ويښ که ځان ځوانه شاعره چي سهار سو
ژر څه ووايه چي اوس دي نو بيا وار سو
د با با رحمان ،خو شحا ل د خزانو څه
ټو لوه يې مرغلري وخت د کار سو
څو مره ښکلي دُر دانې یې دي پېیلي
په رشتيا چي هر غزل يې زما د يار سو
لو ی عا لم ، پوه محقق مو حبيبي و
په کتُبو چي يې جوړ او چت منار سو
د عر فان څراغ بل کړی زموږ نيکه و
مو لوی صالح محمد د معارف پلار سو
ډ ېر اثار مو ږ ته پرې ايښي بېنوا دي
را پياد د ده پرېشا نه ټول افکار سو
د ا لفت پاچا دېوان کي چي پراته دي
هم تر نظم هم تر نثر به يې جار سو
علا مه رشا د و شعر ته چي ګورې
اورېدو ته به يې ټول موږ په تلوار سو
نوم يې یو ړ لی رشتېا چی نوميالی و
د انسا ن او انسا نيت سپهسا لار سو
د پښتو اصطلا حا تو په د ر شل کي
رېشا موږ کړلو غني خو دی ژرخوار سو
د سا قي په ژ به پوه بيا جها ني د ی
په نازک نازک خېالو مو زړه خمار سو
د تحقيق ا و پلټني په اور شو کي
معصوم هم په اديبانو کي سردار سو
د پښتو ژ بي معيار په غنی سوی
په مخکښو کي تر ټولو وړاندي زيار سو
په زر هاوو کي به يو يا دوه پيدا سي
زما پر هر ېوه سلام هز ار هز ار سو
اوس نو حق دی پر تا باندي ځوانه نسله
چي راپور ته کړ و قلم او په تلوار سو
د تيا ر و څخه را وو زو و رڼا ته
و ر وښا نه ايندې ته به تيار سو
تار يکي نا بينايي ده ځان خبر کړه
داسي نه چي په تیارو کي پرخوله غوځارسو
نور به پر ېږدو د ا بېځا يه محفلو نه
ګډ به ټوله د خوږمنو په بانډار سو
ته ويده يې خبر نه يې څه ده پېښه ؟
د يو بل غليم پر موږ باندي ګذار سو
د هيبته ډ ک نظر کي را ته ګو ري
ښه يې پوخ پر موږ بې وزلوباندي ښکارسو
له هر لوری پر موږ بل دي سره اورونه
پر وطن مو د جنګو نو تود بازار سو
نه مو کور سته ،نه مو کلی نه کوڅه سته
جنګ ځپلی دا ملت مو خوار او زار سو
ته بچی یې د افغان ځان دي ښکاره کړه
نوم دی ورک د نيکه ګانو اوخپل ښار سو
پام کوه بې همتي موږ ته لوی ننګ دئ
په همت به يو تر بله سره جار سو
د قلم په ژبه توره ور ښکاره کړه
له رحيم سره به ګډ په دې تالار سو
٢٥/١٢/٢٠٠٩