د القاعدې شبکې ته په يوه منسوبه ويبپاڼه کي راغلي چي د کريسميس په ورځ امريکا ته د تلونکي الوتکي د چاودلو پلان دوى جوړ کړئ وو.
په ويبپاڼه کي خپور سوئ بيان وايي عمر فاروق عبدالمطلب اصلاً د نايجيريا اوسېدونکى دئ او د نايجريا د القاعدې څانګي غړو نوموړي ته چاودونکي مواد په ډېر مهارت برابر کړي وو، چي تر ټولو تلاښيو تېر سو، خو کله چي هغه غوښتل موادو ته انفجار ورکړي، د تخنيکي ستونزي له کبله چاودنه ناکامه سوې ده.
په ويبپاڼه کي خپور سوئ بيان زياتوي چي دغه حمله يې په يمن کي د القاعده شبکې پر يوه ګروپ باندي د امريکا حملو ته په غبرګون کي کوله.
تېره اونۍ د امريکا د ډيلټا ايرلاين يوه الوتکه له امسټرډام څخه د امريکا ډيټرويټ هوايي ډګر ته په هوا کي وه، چي امريکايي چارواکو يې د حملې د ناکامۍ حبر خپور کړ.
د چاودني په تور د عمر فاروق عبدالمطلب په نوم يو ٢٤ کلن ځوان نيول سوئ دئ.