کور / تازه خبرونه / د اېران د اسلامي انقلاب لارښود له نړۍ وکوچېد

د اېران د اسلامي انقلاب لارښود له نړۍ وکوچېد

د اېران د اسلامي انقلاب لارښود او ديني عالم آيت الله علي منتظري د ٨٧ کالو په عمر له نړۍ څخه سترګي پټي کړې.
د اېراني مطبوعاتو خبرونه وايي د نوموړي تېره شپه د اېران په قُم ښار کي له نړۍ سترګي پټي کړې.
آيت الله منتظري په اېران کي د اصلاح غوښتونکو ملاتړى و، نوموړى په ١٩٢٢ کال زېږېدلى ديني عالم او د څو کتابونو ليکوال وو. د خميني تر مړيني وروسته د هغه ځاى ناستئ ونومول سو، خو دا چي نوموړى د بشري حقونو او ښځو د حقونو مدافع او اصلاح غوښتونکى منځلارى و، د سخت دريځو عالمانو له مخالفت سره مخ او پر ځاى يې علي خامنيي وټاکل سو.