له هغه مهاله چې انساني ژوند پيل شوى يعنې انسان پيدا شوى او ورسره د توليد او تکثر پروسه پيل شوې، ماشومان د ميندو د مينې او محبت وړګرځېدلي، د ميندو له اړخه د ماشومانو د بوختيا ، خوښۍ او ارامتيا لپاره اللو للو ويل شوي دي، چې همدغه د بشري ژوند او په ځانګړي ډول د ماشومانو د و لسي ( شفاهي ) ادبياتو پيل ګڼل کيږي .
بيا وروسته د انساني ژوند له تکاملي پروسې سره سم، چې انسانان په خپل ورځني ژوند کې د ژوندانه له بېلا بېلو پېښو او پړاوونو سره مخامخېږي، لوړې، ژورې ويني، فوکلوري کيسې، داستانونه او افسانې رامنځته کيږي، ماشومان ژبه زده کوي، له اړتياوو او غوښتنو سره سم پخپله د شفاهي ادبياتو لومړني، خو عجيب او غريب ادبيات ايجادوي ، د لوبو کولو لپاره د ماشومانه فکر په اډانه کې د موزونو او اهنګ لرونکو کليمو او الفاظو له پيداکولو سره د لوبو او ساعتېرۍ ترانې جوړوي ، دا پروسه پر مخ ځي، انساني ژوند له کورنيو څخه کليو، قريو،قبيلو ته رسيږي، نوې ژبې رامنځته کيږی، ولسونه په خپلو کې او د هغه مهال له دېوانو، پېريانواو ښاپېريانوسره مخامخيږي، جګړې کوي، په دوى کې اتلان پيداکيږي. د دغو پېښو او ستونزو پربنسټ افسانې ، کيسې او داستادانونه رامنځته کيږي
دغه کيسې او افسانې سينه په سينه له يو پوړ څخه بل ته ، له يوه ولس څخه بل ته لېږدول کيږې، چې ورسره د ماشومانو د ادبياتو ولسي برخه غني کيږي. دا لړۍ تر هغې دوام کوي، چې انسان ليک او لوست زده کوي ، د ليک و لوست له پيداکېدا سره سم د شفاهي ادبياتو ځاى ليکلي ادبيات نيسي. د نړۍ بېلا بېل ولسونه ليک، لوست زده کوي او هر څوک په خپله خپله ژبه کې ليکلي ادبيات پنځوي.
د ماشومانو د ليکلي ادبياتو په اړه ، چې چا، کله او چېرته د لومړي ځل لپاره ايجاد کړي دي، يا يې د ماشومانو لپاره شعرونه ، ترانې ، کيسې … او نور څه ليکلي دي ،کومه کره او جوته احصايه نشته، هغه څه چې موږ پرې اوس استناد کوو د لوېديزې نړۍ د يو شمېر څېړونکو څېړنې دې او دا هم څرګنده نه ده، چې دغو څېړونکو به په دغه برخه کې له ايماندارۍ څخه کار اخيستى وي او کنه؟
يعنې هغه ډول څېړنه به يې کړې وي ،چې حق حقدار ته رسېدلى وي. د هغو ولسونو حق به يې ادا کړى وي، چې د ماشومانو د ادبياتو په برخه کې يې لومړني کارونه کړي دي ؟ دا مالومول دومره اسانه کار هم نه دى. هغه مهال خو څه کوې، اوس اوس چې په نړۍ کې د څېړنې پر مختللي سيستمونه رامنځته شوي اوس هم دغه کار له کړاوونو او ستونزو څخه ډک دی. پ ه هر صورت اوس موږ يواځې د لوېديزې نړۍ د څېړونکو د څېړنو له مخې په نړۍ کې د ماشوم د ادبياتوله تاريخ څخه ګټه اخلو .
د کوچنيانو ادبيات په لوېديز کې هغه مهال خپلواک شول، چې د ماشومتوب دورې ارزښت پيداکړ او په رسميت وپېژندل شوه. په لوېديز کې يونانيان هغه خلک دي، چې د لومړي ځل لپاره يې په نړۍ کې ماشومانو لپاره د ښوونځي جوړولو نوښت ورپه برخه دى، چې د يونانيانو دغه کار بيا روميانو پرمخ بوت.
“شال پرو په فرانسه ، په المان کې ګريم ورونو او له دوی څخه وروسته ځينو ناشرانو په انګلستان کې د خپلو هېوادونو ډېرې ښکلې عاميانه کيسې او افسانې وليکلې”. ١
” نو کولى شو ووايو چې د ماشومانو لپاره لومړنى ځانګړى کتاب چې ( د ماشومانو لپاره ياد ګار ) نومېده، په شپاړسمه پېړۍ کې يعنې په ( ١٦٧١ او١٦٧٢) کالونو کې د يو مسيحي روحاني ( جېمز جانى وی ) په انګلستان کې وليکه او خپورشو، چې مذهبي رنګ يې درلود. ده غوښتل مذهبى افکار او عقايد په ماشومانو کې د يوې غورې وسيلې په توګه د وېرې د مخنيوي لپاره و اوسي”. ٢
“په ( ١٦٧٨ ) کال کې بل کتاب چې ( پېشرفت زار ) نومېده جان بانيان وليکه . داکتاب هم د لويانو او هم د ماشومانو د ګټې اخيستنې لپاره و، اخلاقي او مذهبي روزنې ته په کې پاملرنه شوې وه”.٣
همدغه مهال په لوېديز کې د ماشومانو لپاره نور کتابونه هم ليکل شوي او خپا ره شوي دي؛ خو په دغو ټولو کتابونو کې ماشومانو ته اخلاقي تربيت ښوول شوى دی، ځکه چې د هغه مهال ليکوالو دا فکر کاوه، چې د الفاظو او عباراتو په واسطه کولى شي ماشوم ته اخلاقي زندګي وروښيي، دغو ليکنو ورو ورو د ماشومانو د ادبياتو ليکلو ته لاره هواره کړه .
په اتلسمه پېړۍ کې په لوېديځ کې د ماشومانو د ادبياتو د ساحې په پراخوا لې او د کتابونو په خپرولوکې اغېزمن ګامونه اوچت شول ، ډېرو شاعرانو او ليکوالو ماشومانو لپاره ځانګړي کتابونه وليکل، ان دا چې له نورو ژبو څخه ځينې اثار وژباړل شول .
په فرانسه کې پل هازارد (Paul Hazard ) د (( ماشومان او سړي )) په نامه يو کتاب خپور کړ، هغه غوښتل په دغه کار سره د کورنيو پام ماشومانو ته ورواړوي. نوموړى په دغه کتاب کې وايي :” کله چې موږ ډېر وخت خپلو ماشومانو ته د مناسبو او ځانګړو جامو پيداکولو په فکر کې يو، ولې بايد دا فکر ونه لرو، چې هغوى ته مناسب کتابونه برابر کړو”.٤
پل هازارد د ماشومانو لپاره مناسب کتابونه د هغوى د جامو په کچه اړين ګڼي ، دا په حقيقت کې داسې ده، چې د ماشومانو ادبيات ورته ډېر اهميت لري .
په (١٦٩۷) م کال په فرانسه کې د ماشومانولپاره ساده روزنيز داستانونه وليکل شول او خپاره شول ، چې د دغو داستانونو منځپانګه هم ډېره اخلاقي بڼه درلوده .
په (۱۷۹۲) کال کې د ژان ژاک روسو ( امېل ) ( Emil ) په نامه کتاب خپرېدل د ماشومانو د ژوند په تګلوري کې يوه نوې لار پرانيستله، ژان ژاک روسو پخپله د ماشومانو د ښوونې او روزنې په برخه کې د نظر خاوند و، په دغه کتاب کې هغه ليکلي دي:” د يوه ماشوم لپاره نېکبخته ژوند دا وي، چې ازاد وي او په يوه سالم طبيعي چاپېريال کې ژوند وکړي”.٥
د ژان ژاک روسو هلې ځلې د دې لامل شوې، نه يواځې دا چې په فرانسه ، بلکې په نورو ملکونو کې هم لکه: په انګستان او امريکا کې ليکوالانو او شاعرانو د ماشومانو ادبيا تو ته ډېره پاملرنه وکړه، ماشومانو ته يې کتابونه وليکل، ښوونه ، روزنه او ان دا چې د مذهبي مسايلو زده کړه د داستانونو له لارې هم ترسره کيده.
” نولسمه پېړۍ وه د اروپا پـه شمال ډنمارک کې يو ليکوا ل داسې کيسې (داستانو نه) وليکل، په هغه مفهوم چې اوس موږ د ماشومانو ادبيات لرو د هغه بنسټ يې کېښود. دغه ډنمارکی ليکوال ،چې اوس په نړۍ کې د ( ماشومانو د ادبياتو پلار ) په نامه مشهور دی، هانس کريستين انډرسن (Hans Christian Anderson ) نومېږي”.٦
نوموړی ليکوال د (۱۸۰۵) ميلادي کال په اپرېل مياشت کې د سه شنبې په ورځ د ډنمارک په ادنس ( Odense ) ښا رکې زوکړه وکړه . په ( ۱۸ ۱۶) ميلادي کال يې پلار مړ شو، کورنۍ او ځان ته د ډوډۍ پيداکولو په موخه له يو ګڼډونکي ( خياط ) سره شاګرد شو، بيا يې د سګرټو په يوه کار خانه کې کار کاوه، په ( ۱۸۷۲) ميلادي کال له کټ څخه د رالوېدو له امله ورته شديده ناروغي پيدا شوه او د ( ۱۸۷۵) ميلادي کال د اګست مياشتې په څلرمه نېټه يې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې. اوس په نړۍ کې د اندرسن د زوکړې ورځ د ( د ماشومانو د کتاب نړيواله ورځ ) نومول شوېده.
په نولسمه پېړۍ کې په ټوله نړۍ کې ښوونه او روزنه د ماشومانو مسلم حق وګڼل شوه ،د ښوونې او روزنې پوهانو او عالمانو د ماشومانو اوسني ژوند ته ځانګړې پاملرنه وکړه .
په شلم قرن کې ماشوم په کورنۍ ، ښوونځي او ټولنه کې د ډېر مهم غړي په توګه مطرح او و پېژندل شو، د اروا پوهنې ، ښوونې او روزنې پوهانو دغه پېړۍ د ( ماشوم پېړۍ ) په نامه نوموولې ده. د ماشومانو ادبيات په دغه پېړۍ کې ډېر وغوړېدل ، کمکيانو ته په هره برخه کې روزنيز کتابونه ، رسالې ، داستانونه، کيسې او شعرونه وليکل شول، نه يواځې په لوېديزه نړۍ، بلکې د نړۍ په نورو برخو کې هم د ماشومانو روزنې او ادبياتو ته په زړه پورې پاملرنه وشوه، دا لړۍ په ډېرې چټکۍ سره تر ننه پورې را روانه ده اونن سبا خو د نړۍ په ډېرو ژبو کې ماشومانو ته د ژوندانه په هره برخه کې ليکنې شوې دي، چې د ماشومانو په روزنه او ادب کې يې بېساري اغېزه کړې ده .
اخځليکونه:
١ _ علي پور، منوچهر، اشنايي با ادبيات کودکان، انتشارات فردوسي، ۱۳۷۸ کال، ۱۷ مخ .
٢_ شعاري نژاد، علي اکبر، ادبيات کودکان، انتشارات اطلاعات، ۱۳۸۵ کال، ۲۴ چاپ، ۷۲ مخ .
٣ _ شعاري نژاد، علي اکبر، ادبيات کودکان، انتشارات اطلاعات، ۱۳۸۵ کال، ۲۴ چاپ، ۷۳ مخ .
٤ _ علي پور، منوچهر، اشنايي با ادبيات کودکان، انتشارات فردوسي، ۱۳۷۸ کال، ۱۸ مخ .
٥ _ علي پور، منوچهر، اشنايي با ادبيات کودکان، انتشارات فردوسي، ۱۳۷۸ کال، ۱۹ مخ .
٦_ علي پور، منوچهر، اشنايي با ادبيات کودکان، انتشارات فردوسي، ۱۳۷۸ کال، ۲۰ مخ .