کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په هندکي داسلامي كلتورتته رڼا(یونلیک)

په هندکي داسلامي كلتورتته رڼا(یونلیک)

د هندوستان راجستان ولایت ځان ته یوځانګړی ځای لري. ډېر هندوان په دې عقیده دي چي راجستانیان پرخپل زاړه كلتورولاړخلک دي. دا خبره تر يوه ځايه سمه بريښي. په راجستان کي همدا وس داسي ډېرخلک ترسترګوکېدای سي چي لوی لوی تیزرنګه بګړۍ یې پرسروي اوترډېره ژړرنګه بګړۍ خوښوي.همدا ډول ډيری ښځې لیدل کيږي چي نري نري ټیکریان (پړوني)یې پرسراومخ اچولي وي. حیرانوونکې خبره خولادا ده چي مخ یې پټ کړی وي مګرنسونه یې ښکاره وي.په هرصورت، زه په دې کار نه لرم چي دابیاڅنګه كلتور دى چي مخ پټ نس ښکاره وي؟ زه به یوازي دهغه څه په اړه وږغېږم چي ماپه خپلوسترګودراجستان په سیمه کي ولیدل .
په «بیړواړه» کي دیوه شرکت سره ترلیدلووروسته مو«امرتسر»ته دتګ پروګرام جوړاوه. نودنوموړي شرکت څښتنانو«امرتسر»ته د تللودوې لاري په ګوته کړلې، یوه داچي بیرته « هودیپور»ته ځواوله هغه ځایه د الوتكي له لاري« ممبۍ» ته ستنیږوچي ۲ساعته او۱۵دقیقې دطیارې مزل دی. بیابه له« ممبۍ» څخه و«امرتسر»ته په طیاره کي ځواوبله لارداده چي دموټرله لاري به اول «اجمیر»ته ځو، هلته به دخواجه اجمیردمقبرې (چي دوی ورته درګاه ویل)زیارت کوو، بیا به په «جیپور»کي یوه شپه کوو، نوبه په سباچي دطیارې ټکټان له« ډیلي» څخه« امرتسر»ته اوکې سوي وو، « ډیلي» ته ځانونه رسوو.مااوملګرو دوهمه دموټرلاره یوڅه ښه وبلله .
سهارڅه باندي ۱۰بجې هوټل ته موټردموټروان اویوه پایوازسره راغلی. نو مو له «بیړواړې» څخه د«اجمیر»پر لورحرکت وکړ. پر لاره روان یوچي یوه ډله خلک( بې ادبي دي معاف وي) لوڅ لغړپرلاره روان دي. داچي زه په موټرکي سپوروم نومي له ځان سره فکروکړچي کوم بدمرغه خوب وینې، ځان مي سره وښوراوه اوسترګي مي ښه پرانیستې ،بیاهم دغه دلوڅوخلکوډله ده، پرلاره روان دي. بیامي فکروکړ چي پرېږده یې! یابه لېونیان اویاهم ماتوګان وي مګرخوله مي ونه درېدله. له موټروان څخه مې وپوښتل: داڅنګه خلک وینو؟ داخوارن ولي داسي دي؟ موټروان چي خوله یې له خنداويته سوه، ویل یې چي داخوډېرخوندورخلک دي. ماویل دابیا څنګه؟ ده راته په جواب کي وویل: دازموږ(هندوانو)یوه مذهبي ډله ده چي دننګه (لوڅ) مهراج په نامه یادیږي. دوى هیڅ وخت جامې نه په تن کوي . دالیدنه زمالپاره ځکه دحیرانتیاوړوه چي ماهیڅکله نه وو اورېدلي اونه مي لېدلي ووچي په نړۍ کي داسي خلک هم سته چي بشپړلوڅ ګرځي اوبیا په بازاروکي. دومره مي اورېدلي وو((چي کله دویټنام په جنګ کښي امریکا سخته ماته وخوړه اوپه پایله کي یې په لسګونو زره پوځیان مړه اوڅه کم څلورلکه نورژوبل سول، نوپه امریکا کي دزېږېدني دکال اعلان وسو. نوپه هغه کال په امریکاکي داسي ډېرنارینه اوښځینه کسان پیداسول چي بشپړ بربنډبه ګرځېدل. نارینه وو به دبدن ټول وېښتان لوی لوی پرېښي وواوپه مقابل کي به یې ښځوټول ویښتان خریلي وو)) زماملګری په خبروکي راولوېداو له هندو څخه یې وپوښتل :آیاپه دې ډله کي ښځي هم سته؟ هغه په جواب کي وویل: نه دلته په هندوستان کي نه سته خوپه سریلانکاکي ښځینه ننګه مهراج هم سته . خیرپه هرصورت، دحیوانیت په ژوندکي همداسي کسان پیدا کېږي. اوس به لږهغه ښارته سترګي ورښکاره کړوچي خواجه اجمیرپكښي ښخ دی اوښارهم د«اجمیرشریف» په نوم نومول سوی دی. دماسپښین دلمانځه وخت ؤ چي د«اجمیر»ښارته ورسېدو. د ګڼه ګوڼي ډك په يوه بازارکي دخواجه اجمیرزیارت ته څېرمه له موټره کښته سوو. دموټرلپاره نوره اجازه نه وه چي مخ ته ولاړسي موږ پیاده(پرپښو)دزیارت پرلوررهي سوو. زه په اول کي په دې باوروم چي دابه هم زموږدسیمي زیارتونو ته ورته زیارت وي، خلک به راځي، دعاوي به کوي او بیرته به پرخپلولاروځي خوچي لږمخته ولاړو، دانسانانوګڼه ګوڼه دونه زیاته سوه چي په خلاصه پښه تګ نسواى پكښي کېدلای. دغه لاره چي زیارت ته مخ پرلوړه ختله، له زیارت څخه ئې نژدې نيم کیلومیتر وږدوالی درلود. چي هرڅونه مخ ته ځې، هغونه ګڼه ګوڼه زیاتېږي اوپه څنګ کي یې دموسیقۍ (سرود)آوازونه هم دغوږوپردې لړزوي. دلاري پردواړو څنګونو دوکانونه جوړدي. په ګڼ شمېردوکانونو کي غټ غټ تلویزونونه پراته دي چي دتوندي موسیقۍ سره پکښي داسي کسان ښکاري چي پرګوڼدوناست وي، سرونه څنډي اوګډي وډي سندري وایي چي هریویې ځان ته دیوه پیریامړي صفت کوي. داډول سندرو ته دوی قوالي وائي. دوى په دې نظردي چي قوالي اورېدل نه یوازي داچي ګناه نه لري بلکه دثواب كار دى. همدارازپه لاره کي ځای پرځای غوایان هم ولاړوو (په هندوستان کي داسي ډېرغوایان ګرځي چي دچاپه ملکیت کښي نه وي ولي هندوان نه یوازي داچي دغوایانوغوښي نه خوري بلکي غوایان یومقدس حیوان بولي چي ان عبادت یې کوي نعوذبالله منها). دا خبره هم ښکاره ده چي د«خواجه اجمیر»چي اصلي نوم یې خواجه محي الدین چشتي دی زیارت ته دمسلمانانوترڅنګ په ډلوډلوهندوان راروان وي.). چي کله ددروازي خولې ته ورسېدو، که ګورم داسي دوکانونه جوړدي لکه داخترمېله چي لګېدلې وي. یوازي یې توپير دا ؤچي په دې مېله کي ترډېره ګلان اوهغه ستردسملان چي کلمې ورباندي لیکلې وې، خرڅېدل. په لاره کي ولاړعسکروته موځانونه وروپیژندل چي موږله افغانستانه راغلي یو،غواړوچي دلته په زیارت کي مړوته دعاوکړو.هغوى هم هركلي راته ووایه. دانوهغه ځای ؤچي زیارت ته زینې پورته سوي وې. که ګورم خلک راځي اوهلته سجدې کوي. حیران پاته سوم چي اي الله! داڅه دي؟ له قبره بهرسجدې کېږي نوبه دننه څه حال وي؟ خیرزړه مې په دې خبره ډاډه کړچي یاره! دابه نوهغه هندوان وي چي دلته دزیارت لپاره راروان دي. یودوه ګامه چي نورمخي ته ولاړو، داسي کسان مي ترسترګوسول چي ځانګړي جامې (شلوارکمیس)یې په تن دي،زرین ډوله لنګوټي یې تړلي دي اوزریني موچڼي یې په پښودي. موږته یې ښه راغلاست ووايه اوهیله یې وكړه چي زمادلاس بکس (چي مابه دلمانځه لپاره دمصلې ترڅنګ یوشمېراړین توکي پکښي ساتل) همدلته له دوى سره په امانت کښېږدواوله ځان سره یوه ټوکرۍ (کاسه )ګلان اویوټیکری (دسمال چي ورباندي کلمې لیکل سوي وې ) له دوى څخه په پیسوواخلواوبیایې هلته پرزیارت ټیکری اواراوګلان ورباندي توی کړوچي دا ددوى په وینادزیارت له سترومراسموڅخه یودی. ماورته وویل : دګلانواوټیکري وړلوکارته موږځکه تیارنه یوچي په اسلام کي یې هیڅ اصل نه سته. داخویوبدعت کاردی. تاسي چي ځانونه دزیارت په ادب باندي پوه بولئ، څنګه په لوی لاس خلک دې ته اړباسئ چي پرزیارت ګلان وشیندي اوټیکریان ورباندي وغوړوي؟ ایاتاسوپه صحيحواحادیثوکي داسي څه لرئ چي چادي دا ډول عمل کړی وي؟ اول خوستاسودنده داده چي له داډول بدعتونواودشرک له کاروخلک راوګرځوئ اوکه موداپه وس نه وي، بیاخونودالله ج لپاره خلک په دې مه مجبوروئ چي په بدعتونولاس پوري کړي. دوى چي زماخبري ورباندي دماردزهرپه شان لګېدلې، یوه یې راته په غوڅه وویله: دلته هغه څه کیږي لکه چي ګورې ئې. که دي زړه دی چي د«خواجه صاحب» زیارت وکړې نودالارچي موږیې درته ښیو وکړه. که نه، ورځه داخبري بیاافغانانوته وکړه. زموږپایوازانو(مرستندويانو) چي کله دالانجه ولیده موږته یې وویل : داکوم کارونه چي دوى وایې موږیې کوو. تاسي ورڅخه خلا ص یاست. درځئ! تاسي دونه خواري کښلې ده، یوځل به زیارت وکړو. ماغوښتل چي یوڅه ووایم خوزما ملګري ورلنډه کړه چي په هیڅ صورت نه موږدا ډول زیارت اونه تماشه کوو. درځئ ! چي له دې ځایه ځانونه وباسو. هسي نه اوس موالله جل جلاله ددوى په ګناه ونیسي. پرهمدې ځای موهغه تلوسه نیمګړې پاته سوه اوبیرته پرشا را وګرځېدواود«جیپور»پرلورموخپل سفرته دوام ورکړ.