کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ۱۳۵۸ هجري کال د مرغومي شپږمه …

د ۱۳۵۸ هجري کال د مرغومي شپږمه …

د ملي پورتال (آزاد افغانستان – افغانستان آزاد) په ورستیو خپرونو کې د هغې تورې او متجاوزې یعنی د مرغومي شپږمې په مناسبت د افغان ملي شخصیت جناب شیرزاد دوه لیکنې (ضربه مرګبار او شام سیاه ششم جدی …)، ما ولوستې. زه د یوه افغان په صفت نورو درنو افغان لیکوالو او محقیقینو ته په درنښت کې، چې د روسي سوسیال امپریالیزم د تجاوز په باب یې خپل قلم غوځولئ، د ښاغلي شیزاد دغه دوه لیکنې ډېرې عالي او له محتواء څخه خورا غني ګڼم. زه د موضوع د اهمیت په اړه، ډاکټر صاحب ته مشوره ورکوم، چې دغه خپلې لیکنې او مهمې څېړنې د یوې رسالې په بڼه اوسني او راتلوونکي افغاني نسلونو ته تقدیم کړي.
زه چې، د ګران افغانستان نني ناورین ته د هیواد د سیاسي بهیر په چوکاټ کې په ځیر سره ګورم، د ۱۳۵۸ هجري کال د مرغومي شپږمه په رښتیا هم، چې د اوسني مصیبت اساسي پیل ګڼل کیدلای شي. د یوه سیاسي بدلون لپاره اصولا د زمینې او شرایطو منځ ته راتلل او د دې زمینې د جوړولو فاعلین هغه اساسي عناصر دي، چې باید په ژور فکر ورته پام وشي. افغان لیکوال ډاکټر صاحب شیرزاد دغه اصل په پوره مهارت سره په خپلو لیکنو کې په حسابي ډول راوستلئ دئ.
د افغانستان د خلق د دیموکراتیک؟؟ ګوند؟؟ (اصلا یو جنایتکار بانډ) ترکیبي عناصرلا پخوا د د قدرت د تر لاسه کولو څخه یو غیر متجانس او غیر منطقي سیاسی تشکیل وه، چې اساسي مرام یې د هغوی د رواني مریضي پر اساس فقط او یوازې د سیاسي قدرت نیول د نادري کور څخه، هغه هم نه د افغان ملت په مټو، بلکې ټول د بهرني ملاتړ پر حساب، یعنی د ستر ؟؟ شوروي اتحاد د مادي او معنوي ملتیا…!!، بنا شوی وه.
د دې ګوند یو رهبر نورمحمد تره کي قدرت ته د رسیدو څخه پس په کال ۱۳۵۷ ح کال کې پخپله یوه وینا کې وویل: مونږ (زمونږ د ګوند رهبري) فیصله کړې وه، چې که داوود له منځه ځي، د خلق دیموکراتیک ګوند باید هرومرو د هغه ځای ونیسي…! ښه، دا پر کوم اساس، جناب رهبر صاحب؟ د دې رهبر د دې غبر منطقي فیصلې څخه معلومیږي، چې دې عقده مند بانډ ته د کارګري انقلاب اصول مطرح نه وه، فقط ارګ ته ننوتل او د خپلو پرولتاریایی ؟؟ عقدو درملول، د دې ګوند د دواړو جناحو مرام وه.زه تعجب کوم، کله چې، د دې قاتل بانډ رهبري هیت په ۱۳۴۳ح کال کې خپله موسسه ګنګره؟ جوړوله، دوی څنګه دا د افغانستان بشپړه اسلامي ټولنه له سترګو غورځولې وه. دا مسلم ملت او سوسیالیستي – کمونیستي – ماتریالیستي سیستم او حکومت جوړول، آخر دې رزالت ته وګورئ…؟!. د دې مزدور ګوند د خلق د جناح وارخطا منسوبین وایی: د روسي قواء راتګ او د ټولو جنایتونو مسوول یې د پرچم کارملي جناح ده؟، بداسی حال کې، چې تاریخي اسناد وضاحت ورکوي، چې دا غوښتنه د نورمحمد تره کي او حفیظ الله امین له خوا هم شوې وه.
د حفیظ الله امین د خطرناک شخصیت په باب افغان محترم او وطنپال شخصیت پوهاند نورګل خان خوستي زما سره په یوه کتنه کې داسی ویل: حفیظ الله امین له نژدی ما پېژنده. د ثور د کودتا څخه مخکی ما امین سره اوږده موده په یوه دولتي شعبه کې کار کاوه. امین یو سخت خود خوا، لافوک او مغرور، نا آرامه، د ټیټ شخصیت خاوند او عقده مند کس وه. تل به یې په شعبه کې د ځان صفت کولو. هغه به همیشه ویل، زه داسې کوم. زه هسې کوم، لاس او پښې به اچول … ما داسې کړي دي، چې بل څوک یې نشي کولای. زه لایق او ذکی یم او په مسایلو غالب کس یم…؟!. زه او زما نور همکاران هم هغه وخت له ده څخه په تنګ وو. حفیظ الله امین دا فکر نه کاوه، چې دئ د ځان په ستایلو څومره ټیټ ښکاري…؟! ما هم هغه وخت د ده منفي شخصیت تر پوښتنې لاندی نیوه…؟!.
د خلق او پرچم د بانډ څوارلس کلن ننګین او له شرمه ډک دولتي حاکمیت سره د شوروي د عسکرو نه بخښوونکئ موجودیت، چې هره شپه به په قیود شب ګردی…؟ پیل کیده، د قهرمان افغانستان د تاریخ یوه توره او کرغیړنه پاڼه ده، چې افغان ملت په کې خپل لویې مادي او معنوي شتمنئ له لاسه ورکړې. زه د دې قاتل او مجرم ګوند د غولیدلو صفوفو څخه هیله کوم، چې قلم ته لاس کړي او خپله یوه که څه هم کوچنئ خاطره او سند خپل ملت ته تقدیم کړي. په دې توګه دوی به خپل وجدان آرام کړۍ وي، او په عقیدوي لحاظ به دوی د دې دنیا خالق ته د حساب او کتاب په ورځ یو څه مثبت په لاس کې نیولي وي.
د دې لنډې لیکنې په پای کې، غواړم په تکرار سره ووایم، چې د هیواد د اوسنئ غمېزې مسوولیت د نادر د کور له هغې جملی ظاهر شاه او داوود شاه او د افغان ولس د اتل روسي ضد مقاومت د رهبرانو په خاینانه اعمالو او د اسلام د دین څخه په سو استفادې پورې هم اړه نیسي، او خدای او افغان ملت ته محکوم دي.
پای