څو چې ګورم همدا زه يمه ، بېباكه
مخامخ چې ، په هر څه ځمه بېباكه
ما پښتون لره ، ناترسه دښمني زده
زه ښه پوه يم ، چې په ژوند مرمه بېباكه
اوس چې نه يم تا ازار كړي ، ښه مې ياد شي
څومره نېغ به په رقيب تلمه ، بېباكه
ناڅاپي مې په ګودر كې ، را تر غېږ كړه
دې وېل پرېږده چې اوبه وړمه ، بېباكه
خداييګو ستا د رامې زركې ، په ليدو تل
په غوټه كې لكه باز شمه ، بېباكه
دا به خاوره زما، څه نره او غره وه ؟
چې په خټه الهي كړمه ، بېباكه
ستا په ياد څه مى پرست او مست شوګير شوم
ستا د ښار كوڅو كې ګرځمه ، بېباكه
څه په هول او هوس يم ؟ ستا پالنګ ته
تېروم به دا ځل شپه ، سمه بېباكه
ستا په سرو شونډو وې ، زما شونډې تل ستړې
ستا په سپين بدن به پروت ومه ، بېباكه
زړونه اړخ په اړخ را اړوم ، اراكه!
عجيبه غزلې ليكمه ، بېباكه