کور / ترخې خبري / عامه روغتونونه كه تجارتي مركزونه؟

عامه روغتونونه كه تجارتي مركزونه؟

كله چې د۲۰۰۹كال دنومبرپه ۱۹نېټه ښاغلي حامدكرزي ددوهمې دورې انتخاباتوله ګټلوڅخه وروسته دلوړې مراسم ترسره كړ،نوورسره دامريكا متخب تورپوستي افريقايي الاصله جمهورئيس بارك حسين اوباماخپله اخطارنامه ولسمشرحامدكرزى ته وړاندې كړه ،پدې ډول چې دى بايددشپږومياشتوپه ننه دننه كې له افغانستان څخه د اداري فساد بېخ اونيلې له منځه يوسي .

اوكنه ددې كاردنه عملي كېدوه په صورت كې به له افغانستان څخه ټول امريكايي پوځيان ووېستل شي او ورسره به ټول هغه كومكونه چې دامريكې دمتحده ايالاتولخوادافغانانوپه نوم را استول كېږي ټول به بندكړاى شي او كومه تيږه يې چې دافغانانوپرسرنيولې ده هغه به پرې راپرېوزي.

خوښاغلي كرزي هم دغه دزهروجام ته بې له سوچ اوفكرڅخه سترګې پټې كړې اوپرسريې راواړوه اوژمنه يې وكړه چې په دې ټاكل شوې موده كې به دافغانستان په ټولواداروكې دتاروماردواوشيندي اوداداري فسادپه نوم ټول مكروبونه به له منځه يوسي اويوه سالمه اداره به رامنځته كړي،خوداچې كرزى صاحب به خپله ژمنه ترسره كړي اوكنه دابه په راتلونكيوڅومياشتوكې معلومېږي .

خوزماپه فكر چې شپږمياشتوپه دوران كې ټول افغانستان خولاڅه چې يواځې عامې روغتياوزارت چې ظاهراً له هرلحاظه پاك اومنزه ښكاري هم داداري فساد له دې مرض څخه نشي ژغورلاى.

راځۍ چې دلته ددې وزارت پرروان كاري پلان اوددې وزارت پركاركونكيواوځينونورومهموكارونويوڅه بحث وكړو.

۱:دعامې روغتيامحترم وزيرسيدمحمدامين فاطمي چې كله دچاپي ،صوتي ،اوتصويري رسينو منګلوته ورشي نو بياله ځان څخه ورته سپين چرګ جوړكړي اوپه خپل توصيف بريد وكړي ،نن مې دومره مرستې له دې هېوادڅخه دافغانستان دعامې روغيتا دوزارت لپاره راوړې ،نن مې ددومره ميليونومرستوقراردادليك امضاكړدامې وكړل اوهغه مې وكړل .

خولده ښاغلي څخه ددې پوښتنې ځواب هېچاونه غوښت چې دادومره مستې چې ته له بهرڅخه دعامې روغتياپه نامه راوړې داڅه شوې په كوم ځآى كې دې مصرف كړې ،كوم روغتون ته دې پرې لابراتوارواخسته؟

تادعامې روغتياپه كومه اداره كې اصلاحات راوستل ته خويوځل دعامې روغتياوزارت ته سر وردننه كړه اوبياوګوره چې ستاپه اداره كې څه روان دي اوكه داهرڅه پرخبروكېږي نوبياولې په افغانستان كې دومره مشكلات دي ولې افغانان دنورومرستوته اړدي ……

اياښاغلى وزير ته تراوسه پورې دكوم ولايت عامه روغتون ته ورغلى يې كوم يو روغتون د ې له نږدې څخه ليدلى دى نه هېڅكله هم نه .

په روغتونونو كې نظم اوپرنسيپ نشته ،هرډاكټر،نړس،اوپياده ځانته بېل بېل قوانين لري .

اول خوبايد داووايم اوپه دې هرڅوك بهترپوهېږي چې ډاكټر ته ناورغ دمعالجې په خاطرورځي،اوداهرڅه په داسې ځاى كې كېداى شي چې هلته پاكه هوا،پاك ځاى ،پاك لباس اوپاكه درملنه وجود ولري ځكه چې په په حديث كې راځي (الطهورشطرالايمان)نظافت دايمان يوه برخه ده،كله چې نظافت دايمان يوه برخه ده نوبايد له هرڅه مخكې روغتون كې داصفات موجودوي مګردادايمان برخه خوبه هېڅ په دې روغتونونو كې ونه وينى .

بل يوعجيب قانون دادى چې داپنډكس ،ګردې اوانډسكوپې په څېرناروغيودمعاينې لپاره ناروغان له روغتون څخه دباندې شخصي معاينه خانوته استول كېږي اوپرې تائكيدكوي چې بايد بل ځاى ته ولاړنشي ځكه چې داډاكټر به ورسره شريك وي اويابه ونډه وركوي.
ددې په خاطرچې دناروغ جېبونه په څه نه څه ډول چوركړي وايي په دولتي روغتون ك ېله دوى سره ځنې لابراتواري وسايل نشته ،اوښآغلى وزيرصاحب چې په راډېواويادټلوېزيون په مخ خبرې كوي نوټول روغتونونه په لابراتوارونو اوپوره وسايلومجهزاوسمبال ښيي.

بله خبره داده چې موږ اوتاسې خوالحمدالله مسلمانان يو اومسلمانانوته يون داجازه نه وركوي ، كس له نامحرمې ښځې سره خبرې اوناسته ولاړه وكړي اوپه هرځاى كې هغه وزارت وي ،رياست وي ،روغتون وي اوكه مكتب بايد دنارينه وولپاره نارينه پهردار،ملازم اوساتونكى وي اودښځينه وولپاره بايد ښځينه ،خومتاسفانه چې زموږ په روغتونونوكې داهېڅ هم ندي مراعت شوي اونارينه وارډونه دي اوكه ښځينه ټول څوكيداران يې نارينه دي ،حتى په نسايي اوولادي وارډونوكې هم ځوانان هلكان څوكيداران دي ، تاسو فكروكړى چې نسايي ولادي وارډته په كوم قسم ناروغان راځي ؟

كله چې زموږپه عامه روغتونوكې ناروغ ته دوا وليكل شي اودروغتون دواخانې ته ورشې نو وګوري چې دوابيه لوړه ده نوبياناروغ ته وايي چې دادوانلري ،اوبايد دباندې شخصي دواخانوڅخه دوا ترلاسه كړي ،ځكه چې له هغوسره هم دوى لارلري اوپه ټوله دواكې فيصدي لري ،كله چې يوناروغ دومره وس اوتوان ولري چې خپله درملنه په شخصي معاينه خانه كې وكولاى شي هغه بيادې زندانونوته څه كوي چې راځي اوكله چې ناروغ خارجېږي نوښاغلي ډاكټرصاحبان ورته لكه قرضداران ليكه ولاړ وي اودشيرينۍ په نوم ترې دومره پيسې غواړي چې په هغوپيسو ددې ناروغ دوه ځله دواكېږي ،ښه نواوس قضاوت تاسووكړى چې داشيريني ده اوكه بډې اورشوت!

تبصره نسته

  1. ښاغلی روشن صيبه نېکې هيلې مې ومنه! ګرانه وروره د افغانستان روغتيايي سيسټم په نېغه د افغانستان له اداري سيسټم سره تړاو لري. کله چې ټول هېواد د غلو په لاس کې او د پرديو تر لارښوونې لاندې وي، نو د یو وزارت مسؤل چارواکي، که وزير وي او که چپړاسي، نو ټوليز بدلون نه شي رامنځ ته کولی. په افغانستان کې په ټولو برخو کې غلا روانه ده او ټول د (سر دیوار سرکار شاش کن!) په ذهنيت ژوند کوي، دا ډول ذهنيت په افغانانو کې د مرحوم اعليحضرت ظاهر شاه له واکمني سره مله دئ، همدا غلا ده او سيالي، خو په وروستيو دېرشو کلونو کې افغانان لا نور هم بېغيرته شوي، چې يو شمېر يې له روسانو سره لاس يو کړ او د آسانه بډايېدو لاره يې خپله کړه او د افغان ولس شتمني، عزت، عفت او خپلواکي يې د روسي خرس قرباني کړه او نورو يې د جهاد له نامه سؤ استفاده وکړه او افغانستان يې د عربي ښکيلاک او بسټپالو په اور ډاډه کړ، چې نويو امریکايي لاسپوڅو او لوېديزو صليبيانو ته يې لاره هواره کړه، چې نن سبا د افغان ولس افغاني هویت ته يې نوي ګواښونه رامنځ ته کړي دي.
    ښاغلی روشن صيبه! که رښتيا ووايم نه مې غوښتل ستاسو د اعتراض په اړه څه وليکم، خو ستاسو په ليکنه کې څو ټکي د پام وړ ول، چې يادون یې اړين برېښېدل، ځکه چې تاسو په خپله ليکنه کې د انډوسکوپی ناروغي ليکلې او د محرم او نا محرم خبره مو ياده کړې او د اسلاميت ټينګتې مو کړي، خو ګرانه وروره! انډوسکوپ د تشخيص يوه آله ده نه ناروغي، بل په اسلام کې د ناروغ لپاره يو روغتيايي چارواکی (ډاکتر، راوغتياپال، روِغتيامل او يا نرسه) محرم ګڼل کېږي، خو ستاسو افغانانو بل پرابلم دا دئ، چې په هره برخه کې د ښځينه کارکوونکې غوښتنه کوئ او له بل پلوه به خپلو کليو او بانډو کې ښووونځي، روغتونونه، پالنتونونه سوځئ، ورانوئ يې او خپلې لورانې نه پرېږدئ چې لوست وکړي او بيا په کومه اداره کې لکه: پوليسه، ډاکتره، نرسه، ماموره….. کار وکړي، نو د ښځينه کارکوونکو د نشتوالي مسؤليت بيا پر چا ټپ کړو! خو له بل پلوه ټول د ښه ژوند او هوسا ژوند غوښتونکي يو! د بل خور، مېرمن، مور دې زموږ غلامي وکړي، مګر زما خور، مور، مېرمن دې په کور کې هوسا ژوند وکړي او نور دې د دوی لپاره لیک لوست او کار وکړي، نو عجيبه ذهنيت لرو، هماغه د پښتو متل دئ، چې لومړی يې زده کړه بيا يې کوژده کړه، نو که غواړي چې په خپل هېواد کې دې اسلامي غوښتنې تر سره شي او ښځينه مو خپل محرم ډاکتر او ډاکتره ولري، نو خپلې لورانې او زامن ښوونځيو ته ولېږئ، چې وروسته له يو څه مودې د پښتني لسوتو او ښځينوو چارواکو کمښت يا نشتوالی له منځه لاړ شی، که نه نو لکه يو مسلمان د رسول اکرم د وينا پر بنسټ چې ډاکتر محرم دئ، ژوند وکړه! او له ډنډورو لاس پر سر شه! مننه! په پاک الله دې سپارم.
    ډاکتر لمر

  2. my dear you should not say all doctors you should mention these doctors if you are not afrieding becouse if we show these doctors to people next time no one will do this illegal action any more scound you mentioned there is lack off female stap please first you bring your femily females to hospital then do objection if you are not allowing your females then why you say there is no female staps