د مصر حکومت ادعا کړې چي د دغه هيواد درو نورو مذهبي عالمانو د شيخ طنطاوي د هغي فتوا ملاتړ کړئ، چي په تعليمي ادارو کي يې د ښځو د نقاب د مخنيوي په اړه صادره کړې وه.
د روان کال د اکتوبر په مياشت کي د ازهر پوهنتون مشر شيخ محمدسيد طنطاوي يوه داسي فتوا صاداره کړه چي په تعليمي ادارو کي يې د ښځو د مخ پټي مخنيوى کاوه.
تر دې فتوا وروسته د مصر د پوهني وزارت په ټولو تعليمي ادارو کي د ښځو دپاره نقاب بند کړ، د مصر د پوهني وزير وويل: دوى ځکه د نقاب مخنيوى کوي، چي ځيني ښځي ناوړه استفاده ځني کوي، هغوى د امتحانونو په ورځو کي د امتحان صحنې ته نه راځي او پر ځاى باندي نوري نجوني رالېږي چي د دوى پر ځاى امتحان ورکړي.