کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د كرزي صيب حكومتي مينو

د كرزي صيب حكومتي مينو

يوه چلاكه سړي ځان ته مينو جوړه كړې وه
سهار: چاى، ډوډۍ، بوره
غرمه: بوره، چاى، ډوډۍ
ماښام: ډوډۍ بوره، چاى
اوس كرزى صيب هم د همدغه چلاكه شخص په شان دغه خوار او مظلوم ملت ته همداسې مينو جوړه كړې ده. هغه چلاكه خو كيداى شي غريب و څه يې نه لرل نو ځكه يې ځان ته بازي وركوله خو كرزى همداسې زموږ ملت ته بازي وركوي ته به وایې چې په افغانستان کې قحط الرجال دۍ.
زه نور نه غواړم ددغې مينو په اړه خبرې وكړم ځكه تاسې به پوره پوهيدلي وى.
غواړم د يوه مهم وزارت په اړه چې داسې يو كس ورته معرفي شوى چې په اخلاق فساد ككړ دى، متعصب دى او جعلي علمي رتبې لري.
د طالبانو له ماتې وروسته د هېواد تقريبا ټولې دوليتي ادارې د پښتنو او افغانستان ضد كسانو ته وسپارل شوې. وروسته وروسته ځينو ادارو ته چې كله ملي كسان لاړل هغې ادارې يې تر يوه ځايه اصلاح كړي خو دوه داسې مهم او كليدي وزارتونه دي چې لا تر اوسه په كې فاشستان او د افغانيت او پښتنو ضد كسان واكمن دي. د لوړو زده كړو وزرات او د بهرنيو چارو وزارت . زه اوس د بهرنيو چارو وزارت په هكله څه نه وايم يوازې د لوړو زدكړو وزارت په اړه خبرې كوم چې ورته يو فاشيست، په اخلاقي فساد ككړ او د جعلي رتبو درلودونكى شخص معرفي شوى دى.
له بده مرغه دغه وزارت له پيل نه د فاشستانو او دافغانانو ددښمنانو په لاس كې دى چې پښتنو او هېواد ته يې په كې دومره لوى زيانونه اړولي چې كلونه كلونه به جبران نه شي. تر اوسه تقريبا ټول سكالرشيفونه اوبورسونه تاجكانو، ازبكانو او په تیره بیا هزارګانو ته وركړل شوي.
افغانانو د اهيله لرله چې دغه وزارت ته يو داسې شخص ور وپيژندل شي چې ملي افكار ولري، په لوړو زدكړو موسسو كې فاشتي افكار كمزوري كړي او يوه پاكه اداره جوړه كړي خو له بده مرغه اوس ورته يو داسې څوك معرفي شوى چې په عاميانه لفظ باید ووایم چې یو چټاق، رند، بد سلوکه، زناکار او حتې په یوه نومره له خپلو نجونومحصلينو څخه پنځه مچې اخلي او له دې سره سره د پښتنو اصلی دښمن دی. زه نه پوهیږم چې کرزی او دده مشاورین چې د پښتنو له له حقوقو په استفادې سره په ارګ او یا نور لوړو څوکیو کې ناست دي ولې؟ داسې اعمال کوي چې راتلونکو نسلونو ته ستونزې او بد میراث پریږدي.
په اصل کې ډاکټر عبیدالله عبید په لومړیو کې له ډبل عبدالله سره د مرستې وعده کړې وه چې په ښکاره له کرزی سره یم او په اصل کې له تاسې سره.
فهیم، خلیلی او عیسی چې په جمهوري ریاست دنده لري، زه یې نه پیژنم خو خلک وایي چې د کرزی خاص کس دی، له ډاکټر عبید سره دې موافقې ته رسیدلي چې په دغه اکاډمیک مرکز کې ددوی دپروګرامونود پلي کولو او دخاصو اهدافو دلاس ته راوړلو له پاره کار وکړي نو له همدې امله په دې دنده ګومارل شوی چې په وزارت او پوهنتونونو کې کې غیر پښتانه کادرونه زیات کړي.
اوس زموږ هیله له ولسي جرګې په تېره بیا له پښتنو وکیلانو څخه داده چې که رښتیا افغانان وي او ویژدان لري نو دغه ډول کسانو ته رایه ور نه کړي او د افغانیت او پښتونولۍ ضد کسانو دسیسې شنډې کړي.