کور / تازه خبرونه / د منتظري د جنازې مراسم په تاوتريخوالي واووښتل

د منتظري د جنازې مراسم په تاوتريخوالي واووښتل

د اېران د اصلاح طلبه مذهبي عالم آيت الله منتظري د جنازي په مراسمو کي د حکومت پر ضد شعارونه ورکول سوي او د جنازې مراسم ګډوډ سوي دي.
د اېران د حکومت د مخالي ډلي مشران ميرحسين موسوي او مهدي کروبي پلويانو د احمدي نژاد د حکومت په مخالفت کي شعارونه ورکړل.
په دې مراسمو کي ميرحسين موسوي او مهدي کروبي خپله هم ګډون کړى و، چي د خبرونو له مخي د جنازې تر مراسمو وروسته چي ښاغلى موسوي له قًم څخه تهران ته په لاره کي له يوه وسله وال بريد سره مخ سوئ دئ.
په دې حمله کي چي موټرسايکل ناستو وسله والو ترسره کړې، د ميرحسين موسوي يو ملګرى ټپي سوئ دئ.
آيت الله منتظري د يکشنبې په شپه د ٨٧ کالو په عمر وفات سو. نوموړى د حکومت مخالف او د اپوزيسون ډلي پلوى وو.