کور / شعر / غزل

غزل

کله چې ستا یاد مې ددې خپل خیال په ټالونو وړي
خوب رانه دوصل حسرت بیا په شوګیرونو وړي
ما خو توبه کړې وه بیګاه چې نوریې نه څکمه
دا د ازل لیکه مې جامونه په لاسونو وړي
ته خولاړې ورک شوې ګمنامی کې هم ګمنام شولې
یاد دې نه پریدي آرام راځي پخپل باغونو وړي
غم بار دې دروند شوی نوریې نشم وړلی سرباندې
هوش رانه مستانه ساقي ځکه په جامونو وړي
ډیر اوچت مقام دی مدح یې ښکلی آواز غواړي
ځکه خو مې صبر دل خراش پخپل نعتونو وړي
ډیرمې د دنیا غمونه تیر په صبر صبر کړو
خوستا طوفاني غم طاهري موج کې د دردونو وړی