ته چي را ځې ما به وي خپله ياره ځان وژلى
خلک به وايي دى غمونو د هجران وژلى
زما باور د ډېر كوښښ وروسته ناكا م وختى
احساس د ميني مي په زړه كي ستا ګُمان وژلى
زموږ او خندا ترمنځ بيا څومره فاصلې پيدا سوې
بيا د پرد يو جنګ زموږ د كلي ځوان وژلى
د ليلى غمه د مجنون د مرګ دعوه مه كوه
هغه د دوو سترګو د بيا ليدو ارمان وژلى
د ګل پر شونډو مي خندا سمه ليدلې نه وه
پردېسه اوس چي ورته ګورمه خزان وژلى