د مخدره موادو سره د مبارزې وزير جنرال خدايداد وايي د افغانستان لوړ پوړي چارواکي د مخدره موادو په کاروبار کي لاس لري.
جنرال خدايداد چي په راتلونکې کابينه کي هم پر خپل ځاى پاته سوئ د ولسي جرګې وکيلانو ته د سوال و جواب پر مهال دغه څرګندوني کړي دي.
نوموړي د کوم چارواکي نوم وانه خيست خو وايي د وزيرانو او واليانو په ګډون ډېر لوړ پوړي چارواکي په دې کاروبار کي لاس لري او زياتوي چي چارواکي دغه کاروبار خپله نه کوي، د نورو کسانو په وسيله يې ترسره کوي او دوى د حکومتي مقامونو څخه په استفادې اسانتياوي ورته برابروي.
که څه هم جنرال خدايداد د کوم لوړ پوړي چارواکي نوم وانه خيست خو نړيوالو مطبوعاتو له څو کلونو راهيسي په وار وار د ولسمشر کرزي ورور احمدولي کرزى، د بلخ والي عطاءمحمد نور، د هلمند پخوانى والي اوسنى د مشرانو جرګې غړى ملاشيرمحمد او د ولسي جرګې پخوانى مرستيال عارف خان نورزى د هغو چارواکو په توګه ياد کړي چي د مخدره موادو کاروبار کوي.