کور / تازه خبرونه / د ګوانتانامو څلور بنديان افغان حکومت وسپارل سول

د ګوانتانامو څلور بنديان افغان حکومت وسپارل سول

د امريکا حکومت وايي د ګوانتانامو زندان څخه يې ١٢ تنه د خپلو هيوادونو مقاماتو ته سپارلي چي څلور پکښي افغانان دي.
د امريکا يوې ايالتي محکمې ويلي عبدالحفيظ، شريف الله، محمدرحيم او محمدهاشم هغه څلور افغانان دي، چي د محکمې له خوا يې دوسيې وڅېړل سوې او د ګوانتانامو له زندان څخه آزاد سول.
د خوشي سوو ١٢ کسانو څخه دوه سوماليايان دي او شپږ نور د يمن اتباع دي، چي ټول د القاعدې شبکې سره د تړاو په تور نيول سوي وو.
د ګوانتانامو زندان په نړۍ کي تر ټولو بدنام، ځورونکى او له بشري حقونو څخه خلاف زندان دئ، چي د امريکايي پوځيانو له خوا د بنديانو سره کاملاً وحشيانه او غير انساني چلند کېږي.
د امريکا ولسمشر باراک اوبام د دې زندان د تړلو ژمنه کړې وه، خو چي واک ته ورسېدئ د نړيوالو له نيوکو سره – سره يې تر اوسه نه دئ بند کړئ.