خزان راغئ !
چی دوطن په سرو ګلونومی خزان راغئ
دتړمو اوښکو می پر مخ باندی باران راغئ
ښکلی بلبلی بوراګان تری بینواروان دی
چی پرمسکن یی دکارغه اوبوم دوران راغئ
تاکړۍ تاکړۍ کمیس می پاتی شو اغزو کی رانه
دآشنا لاسته می ریښی ریښی ګریوان راغئ
غاټول می وچ شول دنرګس سترګی می شولی ړندی
دکورکمن په شانته ژیړ می ارغوان راغئ
اوچت نښتر می شول اره څیړۍ مې غوڅی شولې
په شنو مماڼواوګورګورو می طوفان راغئ
چا کړی نظره ای زما جنت نښان وطنه
چی پسرلی کی دې موسم دزمستان راغئ
کاسه دصبر(توره کیه)واوښته په مورګو
چې درد او غم په خوار قسمت کی دافغان راغئ!
داشعر ښاغلی فضل مولا(توره کی)په کال ۱۳۷۸/۹/۱۳ اوما محسن علی زی صرف د(لراوبر)ویب پاڼی لپاره
دشاعر په اجازه ترتیب کړئ دئ .
درنه ځارشمه وطنه!
درنه ځارشمه وطنه بی له تا می ورځی شپی دی
داپردی جنت به څه کړم ماته ګرانی ستا کوڅی دی
ستا دهجر په ماتم کی تورویښته می ګوره سپین شول
توری خاوری می په سرشوی چارچاپیره می لمبی دی
خلک ژوند ته هوسیږی مونږ دمرګ خوبونه وینو
دافغان خواره نصیبه په قسمت کی دی تیا ری دی
دافغان باتور بچیه دوطن کنډوالی ګوره
ظلیمانو پری مارشکړی خپل ټانکونه طیاری دی
پسرلی شو ونی شنی شوی ګل بوراته په خندادی
ستاسپیروشاړومیروکی دژړا ناری سوری دی
داسیا دفخرتاجه په جفا شوی پښونه لاندی
داوبو پرځای چینی دی دسرووینو فواری دی
تورو خاورو دی اور واخیست هره تیږه دی زخمی شوه
هره لویشت کی دی دریدلی دسرونو مناری دی
(توره کیه)دشهید وینه بی ځایه تللی نه ده
دتاریخ زړکی پرتی مو د برمونو افسانی دی.
داشعر ښاغلی فضل مولا(توره کی) په کال ۱۳۶۶-۱-۲۱ نیټه جوړ کړی دی.
او ما محسین علی زی صرف ددی ویب پاڼی لپاره تر تیب کړی دی.
چلن دزمانی
چلن دزمانی په زړه داغونه راکوی
دمینی محبت پر ځای غمونه راکوی
په خوله باندی یو څه وای په زړه کی یی بل څه وی
دلطف او نوازش پر ځای سوکونه راکوی
هرڅه کی ګڼکپی ده صداقت له منځه تللی
په زهروکی لړلی ډک جامونه راکوی
احساس دهمدردی ورک شو ددی عصرمخلوق کی
دغم دپاسه غم درانه پنډونه راکوی
دزړه سوی فریاد می پرهیچااثرونکړ
زخمی زخمی زړګی ته نور زخمونه راکوی
شفق پاس په آسمان کی زما له وینونه رنګ واخست
چی چاته ورنږدی شم ګوزارونه راکوی
قصاب دزمانی پر پڅ چاقوټوټی ټوټی کړم
شهید غوندی په سرو وینو غسلونه راکوی
نا خوالو دژوندون ته (توره کیه)که ټینګ نه شوم
ښکاریږی نور خوږ عمرځوابونه راکوی.
داشعر ښاغلی فضل مولا(توره کی) په کال ۱۳۶۶-۱-۲۱ نیټه جوړ کړی دی.
او ما محسین علی زی صرف ددی ویب پاڼی لپاره تر تیب کړی دی.