له ډير ځنډ او سلا مشورو وروسته ولسمشر کرزي نوې کابينه اعلان کړه . په نوې کابينه کې تر ٥٠ سلنه نوې وزيران ترسترګو کيږي ، چې تيره ورځ يې له٢٣نوماندو وزيرانو څخه دري تنه وزيرانو دخپلو راتلونکو کړنلارو په اړه دخلکو استازو ته په ولسي جرګه کې مالومات ورکړل .
تيره ورځ ملي دفاع وزارت ته نوماند وزير ستر حنرال عبدرالرحيم وردګ ، پوهنې وزارت ته نوماند فاروق وردګ او عدالې وزارت ته نوماند وزيرسرور دانش دپنځو راتلونکو کلونو لپاره خپلې تګلارې او پلانونه ولسې جرګې ته په ډاګه کړل ، چې هريو هغه يې په خپل وار سره د خلکو داستازو له خوا د سختو پوښتونو سره مخ شول . همدا راز تمه کيږي چې په راتلونکي څو ورځو کې به دنورو نوماندو وزيرانو له خوا راتلونکو پنځو کلونو لپاره خپل کاري پلانونه ولسې جرګې ته د تاييد دراى د ترلاسه کولو لپاره وړاندي کړي . ډيرى شنونکې په دې اند دي چې ښايې دکرزي دا کابينه د ټولو اړخونو لپاره د قبول وړ نه وي . ځکه هغو ډلوچې ده سره يې په انتخاباتې منډو ترړو کې د کوم لوړ پوست يا څوګۍ د لاسته راوړلو لپاره برخه اخيسته وه نه ترسترګوکيږي . نوپه دې خاطر ښايي دهغوى لپاره چندانې دخوښۍ وړ کا بينه نه وي .
خوبيا هم ولس له نوې کابينې څخه تمه لري ، چې دفساد او درغليو لمن نوره له هېواده ټوله کړي ، او د افغانستان هغه نوم چې دنړۍ په فساد ککړو هېوادونو کې يې نوم په دوهمه درجه ځاى لري ،لرې کړي . همدې ټګې ته تيره ورځ د عدلي نوماند وزيرسرور دانش په خپل راتلونکي پنځه کلن پلان کې هم اشاره وکړه او زياته يې کړه چې په راتلونکې پنځو کلونو کې به د دوى لومړى هدف په هېواد کې دفساد له منځه وړل وي ،خو خداى دې وکړي چې په دې کار کې بريالى او خپلې موخې ته ورسيږي .
دخلکو بله مهمه تمه له نوې کابينې څخه دا دى چې د ټول هېواد د امنيت ، سولې او ټيکاو لپاره د زړه له کومې او او په اخلاص کار وکړي ،تر څو ولس په ډاډه زړه سره خپلو کارونو ته دوام ورکړي . که څه هم د افغانستان په څېر بحراني او جنګ ځپلې هېواد کې دومره ستر مسووليت ته اوږه ورکول دومره اسانه او ساده کارهم نه دى . خو بيا هم د کابينې هر وزير بايد له بشپړصداقت ، رښتينولى ، استعداد ، او ظرفيت څخه کار واخلي او پرته له هر ډول نژادي ، سيمييز ، مذهبي ، او ژبنې تعصب څخه ولس ته خدمت وکړي . د کابينې وزيران دې يواځې د پروګرامونو دپلې کولو لپاره په خبرو او شعارونو بسنه نه کوي . بلکه د کړو ژمنو دعملي کولو په موخه دې خپلې مټې را ونغاړي او د زړه له خلاصه دې افغان ولس ته دخدمت جوگه شي .
بله مهمه موضوع چې ډېرى خلک يې په اړه ډيره انديښنه لري دا دى ، چې وزيرصيبان چې په کوم کې وزارت و ګمارل شي ، دهمغه وزارت په لوړو پوستونو ، رياستونو او مديرتونو هغه کسان ګماري چې دهغه له قوم وي او يا يې خپلوان وي او دکليدو پوستونود استخدام په وخت کې ښايسته سالاري او لياقت په نظر کې نه نيول کيږي . بلکه په اصطلاح د ضوابطو په ځاى له راوبطو څخه کاراخيستل کيږي . پدې اړه ولس له نوې کابينې څخه غواړي چې په راتلونکو پنځو کلونو دوره کې د استخدام پروسه د ازموينې او لياقت پر بنسټ پرمخ بوځي .
که چيرې وزيرصيبان هغه پلانونه او تګلارې پلي کړي چې د تاييد د راى په ورځ يې ولسي جرګې ته کوي ، نو هيڅ مشکل به ولس ته پاتې نه شي او ټولې ستونزې به حل شي . خو مشکل دا دى چې وزير صيبان د تا ييد د راى د لاسته راوړولو لپاره ډير څه وايي خو متاسفانه د پلي کولو لپاره يې کوم ځانګړى پلان نه لري او هغه وعدې چې دوى يې ولس سره کوي يواځې دکا غذ پرمخ پاتي کيږي او عملي بڼه نه ورکوي . ولس د هغو وعدو پلي کول غواړي چې کابينه يې له خلکو سره کوي او نور د دوى په شعارونو او خبرو نه غوليږي . خداى دې وکړې چې نوماند وزيران په خپلو وعدو کې بريالي شي او د خپلو کارونو په دوران کې خداى حاضر او ناظر و ګڼي .