمغې حالاتو دکنترولو له پاره یو وړاندیز شته که چیرې ته په هغې راضي یې نو زه ډاډ من یم چې بیا به دښمن دومره په اسانۍ سره زمونږ پر خلاف دسر د راپورته کولو جرأت و نه کړای شي .

علي پاشا د سلطان بایزید یلدرم په لورې په ډیرې مینې سره وکتل او ویې ویل : درونده سلطانه! هغه وړاندیز چې اوس ستا په ذهن کې دې هغه تاسو ووایاست ، زما د رضامندۍ فکر مه کوئ ، هر تجویز چې ته وړاندې کړې نو هغه به زما له پاره د حکم معنې ولري .

د علي پاشا ددې خبرو سره بایزید یلدرم خوشحاله شو او ویې ویل :

زما وړاندیز دادې چې هغه لښکر چې د پخوا څخه ستا په قوماندې کې دې ته دهمغې لښکر سره یو ځاې د رومیل په ولایت په یوه ځاې کې چیرې چې ستا خوښه وې پړاو وکړه ، بلکه زه خو دا غواړم چې د رومیل په ولایت کې مونږ ته د اوسیدو یو عسکر ې تلپاتې مرکز په کار دې ، تر څو مونږ دهغه ځایه د اروپا څخه هررا پورته شوې خطر له منځه یوسو . خو اوس زما تجویز دادې چې ته د خپل لښکر سره یو ځاې د رومیل په ولایت کې پاته شه ، هغه لښکر چې د بروصې څخه راغلي زه هغوې دخپل ځانه سره اخلم او دخپل پلار مړې بروصې ته وړم او هملته یې د تدفین مراسم تر سره کوم . که چیرې ته ددې له پاره رضامند یې نو په دې پوه شه چې زمونږ له پاره کومه ستونزه نه راپیښیږې . او که ته چیرې خپلې خور ، مور ته کوم پیغام استول غواړې نو هغه هم مونږ ته ووایه . ددې ترڅنګ زه تاته دا هم ویل غواړم چې کله هم ته د اروپا څخه د راپورته شوې کوم ځواک څخه ویره احساس کړې نو سمدستي يي مونږ ته اطلاع راکړه . هسې هم زه غواړم د خپلو جاسوسې شبکې یو جال په دې سیمه کې و غوړوم او بیا ددې ځایه کوچ وکړ م . دغه شبکه به ماته د یوې یوې پیښې په هکله معلومات راکوی او تر څنګ به له تاسره هم په تماس کې اوسي او د حالاتو د بدلون څخه به مونږ په پوره توګه خبروی ، ددې ځایه دکوچ کولو څخه د مخه زه به ددې جاسوسی شبکو پیژندکلوي له تاسره وکړم . خو ما له تا څخه غوښتل که چیرې ته دخپلې مور او خور له پاره کوم پیغام لیږل غواړي نو ماته یې ووایه زه به ستا دخور او مور سره ووینم .

د سلطان بایزید یلدرم ددې وړاندیز په ځواب کې علي پاشا لږ څه فکر اوکړ او بیا یې سلطا ن ته وویل:

درونده سلطانه ! د هغوې له پاره زما پیغام همدا دې چې هغوې ته زما دخیریت په هکله خبر ورکړۍ او هغوې ته ډاډ ورکړۍ چې زه د خپل پلار او ورونو د قاتلانو پسې ګرځم او هیله لرم چې ډیر ژر به یې پیدا کړم. درونده سلطانه ! زه غواړم دهغوې د مصارفو له پاره څه نقدې رقم ور ولیږم .

دعلي پاشا ددې خبرې سره سم سلطان د هغه په خوله باندې لاس کیښود او ورته یې وویل:

علي پاشا ! اوس داسې خبرې مه کوه . زه په خپله دهغوې د اخراجاتو مسؤل یم کله چې ته زما د زوې په څیر له ماسره یې نو ستا خور زما د لور او ستا مور زما دخور په څیر دي ، ته دهغوې د مصاروفو په هکله بلکل فکر مه کوه ، یوازې دهغوې اخراجات نه بلکه اوس خو دهغوې ساتنه هم د بایزیدیلدرم په غاړه ده . مګر ستا دپلار او ورونو د قاتلانو څخه د بدل اخستلو په اړه باید ووایم چې ته به دا کار د خپل لښکر په ملاتړ همدلته د رومیل په ولایت کې دخپل تم کیدو په وخت کې په ډیره ښه طریقې سره تر سره کړې .

علي پاشا په ډیرې خوشحالي سره وویل :

دورند سلطان ! که چیرې تا ماته دلته دخپل لښکر سره یو ځاې د پاته کیدو نه وای ویلی نو ما به په خپله تاته ویلې چې په دې سیمو کې ددښمن په خوزښتونو باندې د څارنې او نظر کولو له پاره ما ته په دې سیمه کې د قیام او تم کیدو اجازه راکړه . خو اوس چې تا ماته د لته د رومیل په ولایت کې د تم کیدو حکم کړې دا زما په هکله یوه ډیره غوره او ښه پریکړه ده . اوزه به په راتلونکې وختو کې تا ناهیلې نه کړم .

ددې پریکړې وروسته دسلطان مراد لاش یې په یوې جنګي ګاډۍ کې کیښود ، او سلطان بایزید یلدرم خپل جاسوسان دعلي پاشا سره ور وپیژندل ، او بیا د کساو د میدانو څخه دواړو سلطان بایزید یلدرم او علي پاشا د خپلو لښکرو سره یو ځاې کوچ وکړ . د لرګي د همغې پل په واسطه چې دوې د شینزا دریاب څخه تیر شوې و د همغې پل په واسطه بیرته را تیر شول . دښمن ته د ماتې ورکولو وروسته ، دهغوې د پړاو څخه سلطان بایزید یلدرم ته د ډیر زیات مال اودولت تر څنګ وسلې او جنګی مهمات او خوراک څښاک هم په لاس ورغلي و چې د شمیرلو اندازه یې نه کیده . هغوې دا ټول شیان را ټول کړل او بیا علي پاشا او بایزید یلدریم دواړه د لښکرو سره یو ځاې د رومیل ولایت ته را ننوتل . دلته علي پاشا دخپل لښکر سره یو ځاې په هماغه ځاې کې قیام وکړ دکومه ځایه یي چې د سلطان مراد او بایزید یلدرم د لښکرو سره یو ځاې د متحده لښکرو په مقابل کې د جنګ له پاره کوچ کړې و . او بایزیدیلدرم د خپل پاته لښکر سره یو ځاې د بروصې په لور حرکت وکړ.

ویل کیږي چې سلطان مراد د ترکانو د نورو مسلمانو حکمرانانو څخه ډیر په خپل مذهبی اعتقاداتو کې کلک و . هغه ډیر بهادر ، ننګیالې ، زړه ور او د عظمت خاوند و . هغه دخپلو هڅو او کوششونو د شانداره پایلو په اسا س ډیر زیات د نیک او ښه بخت انسان و .

هغه خپل اسیایی هیواد ته، دتورې وهلو ، جرأت ، بهادرۍ ، زړه ورتیا او ازدواجي اړیکو په قیمت ډیره پراختیا ورکړه . دهمدې صفاتو په درلودلو سره یې د اروپا په څو سیمو باندې یرغل وکړ هغه یې سوبه کړې ، په هغه وخت کې د بالقان د غرونو لړۍ د شرق او غرب تر منځ په دوه څرګندو کرښو ویشل شوې وه . او ددې غرنیو سیمو د شمال او جنوب په لورې خپارو واره صلیبي نشانونه و، په داسې حال کې چې په پاته دوو برخو یې په غرب کې پرته زمکه چې په پخوا وختو کې یې ورته بوسنیا ویل کیده ، چې په دې سیمه کې د سرویه او بوسنیا دوه حکومتونه و او شرقي خطې ته بوسنیا او بلغاریه ویل کیدل ، دغه دواړو خطې د تریس او مقدونیې په نامه یادیدې ، او بیا یې ددغې دواړو خطو یو ځاې والي ته د رومیلیا سیمه ویله . ددغو څلورو خطو څخه سلطان مراد د جنوبې شرقي برخه یعنې تریس و نیوله ، بیا یې د مقدونې په لور مخ کړ او دمقدونیې یوه برخه یې ونیوله اود عثماني سلطنت برخه یې وګرځوله ، ددې نه اخوا سلطان مراد د خپل حکومت پولې هغه اوږدې غرنې لړۍ ته ورسولې چې رومیلیا د البانیه څخه جدا کوی .

سلطان نوره هم دخپلې بهادرۍ څرګندونه وکړه ، هغه د اروپا په پاته نژدې زمکو هم خپل لښکر ور وخیژاوه ، د بالقانه تیر شو اود نیش په سیمو یې هم غلبه پیدا کړه .دا سیمه د ستر قسطنطین دپیدایښت وطن دې ، چې د برنطیني دحکومت یو ډیر ستر سنګر او پښه قلا وه . سلطان مراد دا ښار د پنځه پنځوس ورځو د محاصرې څخه وروسته تر خپلې ولکې لاندې راوست .

ددې وروسته سلطان مراد د اروپا په دننه کې خپل تګ ته دوام ورکړ ، دسرویه د ازاد حکمران د حکومت په زړه یې یرغل وکړ اوهغه ترې امان وغوښت ، هغه ورته یو زر پونډه نقریې او یوزر پونډه کلنې خراج ورکول و منل . دهغې وروسته سلطان د بلغاریي په لور مخه کړه ، د بلغاریې حکمران پخوا له دې چې د خپل حکومت د سقوط او دمسلمانانو په لاسو د هغې د فتحې منظر وویني په ډیره عاجزۍ سره د رحم غوښته وکړ ه، دهغوې غوښتنه هم ومنل شوه . د هغه ځاې حکمرا ن خپله لور سلطان ته د خراج په ځاې غوره و ګڼله ، د هغه لور سلطان په خپل حرم کې ور داخله کړه . په دې ترتیب دغه ټولې سیمې سلطان دخپل جرأت ، بهادرۍ او زړه ورتیا په اساس فتحه کړې . اوس نو کومې سیمې چې سلطان دخپلو ازدواجې اړیکو په غزولو سره د خپل اغیز لاندې راوړې و ې . هغه په دې ترتیب سره دي ، چې دهمدې اړیکو په واسطه سلطان اسیایی ولکه شوې سیمې په سوله ایزه توګه تر خپل اغیز لاندې راوړې . همدا راز سلطان مراد دخپل زوې بایزید واده هم د کرمیان د امیر د لور سره وکړ . کرمیان د هغو سیمو څخه یوه وه چې د سلجوقي د سلطنت د پاې ته د رسیدونه وروسته را پیدا شوې وه .

ددغې واده په پایلو کې ناوې د خپل پلار د ریاست یوه ستره برخه ، نوي ترک ځوان بایزید ته د جهیز په توګه راوړه ، او په دې تر تیب د کرمیان سیمه په خپله د عثماني سلطنت برخه وګرزیده . ددې واده مراسم په ډیره شانداره توګه د بروصې په ښار کې تر سره شوې و.

په دې تر تیب د سلجوقیانو لس واړه واړه ریاستونو ټول د سلطان مراد په سلطنت کې را شامل شوې و . په دې واده کې ناوې د بایزید له پاره دخپله ځانه سره د عربي نسل یو ډیر ښه آس ، یوه یوناني پیغله دکنیزې په توګه او د سکندریي حیرانونکي وریښمي کپړا د تحفو په توګه راوړيوو . خو هغه جواهرات او نقري چې ناوې له ځانه سره راوړی وې هغه سلطان مراد بیرته د واده په میلمنو وویشلې ، ددې تر څنګ دغه ناوې سلطان مراد ته د کرمیان د سترو سترو قلاګانو کنجیانې هم را وړې وې ، نو ددې ازدواجې اړیکو په واسطه د سلجوقیانو هغه کوچني کوچني ریاستونه هم د سلطان مراد په سلطنت کې را ونغښتل شول .

د کساو په میدانو کې چې سلطان مراد د اروپا متحده ځواک ته بدترینه ماتې ورکړه نو دهغې په واسطه عثمانی امپراطورې په نور سیمو باندې هم خپله ولکه زیاته کړه او دقسطنطنیي پادشاه یو بې هیواده پادشاه ګرځید. ددې نه علاوه سلطان مراد د بلغاریې پراخه سیمه فتح کړه او سرویه ، بوسنیا، اومقدونیه یې هم په خپل سلطنت کې ر ا شامل کړل .

سلطان مراد چې دخپلو رعایاو سره څومره مراعات کولي شو هغه یې کاوه خو تر څنګ یې همدا سې سخته نیونه هم کوله . هغه به لږې خبرې کولې اوخپلې ارادې به یې تل پټی ساتلې ،، کله یې چې دحکومت وخت یودیرش کالو ته ورسید نو دهغه عمر اته شپیته کاله و . او همغه و چې د کساو په جنګ کې په کار راغې .

په هر صورت د سلطان مراد زوې د ستر عظمت خاوند بایزید یلدرم دخپل پلار لاش بروصې ته راوړ، او په شاهانه احترام اودرنښت سره یې دبروصې د ښار په غربي ځنډه کې خاورو ته وسپاره . دهغه د مقبرې تر څنګ اوس هم دهغه عسکرې لباس او خولۍ موجوده ده، په داسې حال کې چې دا ډول خولۍ اوس په ترکې کې رواج نه لري .

د مقبرې لاندې درې نیزې ایښودل شوې چې دهغوې د سرونو سره د درې آسونو لکۍ تړل شوې ، همدا د عثماني ترکې د بیرغ نښه وه .

دکساو په میدانونو کې په کوم ځاې کې چې سلطان مراد زخمې شوې و، ویل کیږي چې هلته اوس هم درې تیږې ایښودل شوې دې .

په هر حال بایزید خپل پلار په بروصه کې خاورو ته و سپاره ،او بیا یې دسلطان په څیر دخپل سلطنت د نظام د جوړښت له پاره کار پیل کړ.

پرلپسې لري…