دخوست مرکز اړوند دکنډيو صحرا کلي په يوه کور کې د ماين چاودنه وشوه چې له امله ېې پينځه تنه ووژل شول.
د خوست امنيتي چارواکو په وينا چې نوموړي کسان د کنډيو په صحرا کلي په يوه کور کې د ماين په جوړاولو بوخت و چې د خپل ماين ښکار شول.
په خوست کې د ګډو امنيتي ځواکونو مشر جنرال نواب وويل;چې تر اوسه د يوۀ مړي هويت معلوم شوي چې دغه کس چې په قوم منګل او رفيق نو ميږي.او پاتې څلورو کسانو هويت له تراوسه نه دې معلوم.
ديادونې وړده چې ګډو امنيتي ځواکونو دخپلو عملياتو پر مهال څو ورځې مخکې د هم دې سيمې څخه د ېوې پاکستانۍ ښځې په ګډون ګڼ شمر وسلوال طالبان نيولي.