کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په هندوستان کې د افغان محصلينو سر خلاصى ليک

په هندوستان کې د افغان محصلينو سر خلاصى ليک

د افغانستان د ولسي جرگې په اسلام مينو، کلتور پالو او هېواد دوستو وکيل صاحبانو ، اسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته!

د لوى خداى (ج) نه مو برياليتوب غواړ و. محترمينو تېرې ولسمشريزې ټاکنې پاى ته ورسېدې او د ولسي جرگې ټاکنې په مخ کې لرو، په تېرو ټاکنو کې افغان ولس او په ځانگړې توگه پښتون قوم ډېره قرباني ورکړه د دوى په قربانۍ نامطلوبه کرزى بيا واک ته ورسېد؛ خو کرزي د تل په څېر دې لوى قوم سره بې وفايي وکړه، يوځل بيا د دې قوم او هېواد قسم خوړلې او پردي پالي کسان يې د وزيرانو په توگه تاسو محترمينو ته در معرفي کړل. په دې لست کې د فاشيستو رهين او عبيد الله عبيد نومونه هم راغلي دي، عبيد الله عبيد هغه څوک دى چې په طبي پوهنتون کې يې ملي جامه اغوستل او په اسلامي سيرت سمبالېدل جرم بللي او په لسگونو محصلين يې په دې جرم او مختلفو نومونو له پوهنتون نه ايستلي دي. د سيد مخدوم رهين په اړه څه ويلو ته اړتيا نشته ځکه چې د ده په اړه يو مستند کتاب ( مخدوم د انصاف په تله کې ) ليکل شوى دى، له بلې خوانه زموږ د سمستر د پاى آزموينې دي د اسنادو د راټولو لپاره د وخت د نه لرلو له کبله له تاسو محترمينو نه بښنه غواړو.
پښتون قوم د شلمې او يويشتمې پېړۍ د سترو لوبو قرباني قوم دى په ځانگړې توگه په تېرو اتو کلونو کې پښتون قوم په مختلفو نومونو وځپل شو او داسې ظلمونه پرې وشول چې فلسطينيان او کشميريان له خلکو نه هېر شول په کورونو يې بمونه وغورزول شول، ځوانان يې د القاعدې او طالب په نومونو تر گوانتانامو ورسول شول، قومي مشران يې د جاسوسانو په نامه په شهادت ورسېدل، ماشومانو پورې يې بمونه تړل کېږي او د بې دينۍ په نامه يې ښوونځي سوزول کېږي چې زموږ په نظر دا ټول د هغه لويې دسيسې يوه برخه ده چې ددې عظيم ملت پر ضد جوړه شوې ده چې څوک يې د ملا په جامه کې عملي کوي او څوک يې د تکنوکرات.
د تکنوکراتانو له جملې نه يې پورتني دوه تنه پېژندل شوې څېرې دي، مخدوم رهين مخکې هم دافغانستان د فرهنگ وزير ؤ؛ خو د افغانستان د فرهنگ پرځاى يې ايران ته ډېر خدمت وکړ او تر څو ورځې مخکې پورې په هند کې د افغانستان سفير ؤ؛ خو ډېرو محصلينو به د افغانستان په سفارت کې ايرانى سفير باله. ده د سفارت په ټول دوران کې يا به نشه و يا خمار، په داسې حال کې چې موږ به له هندوستان سره ډېرو نژدو او هر اړخيزه اړيکو ته اړ يو خو په سياسي او ستراتيژيکو مسايلو د سفير صاحب سر نه خلاصېږي، يوازې فارسي يې ښه زده ده او په تدبير منزل کې د خلاص مټ خاوند دى. ډېرى وخت به موږ په رسمي غونډو کې د نورو اسلامي هېوادونو محصلينو ته دا نشواى ويلى چې رهين صاحب په هند کې زموږ د هېواد لوى سفير دى، ځکه چې نوموړى به په يو نه يو غير اسلامي عمل بوخت ؤ. يابه له يوې ښکلې نجلۍ سره په غير اسلامي توګه په ټوکو ټکالو بوخت ؤ او يابه يې د شرابو پيک په لاس کې ؤ او همدارنګه هلته يی د پښتنو سره دومره بد چلند کاوه چی ټول پښتانه محصلين ورسره په تکليف وو او آن په سفارت کې به ده په ډاګه ويل چی دا د خراسان سفارت دی نه د افغانستان. نوموړی په هېڅ راز ديپلوماتيکو اصولو نه پوهېږي.يوه ورځ د افغانستان په سفارت کې په يوه رسمي غونډه کې له ګڼو فارسي ژبو محصلينو سره په قطغني رقص داسې مصروفه ؤ چی په دې خبر هم نه شو چی کله د نورو هيوادو سفيران د نوموړی د دې سپک عمل له لاسه د محفل څخه ووتل. او وروسته يې بيا پاتې ميلمنو ته ويل چی دا خو د افغانستان ملی رقص دی په داسې حال کې چې دا د افغانستان د اسلامي هويت او يونيم مليون شهيدانو سره لوى خيانت ؤ، که څه هم موږ سره ډېر نور ظلمونه شوي دي. په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت کې موږ ته تحصيلي پاسپورت نه راکول کېږي ځکه چې پښتانه يو، هند کې مو افغان سفارت افغاني هويت نه تاييد وي، پښتونوالى مو لوى جرم دى، دلته ډېرى ځوانان په سياحتي ويزو په زده کړو بوخت دي؛ نو په دې اساس اړ دي چې هر درې مياشتې يو ځل کابل ته لاړ شي او هلته بيا ويزه واخلي دا نه يوازې يوه اقتصادي ضربه ده؛ بلکې ډېرى محصلين د زده کړو له عادي بهير نه وروسته پاتې کېږي او په سلگونو نورې ستونزې، ددې لپاره چې دا ملي مسله شخصي نه شي موږ به له خپلو صنفي ستونزو نه تېرشو. اوس نو دا په تاسو محترمينو پورې اړه لري چې دوى ته په رايه ورکولو سره خپل نوم په تاريخ کې په توره کرښه ليکئ او يا د دوى په ردولو سره د تاريخ پاڼې په خپلونومونو سره زرينې کوئ.

د فرعون د کور په شان يې دا حصار خاورې ايرې که
دا مغرور سر يې تسنس که دا غرور زرې زرې که
پاڅــــــه وښــــيه دنيـــــاته د پښــــتون د بچــــو ننـَـــــگ
پاڅه واوروه شـــغال ته د ويســـــــتلو تورو شرنګ