کور / تازه خبرونه / په پېښور کي د چاودني مرګ ژوبله ٢٥ کسانو ته ورسېده

په پېښور کي د چاودني مرګ ژوبله ٢٥ کسانو ته ورسېده

د پېښور د پوليسو چارواکي وايي د نن ورځي په چاودنه کي څلور تنه وژل سوي او د ٢٠ په شاوخوا کي کسان ټپيان دي.
دغه چاودنه د پوليسو د يوې تاڼې سره نيژدې د سټيټ لايف بلډينګ مخته رامنځته سوې چي په قربانيانو کي يې پوليس هم شامل دي.
دا په يوه اونۍ کي دوهمه چاودنه ده چي د پېښور په ښا کي رامنځته کېږي. دوې ورځي دمخه د دغه ښار د مطبوعاتي مرکز مخته يوه چاودنه سوې وه چي د يوه پوليس په ګډون يې څلور تنه وژلي او ١٥ کسان ټپيان کړي وو.
د وړمي ورځي د چاودني هدف د چارواکو له خوا مطبوعاتي مرکز په ګوته سوئ وو، چي ويل يې ځانمرګي غوښتل هلته ننوزي خو پوليسو راګرځولئ وو.
د مطبوعاتي مرکز په چاودنه کي څو ژورناليستان هم ټپيان سوي وو، چي له امله يې د پېښور ژورناليستانو درې ورځي ماتم اعلان کړ او پرون يې يو سوله ايز لاريون هم وکړ.
د پېښور د نننۍ چاودني ځاى ته تر پېښي وروسته د پښتونخوا وزيراعلى بشيراحمد بلورورسېدئ او خپريالانو ته يې وويل چي دغه چاودنه د يوه موټرسايکل ناستي ځانمرګي له خوا ترسره سوې ده.