کور / هراړخیز / په زړه پوري مالومات

په زړه پوري مالومات

 د ميني رياضي
– هوښيار نارينه + هوښياره ښځه = مينه
– هوښيار نارينه + نا پوهه ښځه = عشقبازي
– ناپوهه نارينه + هوښياره ښځه = واده
د دفتر حساب
– هوښيارآمر+ هوښيار کارکوونکۍ = ګټه
– هوښيار آمر+ ناپوهه کارکوونکۍ = توليدات
– ناپوهه آمر+ هوښيار کارکوونکۍ = ترفيع
– ناپوهه آمر+ ناپوهه کارکوونکۍ = اضافه کاري
د پېرودلو حساب
– يو نارينه به ۱۰۰۰ افغانۍ دداسي يوه شی لپاره ورکړي چي ۵۰۰ افعانۍ ارزښت لري، که چيري دۍ هغه شی ته اړتيا ولري.
– يوه ښځه به ۵۰۰ افغانۍ دداسي يوه شی لپاره ورکړي چي ۱۰۰۰ افعانۍ ارزښت لري، مګر هغه شی ته به هيڅ اړتيا نه لري.
عمومي معادله او احصاييه
– ښځه تر هغه وخته پوري د راتلونکی په هکله اندېښنه کوي تر څو چي ميړه پيدا کړي.
– نارينه هيڅکله د راتلونکي په هکله انديښنه نه کوي تر څو چی واده يې نه وي کړۍ.
– بريالی نارينه هغه څوک دۍ چي د خپلي ماندينې تر مصارفو زياتي پيسې ګټي.
– بريالۍ ښځه هغه څوک ده چي داسي يو کس پيدا کړي.
خوشالي
– که غواړۍ چي د نارينه سره خوشاله و اوسۍ نو بايد هغه ډير زيات وپېژنۍ او يو لږ څه مينه ورسره وکړۍ.
– که غواړۍ چي د ښځي سره خوشاله و اوسۍ نو بايد د هغې سره ډيره زياته مينه وکړۍ او په هيڅ ډول سره کوښښ ونه کړۍ چي هغه وپېژنۍ.
اوږد ژوند
– هغه نارينه چي واده لري تر هغو نارينو چي واده نه لري اوږد ژوند کوي، مګر د متأهله نارينو د مړيني هيله ډيره وي.

بدلون ته ميلان
– ښځه د نارينه سره په دې هيله واده کوﺉ چي دۍ به بدل شي، مګر هغه هيڅکله بدلون نه مومي.
– نارينه د ښځي سره په دې هيله واده کوﺉ چي دا به هيڅکله بدلون نه مومي، مګر هغه هرومرو بدليږي.
د خبرو اترو تخنيک
– په بحث کي د ښځي خبره آخري خبره وي.
– تر هغه وروسته چي نارينه هره خبره کوﺉ د يوه نوي بحث پيلامه ګڼل کيږي.