درنه ځارشمه وطنه بی له تا می ورځی شپی دی
داپردی جنت به څه کړم ماته ګرانی ستا کوڅی دی
ستا دهجر په ماتم کی تورویښته می ګوره سپین شول
توری خاوری می په سرشوی چارچاپیره می لمبی دی
خلک ژوند ته هوسیږی مونږ دمرګ خوبونه وینو
دافغان خواره نصیبه په قسمت کی دی تیا ری دی
دافغان باتور بچیه دوطن کنډوالی ګوره
ظلیمانو پری مارشکړی خپل ټانکونه طیاری دی
پسرلی شو ونی شنی شوی ګل بوراته په خندادی
ستاسپیروشاړومیروکی دژړا ناری سوری دی
داسیا دفخرتاجه په جفا شوی پښونه لاندی
داوبو پرځای چینی دی دسرووینو فواری دی
تورو خاورو دی اور واخیست هره تیږه دی زخمی شوه
هره لویشت کی دی دریدلی دسرونو مناری دی
(توره کیه)دشهید وینه بی ځایه تللی نه ده
دتاریخ زړکی پرتی مو د برمونو افسانی دی.