په کندهارکې دماين چاودنې پينځو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
چاودنه پرون غرمې ترمخکې کندهار ښار ختيځ لورته په تخته پل ولسوالۍ کې هغه مهال رامينځ ته شو کله چې يو کروله موټر پر سړک باندې تيردو د ماين ښکار شو.چې پکې دوه تنه ملکي وګړي مړه او دري نور ټپيان شول.
د کندها امنيه قومانداي چارواکو د پېښې پخلۍ کړي او وويل چې په پېښه کې دوه تنه چې ملکی وګړی دي وژل شوي او دري نور ټپيان دي. د ځايي اوسيدونکي د دې پېښې پړه پر طالبانو ور اچوي.
او وايي چې نوموړۍ ماين طالبانو افغان او ياهم بهراني ځواکونو ته ښخ کړي وو.خوښکار يی ملکي وګړي شول.