کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د مارکېټ موندنې رول په سوداګرۍ کې

د مارکېټ موندنې رول په سوداګرۍ کې

مارکېټ موندنه په ټولنیزو علومو کې د نورو کلیدي اصطلاحاتو په شان بېلابېلې پېژندنې او تعریفونه لري. آند پوهانو د خپل لید سره سم د مارکېټ موندنې په اړه  بېلابېل تعریفونه وړاندې کړي چې د وخت په اوږدو کې بشپړ او منل شوي دي. مارکېټ موندنه د راکړې ورکړې د چاپېریال او د توکو او خدماتو د زېږ(تولید)، وېش، پرمختګ او بیې ټاکنې لړۍ ده. د امریکا د کلرمونټ پوهنتون ښوونکي او د شرکتونو د مدیریتي چارو سلاکار پیټر ډراکر سره له دې چې مارکېټ موندنه د مدیریت له اصلي دندو څخه ګڼي، د مارکېټ موندنې اصلي موخه په لاندې توګه بیانوي: له مارکېټ موندنې څخه موخه د پلور ډېرښت دي. د پېرودونکو د پېژندنې او دهغه د موخو په اړه پوهاوی باید په داسې توګه وي چې پېرودل شوي توکي د هغه له غوښتنې سره سم وي او ځان پخپله وپلوري. 


په لنډه توګه ویلای شو چې مارکېټ موندنه عبارت له داسې انساني کړنې او فعالیت څخه دي چې له لارې یې موخې او اړتیاوې ترلاسه کېږي.


مارکېټ بېلابېل اړخونه لري چې په لاندې ډول څرګندېږي. 


مارکېټ څېړنه: د پېرودونکو اړتیاوو او مارکېټ ته کتنه د عصرې مارکېټ موندنې له لومړیو ځانګړتیاوو څخه ګڼل کېږي. بریالي مدیران هغه کسان دي چې خپله اداره د ورځې له حالاتو سره ګام مله کړي. دا ګام ملي هغه وخت کېدونې ده چې کارکوونکي او مدیران مارکېټ ته کتنه د کلتور او لید په سرلیک ومني او څارنه یې وکړي.          


مارکېټ پېژندنه: پېژندنه په هر هوښیارانه خوځښت او پرېکړه کې لومړیتوب لري. د مارکېټ پېژندل یوه ښه هڅه ده او د مارکېټي نظام اړوند ټول جزیات  لکه د مالوماتو ټولول او ثبتول، د پېردونکو او پلورنکو پېژندل، بېلابېلې اړیکې، سیالان، د اړتیا وړ محصولات او خدمات، د خدماتو او آسانتیاوو برابرونکې ادارې لکه (بانکي نظام، بیمه، لېږد رالېږد، او ګودام)، څېړنیزې ادارې او هغه عوامل چې په مارکېټي نظام اغېزه کوي لکه قوانین، مقررات، سیاسی عوامل لکه ټولنیز، اقتصادي، ټګنالوجیکي، او اقلیمي جزیات باید و پېژندل شي او څېړنه یې وشي.


مدیران سره له دې چې په اداري ستونزو او د هغه په عواملو کې ګیر دي، د بهرني عواملو د بدلو ن په اړه هم اندېښمن دي. په همدې سبب باید خپل مارکېټ تر هر وخت نه ډېر تر پلټنې او څېړنې لاندې راولي او په اړه یې مطالعه وکړي ترڅو د وېرې موکې او ځایونه راټیټ کړي.


مارکېټ موندنه: مارکېټ موندنه د یوه داسې مارکېټ یا ځای د ترلاسه کولو هڅه ده چې سازمان هلته وکولای شي په ګټوره او اغېزناکه توګه شتون ولري او دخلکو غوښتنو او اړتیاوو ته ځواب ووايي. د مارکېټ موندنې بنسټ د بېلابېلاو امکاناتو او منابعو د بېځایه لګولو مخنیوي او په مارکېټ کې د یوه ښه ځای پیدا کول دي. مارکېټ موندنه یعنې د محصولاتو طبقه بندي یا وېش د وړ مارکېټ لپاره. 


مارکېټ جوړونه: د سازمان امکاناتو او موقعیت ته په پاملرنې سره له مارکېټ څخه پوهه، د مهمو برخو پېژندل، او د سهمونو رامنځ ته کول، ډېرول او ساتل د مارکېټ موندانو او مدیرانو له مهمو دندو څخه ګڼل کېږي.                                             


مارکېټ جوړونه یعنې د مارکېټ موندنې د کنټرول وړ عواملو لکه (محصول، بیه، وېش، او د پلور ډېرښت) چې د مارکېټ موندنې جوړښت بلل کېږي په استفادې سره په مارکېټ کې نفوذ او د سازمان د محصولاتو او خدماتو ورپېژندل خلکو ته. مارکېټ جوړونه یعنې په وخت سره په وړ بیه پېرودونکو ته  د اړتیا وړ محصولاتو برابرول.                        


مارکېټ ګرځونه: د نن ورځې اوښتونکې نړۍ درېدنه او زړښت نه مني. په همدې سبب د ننۍ مارکېټ موندنې یو له مهمو اړخونو څخه په نړیوال مارکېټ کې د محصولات ګرځول بلل کېږي. مارکېټ ګرځونه داسې یوه دنده ده چې مارکېټ موندونکی اړ باسی چې له هر چا څخه ډېر د مارکېټونو د بدلونونو په اړه باخبره وي.  دا باخبري په سیالیز ډګر کې د شتون او د مارکېټونو په کتنې او څېړنې سره کېدونې ده. په نندارتونونو کې ګډون او د بېلابېلو مارکېټونو کتنه د مدیرانو لید ډېروي او پراختیا  ورکوي. 


مارکېټ سنجونه: مارکېټ سنجونه په دې مانا ده چې دې ته په پاملرنې سره چې موږ څه وو او څه مو لرل، څه یو او څه لرو او هغه څه چې باید ویې لرو، د مارکېټ د ځای څېړل دي. مارکېټ سنجونه په راتلونکي مارکېټ کې د ادارې تګلوری ټاکي. ټول سازمانونه، خدمات او محصولات د عمر ځانګړې کړۍ لري چې دا کړۍ د پېژندنې، پرمختګ، بلوغ، او بشپړونې څخه عبارت ده او هره کړۍ ځانګړي شرایط لري چې مارکېټ موندونکی باید د دې ځانګړتیاوو په وړاندې وړ غبرګون وښيي. مارکېټ سنجونه د ادارې د کمزورۍ او پیاوړتیا ټکي په ښه توګه په نښه کوي. په شته امکاناتو او د ورځې په پوهې سره کولای شو په ښه توګه خپلې راتلونکې موخې، تګلوری او غوښتنې وټاکو او څرګندې یې کړو. مارکېټ سنجونه د تېروتنو د کمولو او ادارې ته د بریالیتوب لپاره د پیاوړتیاوو او مهارتونو د ترلاسه کولو وسیله ده. 


مارکېټ لرنه: د پېرودونکو خوښ ساتل او ځان ته د هغوی اړول یوه ډېره پایېدونکې او حساسه دنده ده چې ځانګړو تکنیکونو او وسایلو ته اړتیا لري. د مارکېټ موندونکو لپاره د مارکېټ موندې له مهمو وسایلو څخه د خلکو سره د ټینګو اړیکو دلودل، د وړ خدماتو وړاندې کول، او د سیالو له خوځښتونو څخه خبرتیا مهمه وسیله ګڼل کېږي.                                                                                     


مارکېټ لرنه یعنې د اوسنیو پېرودونکو ساتل، ډېرو پېرودنو ته د هغوی تشویقول او په دوامداره توګه د پېرودلو لپاره د هغوی خوښ ساتل. د پېردونکو له خوی او چلند څخه خبرتیا، له هغوی سره د اړیکو ټینګول، د اروا پوهنې او ټولنیزو علومو په اړه پوهاوی او همدارنګه د خپلو سیالو له امکاناتو او خوځوښتونو په اړه مالومات لرل د پلورونکی په ساتلو کې رغنده رول لري. پلورونکی یواځې خدمات او محصولات نه پېري بلکه د ګټې، ارزښت، درناوي او نورو عواملو غوښتونکی هم دۍ چې باید ترلاسه یې کړي. 


مارکېټ ګرمي:  د مارکېټ لرنې لپاره اړینه ده چې مارکېټ ګرمي له لاسه ورنکړو. مارکېټ ګرمي یعنې په وخت سره دسوداګریزو خبرتیاوو له لارې د خلکو خبرول، له ادارې سره د ښو اړیکو درلودلو په اړه د پېرودونکو راضي کول او له سیالو سره سیالی کول. نوښت، پنځونې او اتبکار څخه استفاده د مارکېټ ګرمۍ یو له مهمو وسایلو څخه ګڼل کېږي.                                                                             


د نن ورځې نړۍ یعنې د خوځښتونو، بدلونونو او او ګړندیتوب نړۍ د پېرودونکو د ساتلو لپاره ځانګړې مارکېټ ګرمۍ ته اړتیا لري.


مارکېټ چلونه: د مارکېټ موندنې ټولې کړنې او فعالیتونه کولای شو په مارکېټ چلونه یا مارکېټ ګرځونه کې لنډ کړو. مارکېټ چلونه یعنې د مارکېټ مدیریت چې په هغه کې پلان جوړونه، کنټرول، او د مارکېټ بېلابېلې چارې او دمارکېټ موندنې بېلابېل اړخونه شامل دي. مارکېټ چلونه یعنې له تجربې، پوهې، ځواک او بېلابېلو مهارتونو څخه ګټه اخیستل.                                                                        


په مارکېټ موندنه کې د پلان جوړونې او سټراټیجیو تنظیم او ټاکل، د شرکت ټولو محصولاتو او خدماتو اړوند د ټولو چارو ترسره کول او همدا رنګه د ادارې موخو ته د رسېدو لپاره د ټولو کړنو کنټرول او د پېرودونکو خوښي شامله ده.