کور / هراړخیز / عثماني امپراطوري او پرخلاف یي د صلیبيانوسازشونه (۷)

عثماني امپراطوري او پرخلاف یي د صلیبيانوسازشونه (۷)

مکمل غیر سیاسي : یوتاریخې په زړه پورې ناول .
زمونږ دهیواد ګوډ یتمور څوک دې ؟

اوس تاسې ددې تاریخې ناول اوومه برخه لولئ:

پرلپسې***** ۱۰
د سلطان مراد د حکم تر ورسیدو سمدستي وروسته علي پاشا د خپل لښکر سره یو ځاې د نائیکو پولس د ښار څخه ووت. هغه د سلطان د همدې حکم په اساس د رومیل د ولایت په لور مخه کړه او خپل لښکر ته یې د ریونا او نریوس دکلي سره نژدې دپړاو کولو حکم وکړ.
کله چې د علي پاشا لښکر د رومیل د ولایت په دغه برخه کې خیمې وهلي نو علي پاشا په خپل آس باندې سپور د خپل لښکر په لیکو کې دننه چکر کواهه ، د لږ وخت وروسته د هغه د سترګو لاندې د خیمو یو لوې کلې آباد شو . علی پاشا د خپل لښکر له پاره دماښام د ډوډۍ دتیارولو حکم وکړ ، ځکه په دې وخت کې لمر ډوبیدو ته ډیر نژدې شوې و . کله چې علي پاشا د لښکر تر منځه د ګرزیدو او څارنې وروسته بیرته خپل آس د خپلې خیمي په لور را و ګرځاوه نو خیمي ته د رارسیدو سره سم ډیر حیران پاته شو. هغه وکتل چې دهغه د خیمي نه باهر نریوس ، کندام خیسار اود ریونا نه علاوه د ریونا پلار رستاک هم ولاړ دي ، علی پاشا ته دهغوې په کتلو ډیره زیاته خوښې احساس شو . سمدستي دخپله اسه را ښکه شو ، د آس واګې يي پریښودې او دمیلمنو په لور یې ور منډه کړه . په دې وخت کې د لښکر یو عسکر را منډه کړه او دعلي پاشا آس یې و نیوه او یوه لورې ته یې یوړه . علي پاشا تر ټولو د مخه د رستاک سره روغبړ وکړ او بیا پر زمکه کیناست او دواړه وریرونه یې په ورنو باندې کینول . او دهغوې سره یې د زړه له کومې مینه وکړه . بیا پورته شو او د نریوس په لور په کتلو سره یې وویل « نریوس خورې ! ته څنګه یې ؟
نریوس په ځواب کې ورته په ډیر شوق او مینه و کتل او بیا یې علي پاشا ته وویل :
علي پاشا زما وروره ! زه خو ستا داسې خور یم چې ستا په کتلو خوشحالیږم . زما وروره ! ته پوهیږې چې په دې دنیا کې یواځي ته زما ورور یې چې ستا په کتلو مې سترګې یخیږي . مونږ ته معلومه شوې وه چې ته د خپل لښکر سره یو ځاې دلته تم کیږی نو په دې خاطر مونږ ټول له تاسره د کتلو له پاره دلته راغلو .
هغه وخت چې د نریوس او علي پاشا تر منځ دا خبرې کیدې نو ریونا هغوې ته د شک په سترګو کتل ، په همدې وخت کې علي پاشا ریونا ته وکتل او ورته یې وویل . ریونا ! زه افسوس کوم چې له تا مې لا تر اوسه پوښتنه نه ده کړې، وایه ته څنګه یې ؟ که څه هم ماستاسې سره ډیر لږ وخت تیر کړې و خو په هغوڅو ساعتو کې چې کوم سلوک ستا مور او پلار له ما سره وکړ هغه به مي هیڅکله هم له یاده و نه وځي .
ریونا تر لږ وخته پورې په ډیر شوق او مینه علي پاشا ته کتل بیا یې په ډیرې نرمې لهجې سره وویل
« علي پاشا! که چیرې ته زما د مور او پلار د سلوک نه اغیزمن شوې یې نو واوره ، زما مور هم تا د خپل زوې په څیر ګڼي ، کله چې مونږ له تاسره د کتلو له پاره را تللو نو هغې څو ځله په تاکید سره وویل چې د هغې سلام تاته ورسوو . او دهغې له اړخه ستا د خیریت پوښتنه وکړو .
د ریونا په دې خبرو باندې د علي پاشا په څیرې کې خندا را وځلیده ، بیا یې د ریونا په لور په کتلو سره وویلې :
ستا مور ډیره محترمه او درنه ښځه ده . داسې مهربانه او مینه ناکې ښځې چې دهغوې کړچار په ژوند کې دهیریدو نه دې . ماته که وخت پیدا شو نو زه به دهغې خدمت ته یو ځل حاضریږم .
په دې وخت کې ریونا دهغه په خبرو کې را ټوپ کړ او ویې ویل:
« وخت خو در ته په لاس درغلي دې علي پاشا ! تا زمونږ دکلي تر څنګ پړاو کړې دې . ته چې کله او کوم وخت وغواړې په ډیره اسانۍ سره په آس نه بلکه په پښو هم هلته را تلاې شئ او زما دمور سره کتلې شئ .
دریونا ددې خبرو په ځواب کې علي پاشا د لږڅه ځنډ او فکر وروسته وویل:
« ریونا ! ستا خبره سهي ده ، خو دلته د پړاو څخه زما اخوا دیخوا تلل مناسب نه دی . سلطان مراد او دهغه زوې بایزید دواړه د یوه ستر لښکر سره د بروصې د ښاره را روان شوي دي ، شاید چې تاسو ته به داپه ډاګه شوي وي چې د اروپائیانو متحده لښکر د شنیزه د دریاب په هغه غاړه په میدانو کې راټولیږي او دمسلمانانو سره د ټکر نه وروسته غواړې چې مسلمانان د فاسفورس د بحیرې نه اخوا ورټیل وهي . نو د اروپا ددې ځواک سره د ټکر له پاره سلطان په ډیره بیړه دغه لورې ته را روان دې . سلطان او دهغه زوې بایزید، ډیر ژر دلته رارسیدونکې دي، په دې خاطر ماته هر وخت دهغوې د استقبال او ښه راغلاست له پاره تیار دریدل په کار دي . خو که چیرې په دې ورځو کې زه ستاسې کلي ته ستاسې سره د کتلو له پاره درنه شم نو ته هم او نریوس خورې ته هم زما څخه ګیله او شکوده مه کوئ.
بیا یوناڅاپه علي پاشا ټکان وخوړ او د ریونا د پلار رستاک ي لورې متوجه شو او ویي ویل : زه هیڅ متوجه شوې نه یم ما تاسې ټول د خیمي نه دباندې درولي یاست . راځۍ زما سره ،چې خیمې ته ولاړ شو اوهملته خبرې اترې وکړو .
ددې خبرې سره سم علي پاشا دخپلې خیمي په لور روان شو او پاته خلک هم د هغه پسې وروسته خیمي ته ور ننوتل او په خپلو خپلو ځایو باندې کیناستل . دلږڅه چپتیا وروسته رستاک علي پاشا ته وویلې چې :
علي پاشا ! تر اوسه یواځې ریونا له تا سره خبرې کولې ، په حقیقت کې د هغې دمور غوښتنه وه چې ته باید هلته ولاړ شې ، هملته د شپې پاته شئ ، علي پاشا ! ته پوهیږې چې زمونږ کوم نارینه بچې نه شته نو په دې خاطر ستا د کتلو وروسته د ریونا مور ، داسې و ګڼه ، چې تا د خپل زوې په څیر غواړې ،ګوره علي پاشا زویه ! کله چې وخت در ته پیدا شو نو خامخا هلته راشې !
دا خو یوه خبره شوه . اوس غواړم ددې بلې خبرې لورې ته هم راشم او هغه ستا د پلار او دواړو ورونو د وژنکو پورې اړه لري . علي پاشا زما زویه ! ما خپلو څو کسو ته د معاملي د څیړنې له پاره حکم کړې دې ، هغوې دا دوه شپې او ورځې په خپلو کارونو کې مصروف دي . او ډیر ژر به ماته ووایې چې ستا د پلار او دواړو ورونو په وژلو کې څوک لاس لري . زه دا کار ځکه دومره ژر او په دومره اهتمام سره کوم چې په دې وژلو کې یې زما لور ریونا هم راښکودې ده. اوپه همدې خاطر هغه دوه وسله والو ځوانانو هغه له دې ځایه وړې وه . خوستا د مور ، ستا د خور ډیره ستره مهربانې اوښیګڼه وه چې تاسې خلکو زما د لور سره د خپل اولاد په څیر سلوک کړې دې او دا داسې سلوک دې چې تر اوسه زما لور ریونا له یاده نه دې ویستلې .
علي پاشا ! که ستا دپلار او ستا د ورونو په قتل کې زما وریرونه هم شریک وول نو دا ځاې یاد ساته چې زه به دهغوې په هکله هم تاته ټولې نښې نښانې ووایم ، زه به د معاملي به تفصیل ځان پوه کړم او بیا به تا ته ووایم چې د چا لاسونه په دې پیښه کې ککړ دي او تا ته دهغوې سره څه ډول معامله کول په کاردي ؟ په دې لړکې که چیرې تاته زما دکومک اړتیا پیدا شي نو زه به دریغ و نه کړم . علي پاشا ! دا یواځې زما نه بلکه د ریونا د مور غوښتنه او هیله هم ده .
رستا ک ددې خبرو څخه وروسته لږ څه و درید او بیا یې د څه فکر کولو وروسته وویل چې :
علي پاشا ! زه پو هیږم چې ستا په مصروفیاتو او بوختیاو کې ډیرښت راغلي دې او دا چې سلطان مراد څه وخت هم دلته را رسیدوونکې دې او دهغه په خاطر ته باید دلته په لښکر کې موجود واوسې ، زما زویه ! بیا هم ستا څخه غواړم چې کله هم تا ته فرصت او موقع په لاس درشې نو زمونږ ځاې ته یو ځل ضرور راشه ، که چیرې تاته دلته داوسیدو په وخت کې موقع په لاس درنه شي نو د کوم جنګ پیلامه چې همدا اوس کیدونکې ده نو د هغې دپاې ته رسیدو سره سم ته یو ځل زمونږ کور ته ضرور راشه . زما ښځه ستا په لیدو باندې ډیره خوشحالیږي .
کله چې رستاک چپ شو نو علي پاشا د لږڅه فکر وروسته ورته و کتل او ورته یې وویل :
درونده مشره ! لمړۍ خو به زه دلته د تم کیدو په وخت کې هڅه وکړم چې وخت پیدا کړم او ستاسې کور ته راشم . او که اوس و نه توانیدم نو ژمنه کوم چې ددې جنګ دپاې ته رسیدو سره سم ستاسې خلکو خدمت ته حاضر شم .
ددې خیرو وروسته علي پاشا پورته شو ، هغه د خیمې څخه لږ څه مخته تللې و چې په همدې وخت کې یو وسله وال ځوان دهغه خیمې ته ور ننوت ، هغه دعلي پاشا د آس زین په یو کونج کې کیښود اوهغه خورجین چې د آس سره نښتې وه هغه یې علي پاشا ته ورکړه . شاید چې علي پاشا به د هغې څرمنې خورجین له پاره بیرون را وتلې و . هغه راغلې وسله وال ځوان بیرته ولاړ . علي پاشا خورجین را واخسته او بیرته خپل ځاې ته راغې او کیناست . بیا علي پاشا د هغې څرمنېزې خورجین خوله پرانسته لمړۍ یې دهغې څخه د نقدو پیسو یو کڅوړه را وویسته اوپه خپل مخکې ناستې نریوس په غیږ کې یې کیښوده او ورته یې وویل :
زما خورې ! په هغو جنګونو کې چې ما برخه اخیستې وه په هغوې کې څه د غنیمت مالونه زما لاسته راغلي دي دا د هغه غنیمت د مالونو څخه زما برخه ده . زما خورې ! په دې کې دومره نقدې شته چې ته یې په استعمالو سره خپل ژوند په پوره ډاډ او سکون سره تیرولې شې.
نریوس هغه کڅوړه پرانسته ویې کتله او بیرته یې دهغې خوله وربنده کړه اوعلي پاشا ته یې و کتل او ورته یې وویل :
علي پاشا ! سهې ده چې ته زما ورور یې ، تل ورونه د خویندو کومک کوی ، خو ګوره وروره دا نقدې ډیره زیاته ده . ددې څخه یوه برخه ماته پریږده او پاته دوه برخې خپلې مور او خور ته ورکړه .
دنریوس په دې خبره علي پاشا و خندل او ورته یې وویل : نریوس خورې ! دا نقدې یواځې تا لره ده ، د مور او خور برخه مې هلته جدا ایښودې ده . دهغوې په هکله ته فکر مه کوه .
علي پاشا یو ځل بیا په خورجین کې لاس ور ننویست ، او غوښتل یې څه ترې را وکاږې چې رستاک ورته مخ کړ او ورته یې وویل ؟
علي پاشا ! په نژدې وخت کې مونږ د ریونا واده تیاروو . زویه ! دهغې له پاره ما او زما ښځې د خپل کلي یو ځوان خوښ کړې دې . تر اوسه پورې مونږ په دې هکله چاته څه نه دې ویلي ، ځکه دا خبره یواځې زما، زما دښځې او ریونا پورې را نغښتې ده . او نریوس هم همدا اوس د لمړۍ ځل له پاره ترې خبریږي . زویه ! هغه ډیر ښه هلک دې ، که څه تر اوسه پورې ریونا دهغه د خوښیدو او نه خوښیدو په هکله څه خبره نه ده کړې خو ریونا هغه کتلي دې او هغه هم ریونا ښه پیژني ، ستاسره ددې خیرې د یادولو څخه زما مقصد دادې چې زویه ، ته به د ریونا په واده کې ضرور ګډون کوې .
د رستاک په دې خبره د علي پاشا رنګ والوت ، دهغه دغه حالت ته نه یواځې نریوس کتل بلکه ریونا هم متوجه وه . خو هغه ډیر ژر خپل ځان کنترول کړ او په داسې حال کې چې یو لاس یې لا د مخه په خورجین کې و او په خورجین کې د کوم شې لټون کاوه نو رستاک ته یې په وینا کې وویل :
داخبره تا ماته په ډیر ښه وخت کې وکړه . زه به د ریونا په واده باندې ډیر زیات خوشحاله شم ، څرنګه چې تا ماته دا ډیر ښه خبر واوراوه نو زه به هم په دې وخت کې ، که ته یې بده نه ګڼې ریونا ته یو تحفه ورکړم .
رستاک په ډیر محبت سره علي پاشا ته وکتل او ورته یې وویل :
په دې هکله خو تا ته زما څخه د اجازې اخستو اړتیا نه شته . ځکه ریونا پخپله ستا د مخلصینو څخه ده . په دې وخت کې علي پاشا د خورجین څخه یوه طلاې ګوته را وویسته، چې په کې جواهرات کارول شوې و ، علي پاشا هغه ګوته ریونا ته ور وړاندې کړه . او په ډیر مړژواندې او لړزیدلې اواز یې ورته وویل :
ریونا ! څرنګه چې ستا پلار ما ته ستا د واده زیرې راکړ نو زه د دې خوشحالۍ په وخت کې تا ته دا ګوته نذر کوم . دا قبوله کړه ، انکا ر مه کوه او که نه زما زړه به مات شې .
دعلي پاشا دې خبرو په نریوس هم ډیر زیات اغیز وکړ ، ریونا هم ورته په ډیر عجیبه توګه کتل ، بیا ریونا خپل سر ټیت کړ او یو دم یې د علي پاشا څخه هغه ګوته را واخسته او په خپله ګوته یې کړه .
په دې وخت کې ریونا غوښتل د خپلو جذباتو او احساساتو رد عمل ښکاره کړي چې علي پاشا دخپله ځایه پورته شو او دهغې په لور یې په کتلو سره وویل :
تاسې همدلته کینئ ، زه به تاسو ته د ډوډۍ انتظام وکړم . بیا به ټول سره یو ځاې همدلته ډوډۍ وخورو .
ددې خبرې سره سم علي پاشا په ډیره چټګې سره د خیمې څخه را ووت .
د لږځنډ وروسته علي پاشا بیرته را ستون شو . دهغه وروسته یو څو ځوانان و چې د ډوډۍ لوښې ورسره و ، هغوې د ډوډۍ لوښې به خیمه کې کیښودل او بیا دوې ټولو یوځاې هغه ډوډۍ وخوړه . ددې وروسته رستاک ، نریوس ، ریونا ، کندام او خیسار ټول دعلي پاشا د لښکر ځاې څخه را ووتل او دخپل کلي په لور روان شول .
*****۱۱
شپه په تیریدو شوه او علی پاشا د سهار لمونځ ادا کړ او د سهارنۍ د خوړلو وروسته یو ځل بیا دخپلو لښکریانو د احوال د معلومولو له پاره د هغوې تر منځ ګرځیده چې د لمر خاته د لورې څخه درې کسه آس سپاره په چټګۍ سره دهغه لورې ته را روان دي . علي پا شا دهغوې دکتلو سره سم و درید . هغوې هم علي پاشا ته راغله او دخپلو آسونو څخه را ښکته شو علي پاشا غوښتل دهغوې څخه لږ څه و پوښتې چې ددې درې واړو څخه یوکس وویل :
پاشا! سلطان مراد او ولي عهد بایزید دواړه دخپلو لښکرو سره یو ځاې ستاسې تم ځاې ته را رسیدونکي دي ، سلطان حکم کړې چې د هغه د رارسیدو تر مخه تاسې خپل ځانونه تیار کړئ او دکوچ کولو له پاره تیار اوسئ ، سلطان دلته نه پاته کیږي ، هغوې تاسې له ځانه سره اخلي اود شینزا ددریاب غاړې ته درومي او ددښمن تر مخه صفونه جوړوی . سلطان د زړه نه غواړې چې وخت یې ضایع نه شي او سمدستې ددښمن پر خلاف یوه قوې ضربه وارده کړي تر څو د هغوې ټول باد ووځي . پاشا ! سلطان مراد او بایزید له دې ځایه لږ تر لږه پنځه میله لرې دې نو به دې خاطر د هغوې د راتلو څخه د مخه تاسې د خپل کوچ کولو له پاره ځانونه تیار کړئ .
د راغلیو آس سپرو په دې خبره د علي پاشا په مخ باندې د خوشحالۍ نښې را ښکاره شوې او هغوې درې واړو ته یې وویل :
زما دوستانو !د سهار ناشته مو کړې او که نه دهغې له پاره درته څه تیار کړو ؟
د هغوې څخه یوه وویل : پاشا ! تاسې ته د زحمت کولو اړتیا نه شته ، د سلطان ټول لښکر د سهار ناشته کړې ده ، او بیا یې د سلطان د وخت د ضایع کولو پرته د شینزاد د دریاب په لورې مخ کړې ده .
ددې خبرې سره سم علي پاشا سمدستي په پوره ځواک سره اواز وکړ او دلښکر د خیمو د را ټولولو او پړاو ختمولو حکم یې وکړ . د علي پاشا ددې حکم سره سم یو توپان جوړ شو ،د لښکر هر چا خپلې خیمې را ویستلې او هر شې په باروړونکو ځناورو باندې باریدل. او د پړاو هر څه را ټولیدل . دسترګو په رپ کې د پړاو هر څه را ټول شوي و او په کوم ځاې کې چې هلته پړاو شوې و د سلطان مراد او بایزید لښکر تر را رسیدو پورې هملته تم شول .
د لږڅه ځنده وروسته د شرق له لورې ګرد و غبار او دوړې تر سترګو شوې . علي پاشا پوه شو چې سلطان مراد او بایز د خپلو لښکرو سره یو ځاې را نژدې شوې دې نو په دې خاطر د هغوې د ښه راغلاست له پاره یې ځان تیار کړ . د سترګو په کتلو سره د هغه ګرد او دو ړو څخه د سلطان مراد را ښکاره شو ، پاشا د سلطان په کتلو ډیر خوشحاله شو . د سلطان لښکر د رارسیدو سره سم په هماغه ځاې کې چې د علي پاشا لښکر پړاوکړې و هملته تم شو . پاشا ور منډه کړه چې د سلطان مراد د آس واګې و نیسې ،که څه هم سلطان مراد زوړ شوې و خو د ډیر همت او ډیرې ځوانمردۍ څرګندونه یې وکړه ، هغه د آسه را ښکته شو د علي پاشا د لاسو څخه یې دآس واګې بیرته واخیستې او په غاړه یې ور سره روغبړ وکړ او ورته یې وویلې .
علي پاشا ! ته زما د آس د واګو د نیولو له پاره نه یې پیدا شوې . تا دومره ستر کارونه تر سره کړې چې زویه! زه پرې په ځاې ویاړ او فخر احساسوم .
دسلطان مراد نه وروسته بایزید علي پاشا د خپل ځان سره په غیږ کې و نیو . اود هغې وروسته علي پاشا بیا بیا د نورو سالارانو سره روغبړ وکړ. لا تر اوسه پورې دسلطان مراد لښکر وروسته پاته و. د ټولو سره د روغبړ وروسته کله چې علي پاشا د سلطان مراد او بایزید مخته راغې نو تر لږه وخته پورې سلطان مراد علي پاشا ته په ډیره مینه وکتل او په مخ یې دخندا لکیرې را پیدا شوې . بیا سلطان مراد علي پاشا ته وویل:
علي پاشا ! دبروصې نه ستاسې سیمې ته د را روانیدو په وخت کې چې کومه هیله ما ستاسې پورې تړلې نو سوګند په خدای چې لا شریک او قادر دې چې ته زما د هیلو څخه ډیر پورته او ارفع و ختلې . تا په دښمن باندې څومره ښه د غیرفاني جذبو او تل پاتې هیلو په څیر حمله وکړه او دخپلو آسونو د پښو سًمونو ، د غشو د توغولو ، د تکبیر د اوازو ، او د تورو په هر ضرب باندې مو د دوښمن څیره ژیړه او دهغوې سترګې مو لمدې کړې .
علي پاشا ! دا چې ته زما زوي یې ، او د بایزید د زامنو څخه هم تر ټولو کم عمره یې ، خو زه به تا ته د زوې په نوم خطاب کوم . نو اې زما زویه ! واوره ! ستا د سوبې ، اوبریا خبرونه ما ته را رسیدلې و ،زما زویه ! ستا په کار او کړچار زه همدومره خوشحاله او ډاډ من یم دا سې ډاډ من لکه څنګه چې دخپل کار څخه ډاډمن اوسم .
نو اې د خیرالدین زویه ! واوره : اوس یو ځل بیا دغه د الله د مخلوق دښمنان غواړې خپل ظلم او تیرې ته دوام ورکړي ، معراج یو انسان په خپل مخ کې د یو سوالګر ، د کوم بینوا او بې اسرې په څیر را ټیټوي ، خو مونږ لاشریکه خداې خپل معبود او خپل مددګار ګڼو او د همغې تر مخه خپل سر ټیټوو . که چیرې د جنګ په دغو میدانونو کې مونږ ته یو ځل بیا د اروپا ځواکونو چلینج را کړې ، نو د فطرت سترګې به ووینې چې مونږ به د هغوې سره په دې جنګ هم د الله دکتاب آیات او دالله د ویاړلو په څیر را څرګندیږو ، او په دې معرکه کې به هم مونږ د انسانیت څیرې ته روښنایې ور وبښو. او هلته به خپل نوي څراغونه روښانه کړو .
زما دوسته ! د هغو نوم ورکو وادیو کاڼي به هم وویني چې د زرو د نظام شوقینو دښمنانانو باندې مونږ څه ډول د مشیت د راز او ابن ادم دکمال په څیر نازلیږو . دښمن به په خپله ووینې چې مونږ به د هغوې د خوبونو لړۍ د توپانونو ترمنځ په ډوبولو کې لږ څه ځنډ هم و نه کړو . مونږ به د شنیزه د غاړو په میدانونو کې هم ددښمن سترګې د وینو د اوښکو څخه ډکوو . څارونکې سترګې به وویني چې د رښتیا وژونکې او د خپل برخلیک او اخرت نه نه ویریدونکې به مونږ د مجوسیانو د اور په څیر ومروړو . د بابل د بت په څیر به دوې ټوټې ټوټې کړو او کله چې زمونږ ټکر را منځته شي نو و به وینې چې د جنګ ډګر کې مونږ دهغوې له پاره د اور په شعلو کې د انقلاب د بحر په څیر را وخوټیږو .
تر دې ځایه پورې سلطان مراد لږ ځنډوکړ او وروسته یی د بایزید په لور وکتل او ویې ویل :
بایزیده ! ته علي پاشا ته څه ویل غواړې ؟
د بایزید پر مخ باندې مسکا راغله ، او ویې ویل : درونده پلاره ! هغه څه چې ما ویل غوښتل هغه ټول تا وویل : دعلي پاشا د بې مثاله کړچار ستاینه تا په پوره اخلاص سره وکړه . زه ، سوګند یادوم چې داسې ستاینه زه نه شم کولې ، خوبیا هم بایزید د علي پاشا په لور وکتل او ویې ویل :
علي پاشا! دکومې ورځې څخه چې ته د بروصې څخه راغلي یې او کوم کړچار چې له تا نه یې هیله کیده . دهغه په اړوند زه په څه شک او شبه کې نه یم . ما هر وخت د سلطان تر مخه ستا ستاینه او تعریف کړې دې . کله چې ستا د کامیابیو او بریاو خبرونه هلته بروصې ته راورسیدل نو محترم سلطان ته دا ډاډ پیدا شو چې هغه ستاینه او تعریف چې ما ستا کاوه هغه په ځاې او پر حقیقت باندې ولاړ و . زما دوسته ! اوس ته دعثماني سلطنت یو نیغ تیر ، نه ټیټیدونکې او نه کږیدونکې توره ، او په دښمن باندې د مرګونو ضرب ورکونکې یو غښتلې یې ، او عثماني سلطنت به تل پر تا ویاړې .
د بایزید د خبرو سره لږ څه چپه چپتیا را پیدا شوه . دهغې وروسته سلطان مراد یوځل بیا علي پاشا ته مخ را واړاو او ورته یې وویل :
علي پاشا ستا د لښکرد حالت په کتلو سره زه دا ویلې شم چې ته همدا اوس په همدې وخت کې دکوچ کولو له پاره تیار یې . هغه سپاره چې ماتاته را استولي و لکه چې تا د هغوې د خبر سره سم خپل فوځ کوچ ته تیار کړې دې . په هر حال تاسې زمونږ سره همدا اوس حرکت کولو ته تیار یاستئ.
علي پاشا د سلطان مراد په لور په کتلو سره وویل :
درونده سلطان ! زه خو همدا ستاسې منتظر وم ، زما لښکر له تاسې سره یو ځاې کوچ کولو ته تیاردې .
دهغې په دې خبره باندې سلطان مراد د خپل آس واګې په لاس کې و نیولې او ویې ویل : که چیرې داسې وي نو بیا په خپل آس باندې سپور شه ،او کوچ وکړه .
د سلطان دخبرې سره سم علي پاشا د آس په لور ور منډه کړه او په خپل اس سپور شو، په دې وخت کې سلطان مراد او بایزید هم په خپلو آسونو سپاره شول . او د متحده لښکر سره د ټکر له پاره یې د شینزا د ددریاب لورې ته حرکت وکړ.
پرلپسې لري …..