کور / تازه خبرونه / څلور نور وزيران ولسي جرګې ته حاضر سول

څلور نور وزيران ولسي جرګې ته حاضر سول

د ماليې وزير عمر زاخېلوال، د کورنيو چارو وزير حنيف اتمر، د عامي روغتيا وزير محمدامين فاطمي او د لوړو زدکړو وزير عبيدالله عبيد نن د سې شنبې په ورځ د ولسي جرګې تالار ته حاضر سول، چي د خپلو راتلونکو پلانونو په اړه وکيلانو ته معلومات ورکړي.
ټاکل سوې وه چي د ماليې وزير عمر زاخېلوال او د کورنيو چارو وزير حنيف اتمر پرون حاضر سوي واى.
تر اوسه له اوو وزيرانو څخه چي ولسي جرګې ته حاضر سوي دي، يوازي د لوړو زدکړو وزير عبيدالله عبيد نوې څېره ده، او پاتي شپږو وزيرانو تر دې دمخه هم پر دغو دندو کار کاوه.
د ولسي جرګې رئيس محمديونس قانوني وايي روانه اونۍ به د وزيرانو پلانونه واوري او راتلونکې اونۍ به ټولو ته پر يوه ځاى د باور او نه باور رايي ورکړي.