کور / تازه خبرونه / خوست: سړک غاړې بمي چاودنه وشوه

خوست: سړک غاړې بمي چاودنه وشوه

دسړک غاړې بمي چاودنه دخوست اوګرديز په لويه لار د دومنده ولسوالۍ اړوند بورګي په سيمه کې د طوفان شخصي امنيتي ځواکونو په موټر پسې وشوه.
دخوست ولا يت د دومنده ولسوال سيد احمد خان په وينا;دسړک غاړې بمي چاودنه د طوفان شخصي امنيتي ځواکونو په يوموټر وشوه.چې پکې دطوفان شخصي امنيتي ځواکونو پينځه سرتيري وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي.چې ټپيان سرتيري اوس مهال ملکي روغتون کې بستر دي.او روغتيايي خالت يي ښه دي.
دې يادونې وړده چې طوفان شخصي امنيتي ځواکونه په خوست ولايت کې ميشت نړيوالو ځواکونو ته خوراکي توکي او نور مهماتو موټر ليږدوي او پدې لويه لاره کې ساتنه ترې کوي.چې ډير وخت دې وسلوالو طالبانو د کمين او د سړک غاړې بمي چاودنو سره مخامخ کيږي. چې تر اوسه پورې په سلګونو سرتير مړه او ټپيان شوي دي.