نن د پنجشنبې په ورځ د ناټو ځواکونو ومنله چي په افغانستان کي يې دوه نور عسکر په تازه پېښو کي وژل سوي دي.
د ناټو يوه خپره سوې خبرپاڼه وايي د هلمند په ولايت کي يې يو برتانوى عسکر د ماين د يوې چاودني له کبله پرون مړ سوئ چي په مړيني يې د ٢٠٠٩ کال په ترڅ کي د برتانوي پوځيانو شمېر ١٠٦ تنو ته ورسېدئ.
دوهم سرتېرى کاناډايي دئ چي په ورته پېښه کي د هلمند په ګاونډي ولايت کندهار کي وژل سوئ دئ.