کور / تازه خبرونه / دبۍ: د نړۍ تر ټولو جګ تعمير پرانيستل کېږي

دبۍ: د نړۍ تر ټولو جګ تعمير پرانيستل کېږي

د متحده عرب اماراتو حکومتي رسنۍ وايي د جنوري پر څلورمه به په دبۍ کي د نړۍ تر ټولو جګ تعمير پرانيزي.
دغه تجارتي ودانۍ چي ١٦٠ منزله ده په نړۍ کي تر ټولو لوړ تعمير بلل کېږي.
پر دې تعمير باندي د دبۍ ټاور نوم ايښودل سوئ چي وايي له نهه ميله ليري ځايه څخه ليدل کېږي.
د رپوټونو له مخي ٥٠٠٠ کاريګرو د دې ودانۍ پر جوړولو باندي شپه او ورځ کار کاوه، چي په ١٢٧٦ ورځو کي يې کار بشپړ سو.
د ودانۍ په تعمير کي ٣٣٠٠٠٠ مکعب متره سيمټ او ٣١٤٠٠ ټنه نکل کار سوئ دئ.
دبۍ ټاور ٥٧ لفټونه لري، د ١٠٤٤ کسانو دپاره د اوسېدو ځاى او دفترونه لري او دا وداني ٢٦٨٣ فټه لوړوالى لري.
د دبۍ حکومت وايي پر دې وداني تر يوه ميليارډ ډېر ډالره لګېدلي او تر راتلونکو لسو کلونو پوري به بلي دغسي ودانۍته د جوړېدو اجازه ورنکړي.