ددې غزلې شاعره معلومه نه ده،خوله غزلي داسي برېښي،چي په وطن کي ناکراري ده،دپېغلوګودر وران سوئ دئ . اوددغې آغلې زړه ډېرله ارمانه اودرده ډک دئ . رفيع الله مندوخېل .
وايه سلام زما په لولپه ګودر جانانه !
بيا مي د پېغلو په ټولۍ دماذيګرجانانه
خپلو پرديو ته کيسې زمونږ د ميني کوه
زما خواخوږو ته د څړيکو د پرهر جانانه
که دريادېږم ورته کښېنه راسه وئې ګوره
زما په وينو سرې لمنې دسپين غرجانانه
دڅوبدرنګودلته نه وه په مونږمينه پېرزو
چي راپسې سولو د چا قاتل نظر جانانه
اوس مي تصويرپه تصور ځان سره جوړوه
د ښاپېريو په څېر ښکلې انځورګر جانانه
راته دعا کوه پر ځاي د لپو لپو اوښکو
زه درنه ولاړم د ټول عمر په سفر جانانه
rafiullah.mandokhail@gmail.com