د انډونيزيا پوليسو د سيډورجو په ښارګوټي کي ١٧ تنه نيولي چي ١٣ يې افغانان او څلور يې عراقيان په ګوته سوي دي.
پوليس وايي دغه کسان په ناقانونه توګه انډونيزيا ته ننوتلي وو، چي له دې ځايه بيا اسټراليا ته تلل.
انډونيزيا په وروستيو کلونو کي اسټراليا ته د تلونکو مهاجرو دپاره د ټرانزيټ يوه آسانه او ارزانه لار ګرځېدلې چي د عراق، افغانستان، پاکستان، سريلانکا او ځينو نورو غريبو هيوادونو اوسېدونکي د دې لاري ځانونه اسټراليا ته رسوي.