ليکونکی :عبدالنافع همت – کابل ( برېښناليک: an_himmat@yahoo.com – ټيلفون :٠٧٠٨١٩٨٤٥١ )
پرله پسې: لومړۍبرخه دوهمه برخه ، دريمه برخه ، څلورمه برخه ، پنځمه برخه .
پنځمه صحنه:
ځای: دولسي جرګې تالار
وخت : ورځ
نسيم خان: دملت درنو استازو! فکر کوم چې ټول وکيلان صاحبان حاضردي غونډه رسماً پيل کوو،خو ښاغلى نيکو نه ښکاري.
زېبا : هغه په تشناب کې دى.
( ټول خاندي )
نسيم خان: (په خندا) ګورئ پخوامو له خبريالانوسرټکاوه چي، د دوى له لاسه تشناب ته نه شو تلاى، اوس تاسي خپله يو د بل د تشناب لاره څارئ، ښه خير دى. (شا و خوا ګوري) اسماعيل نه ښکاري.
نيکو : هغه ماته په موبايل کې ميسيج رالېږلى دی چي، زه په داخله وزارت کي کار لرم، لږ ناوخته درځم.
سرورخان ته ټيليفون راځي اولږ ګوښه کېږي)
_ هلو!
_ السلام عليکم وکيل صاحب، زه د ( ميم زورما، ټول يې زما) اين جيبو مسئول، کبيرخبري کوم
_ (په خندا) اوهوکبيرجانه جوړ په خير، څنګه يې ښه يې، خيريت خو به وي، څنګه دي زنګ وهلی دی؟
_ که تاسي خبرياست سبا (AAA) يوه پروژه داوطلبۍ ته وړاندي کوي.
_ هوخبريم
_ تاسي خو ددې ادارې رئيس پېژنئ کنه ؟
_ هو پېژنم يې، زما ښه ټينګ انډيوال دی، ولي خيريت خوبه وي؟
– مطلب مي دادی چي، ما پروپوزل ورکړی دی، که تاسي لطف وکړئ او يو زنګ ورته ووهئ چي، دغه پروژه موږ ته راکړي
_ ( په خندا ) پر دواړو سترګو، زه به زنګ ورته ووهم، خو زما هغه به څنګه شي؟ هغه… ته خوخپله پوهېږې که نه ؟
_ بس بس، زه پوه شوم، تاسي بېغمه اوسئ. ټوله پروژه دوه لکه ډالره ده، شل زره ډالره تاسي ته په کښي درکوم
_ ښه چي داسي ده، نوته بېغمه اوسه، زه نن خامخا زنګ ورته وهم، بس داسي يې وبوله چې داپروژه ستاشوه
_ تشکر، د خدای پامان
_ په مخه مو ښه
سرورخان : (ټيليفون بندوي او پرخپله څوکۍ کښېني )
نسيم خان : ( په خندا) سرورخانه داد چا ټيليفون وچي، داسي دي تندی سره وغوړېده؟
سرورخان : زما يو موکل و، يوه ستونزه ورته پيدا شوې وه، مرسته يې غوښته. په مېلمستون کې خو هره ورځ دېرش څلوېښت کسه موکلين راته ناست وي، اوس دادی دلته موهم ددوی له لاسه غوږونه نه دي پرارامه ؟
نسيم خان : ښه اوس اصلي موضوع ته راځو. لومړى به د ټاکنودکميسيون مشر، معلم صاحب خدايداد موږ ته د ملي القابو اوکانديدانو راپور وړاندي کړي.
معلم خدايداد: زموږ کميسيون په دې لارکي ډېري ستړياوي وګاللې، ما خپله نن ډوډۍ ترخپل وخت پنځه دقيقې ناوخته وخوړه. قرداش به هره ورځ پر همدې وخت وزارت ته تله، خو نن نه ولاړاو معلم غفار نن لمونځ ونه کړ، په هرحال،خوکارموپه ډېر برياليتوب سرته ورساوه، زه به لومړى القاب ولولم
نسيم خان: مهرباني وکړئ!
معلم خدايداد: بابای ملت، مامای ملت، کاکای ملت ، لالای ملت، مادر ملت او دخترملت
(ټول وکيلان چکچکې کوي)
نسيم خان: معلم صاحب تاسي واقعاً چې ډېر زيارايستلى او ډېرښه القاب موټاکلي دي. اوس نو مهرباني وکړئ او موږ ته وواياست چي دکانديدانوکارمو ترکومه ځايه رسولى دى؟
معلم خدايداد: دلته يوه ستونزه موجوده وه ، هغه داچي د پارلمان ټول غړي کانديدان وو، موږ ويل که راى ګيري ورباندي وکړو، داسي نه وي چې د جبل السراج د فکر مخالف کوم څوک دغه لقب وګټي ، خو داچي ډيموکراسي ده، نودچا دکانديدۍ مخه موهم نه شواى نيولاى.
نسيم خان: دا خو رښتيا چي، له ډېرسترخنډ سره مخامخ شوي ياست، ښه نوبيا موڅه وکړه؟
معلم خدايداد: وايي بنده حيران، خداى پر مهربان؛ بيا مو د انتخاباتو له کميسيون څخه مرسته وغوښته
نسيم خان: ښه نو اخرڅو تنه کانديدان پاته شول؟
معلم خدايداد: اخرخپله د کميسيون غړي کانديدان پر ميدان پاته شول، خو يوازي معلم غفارځان کانديد نه کړ.
نسيم خان: (معلم غفار ته اشاره کوي ) معلم صاحب تاسي ولي ځان کانديد نه کړ؟
معلم غفار: ( په اوږده ږيره کې ګوتي وهي) نورکانديدان خود خپلوګټو لپاره قوم پورته- پورته کوي، خو برعکس زما ګټه په نوروقومونو پورې تړلې ده، ځکه نومادېرش کاله پخواخپل قوم واړاوه. زه له خدايه ډېر راضي يم چي دا کارمې وکړ. که تراوسه دغه بدمرغه قوم ته منسوب واى، نواوس به له دغوڅلورو ټاپوڅخه خامخا يوه راباندي لګېدلې واى.
معلم خدايداد: (معلم غفارته بد- بد ګوري)
معلم غفار: ( معلم خدايداد ته ګوري ) او بل نوکه زه د دې قوم غړى واى، له معلم خدايداد سره به مي دومره اوږده انډيوالي هم نه واى، البته زه نورو ته ګوته نه نيسم، چي هغوى ولي دخپل قوم خيرغواړي
نسيم خان: ښه کانديدان خومعلوم شول، خو دا نه ده معلومه چي څوک د کوم لقب لپاره کانديد دى؟
شمشېر زبان: زما وړانديز خو دا دى چي ښځينه القاب جلا او د نرو دا جلا شي. وروسته دي دغه القاب په يو صندوق کې واچول شي اوهرکانديد دي يو لقب راپورته کړي.
نسيم خان: ډېر ښه وړانديز دى، القاب خو معلم صاحب مخکې لا پرجلا- جلا ټوټه کاغذونو ليکلي او قات کړي يې دي، بس يوازي په صندوق کي اچول غواړي .
نيکو: صندوق ته هيڅ اړتيا نشته ، په يو پکول کې به يې واچوو، ځکه چې پکول د مقاومت سمبول دی.
څووکيلان خپل پکولونه هواته اچوي اوپه ګډه وايي: ښه وايي پکول سم دی
نسيم خان : سمه خبره ده، شمسوخانه نومونه په پکول کي واچوه، لومړی به معلم خدايداد يونوم راپورته کړي، ځکه چي ده په دې برخه کي ډېر زحمت ايستلی دی.
شمسو : ( له خپل سره پکول اخلي او القاب په کښي اچوي) ها دا دى، معلم صاحب مهرباني وکړئ
معلم خدايداد : ( له پکول څخه يو لقب راپورته کوي)
شمسو: ( لقب خلاصوي اوپه لوړ اواز وايي) بابای ملت!
دوکيلانوشوراو زوږ: مبارک مبارک!
نيکو: معلم صاحب مبارک دي وي، موږ وياړو چي داځل بابای ملت زموږ له قوم څخه دی ،
شمشېر زبان: ددې لپاره چي دجنډرتناسب په پام کې نيول شوی وي، بايديو ښځينه او بل نارينه لقب راپورته کړل شي.
نسيم خان : ډېر ښه نظر دی، اوس به خپله شمشېر زبان يو لقب راپورته کړي
شمشېر زبان: يو لقب راپورته کوي
شمسو : ( په لوړ اواز ) مادرملت
دوکيلانو شور اوزوږ: مبارک مبارک
ډاکټر رنځوروال: دا کار په حقوقي لحاظ يوه ستونزه لري، هغه داچي مادرملت بايد د بابای ملت مېرمن وي او داکار هغه وخت کېدای شي، چي، شمشېر زبان له معلم خدايداد سره واده وکړي
(ټول خاندي)
معلم خدايداد : ( په خوند، خوند شمشېر زبان ته ګوري )
نسيم خان : ( په خندا) نوداخوډېر ښه نظر دی
دوکيلانو شور او زوږ: ډېر ښه نظر دی
شمشېر زبان: (په قار) ډاکټر صاحب ته پوهېږې چي، د يوقانونپوه په صفت څه وايې؟ دا کار نه شي کېدای . ايا دا انصاف دی؟ معلم خدايداد زما تر پلار هم مشردی
ډاکټر رنځوروال: خير دی ضرور نه ده، چې ته دي خامخاله معلم خدايداد سره واده وکړې، له هرچا سره چي دي واده زړه غواړي قانوني مشکل نشته، زما مطلب دادی چي، يوه پېغله مادرملت نه شي کېدای
نظرعلي : که شمشېر زبان نه خفه کېږي نو زما وړانديز دادی چې له ډاکټرخيمه وال سره دي واده وکړي.
نسيم خان : ( په خندا ) ياره که داکار وشي نو غوږونه به موپرارامه شي
ملادروېش : ( په خندا) هغه يوسندرغاړی، خالق عزيز وايي چي: داحسن دا ساقي او دا پيمان سره جوړيږي. خو زه بيا داسي وايم چې: ( دا پېغله، داسياست اوخيمه وال سره جوړېږي _ دا ژبه، دا جرګه او دا جنجال سره جوړېږي )
(ټول خاندي ،څو نفره چکچکې کوي ، دغه بيت ورسره بدرګه کوي او يو نفر نڅا هم ورسره کوي)
خيمه وال: ( ولاړېږي اوپرځيګر لاس نيسي ) تشکر، تشکر
شمشېر زبان : (په قهر) ځه ځه ورک شه ، بېځايه ځان مه خوشاله کوه. دا خبره سمه ده چي زه واده کوم ،خوستاسره يې ولاکه وکړم، چي دځمکې پر مخ ځوان بيخي ودرېږي
(ټول خاندي)
نسيم خان: ښه خيردى له يوچا سره خوبه واده وکړې ، اوس به بل لقب ښاغلی نظرعلي راپورته کړي
(نظرعلي يولقب راپورته کوي)
شمسو: (په لوړغږ) مامای ملت
شور او زوږ: مبارک مبارک!
نظرعلي : ( ولاړېږي اوپرځيګرلاس نيسي ) تشکر، تشکر!
نسيم خان : ( په خندا) نظرعلي خانه مبارک دي شه! ښه اوس به نو بل لقب مېرمن شېرازي راپورته کړي،
( شېرازي: يو لقب راپورته کوي )
شمسو : ( په لوړ غږ) دختر ملت
شېرازي: (درد ورځي او ولاړېږي) دا لقب زما لپاره مناسب نه دی، ځکه چي دا د بېنظير بوټو لقب دى، زه ايرانۍ يمه، څه پاکستانۍ خو نه يمه.
نسيم خان: ښه خير دی دا لقب تصحيح کوو، خاله ملت، څنګه دى؟
(په ګډو او لوړو غږونو) ډېر ښه لقب دى. مبارک مبارک!
شېرازي: (ولاړېږي) تشکر تشکر!
نسيم خان: اوس د ښاغلي سرورخان نوبت دی، سرورخانه مهرباني وکړئ !
سرورخان : يو نوم راپورته کوي
شمسو : ( په لوړغږ ) لالای ملت
(ټول چکچکې کوي او سرورخان ته مبارکي وايي)
نسيم خان: ( غاړې تازه کوي) درنو وکيلانو! له نېکه مرغه چې نن دلته بابای ملت ،مادرملت، مامای ملت، لالای ملت او خاله ملت تشريف لري. دوی او له پارلمان څخه دباندي ځينې جهادي شخصيتونه چې په دې لايحه کې شامل دي، غير مسئول، واجب الاحترام او له هر ډول عدلي تعقيب او څارنې څخه معاف دي.
دا چې نن د افغانستان په پنځه زره کلن تاريخ کې تر ټولو ښه ورځ ده، نو راشئ چې د دې خوشالۍ په وياړ د ولسي جرګې په تالار کې په ګډه يو مست اتڼ واچوو. هو! يو مست اتڼ! او هغه هم ملي اتڼ، ځکه چې، نننی کار مودملي ګټو په خاطر وکړ. دا څوکۍ اومېزونه ليري کړئ چې ميدان خالي شي.
(نسيم خان داتڼ دا نارې کوي اودولسي جرګې غړي اتڼ ورته کوي)
واړوئ لاسونه راواړوئ
واړوئ لاسونه راواړوئ
دتراهګرۍ له برکته، راواړوئ ،
واړوئ لاسونه راواړوئ
پرموږ رااوري دډالرو بارانونه، راواړوئ
واړوئ لاسونه، راواړوئ
ملت به ولي خوشال نه وي، راواړوئ
واړوئ لاسونه راواړوئ
چې يې استازي ډالرونه ټولوينه، راواړوئ
واړوئ لاسونه راواړوئ
ډيموکراسۍ نه دي قربان شم، راواړوئ
واړوئ لاسونه راواړوئ
په ګټه ستاده کاږه موږله خياله ځونه، راواړوئ
واړوئ لاسونه راواړوئ
جګړه دي تل ترتله اوسي، راواړوئ
واړوئ لاسونه راواړوئ
که جګړه نه وي بيابه نه وي ډالرونه، راواړوئ
واړوئ لاسونه راواړوئ
دا اخري مصرۍ مې دا ده، راواړوئ
واړوئ لاسونه راواړوئ
تل خوبه نه وي دډالرو بارانونه، راواړوئ
واړوئ لاسونه راواړوئ*