د پښتونخوا ايالتي مقامات وايي په هغه ځانمرګي بريد کي چي پرون د لکي مروت د حسين خيلو سيمي په يوه لوبغالي کي سوئ چي درنه مرګ ژوبله يې اړولې ده.
د لکي مروت د پوليسو مشر ايوب خان د آزادۍ راډيو ته ويلي په دې حمله کي ٨٩ کسه وژل سوي دي او حمله کوونکي غوښتل چي په يوه مسجد کي ځان وچوي چي د لوبغالي سره په څنګ کي د لوړ پوړو چارواکو او طالب ضد ملېشو د يوه قومي مشر ترمنځ جلسه پکښي روانه وه، خو داسي ښکاري چي هلته تر رسېدو دمخه يې د واليبال په ميدان کي ځان چاودلئ دئ.
د پوليسو په وينا بريدکوونکي د صرف موټر څخه استفاده کړې چي د ٣٠٠ کيلوګرامه چاودونکو توکو څخه يې کار پکښي اخيستئ وو، چي قربانيان يې ټول د واليبال لوبغاړي او نندارچيان دي.