کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د جنګونو اصلي قربانيان (د صفي الرحمن کيسه)

د جنګونو اصلي قربانيان (د صفي الرحمن کيسه)


 


څو موده مخکی د آريانا تلويزيون خپل د ( قصه های جنګ) يا د جنګ قصی خپرونه د هيواد د يوی جنګ ځپلی کورنی د ژوند حالت ته ځانګړۍ ګړی وه چه په ليدو  سره ېې د هر با ضمير او د احساس خاوند انسان په سترګو کی د غم او غصی اوښکی جاري کيده دا قصه د هغو شپړو بيګناو يتيمانو او د هغوي د تورسری مور د ژوند تراژيدې قصه وه چه څو مياشتی مخکی د کابل د ښار په يو ځانمرګي بريد کی د دۍ کورني يوازنی ډوډي ګټونکی خټګر پلار د يوې ځانمرګي بريد قرباني او خپل بی وسه کورنی ېې د وير او غم په ټغر کينوه. 


که څه هم د  خدای بښلی صفی الرحمن کورني د زياتو شتمنيو خاوند نه وه او په ډير مشکل سره  ېي خپل د ورځنی ژوند اړتیاوی برابرول، ځينۍ وختونه خو د خټګري پیسی حتۍ نشوای کولای د دۍ کورنۍ د ماشومانو د ښوونځي خرچه او ضروريات برابر کړي خو د ټولو ستونزو او مشکلاتو سره سره صفی الرحمن او د هغه ميرمن خپل راتلونکی ژوند ته هيله مند او خو شاله ښکاریده هغه هم په د ی وجه چه د کلونو کلونو جنګونو او بي کوري نه وروسته د دوي ماشومانو ته د ښوونی او روزنی زمينه د کابل په ښار کی  برابره شوی او د هغوې تنکي ماشومان هره ورځ په ډير علاقمندی ښوونځي ته تلل، د دوي د هيلو او خوشاليو بله وجه دا وه چه صفی الرحمن چه  پخپله هم ختګر وه په دی ورستيو وختو که د خپلو شپږو ماشومانو او ميرمنی په مټ او نه ستړي کيدونکی زيار د آسمائي د غره په ډډه کی ځانته يوه جونګړه جوړه کړۍ او ځان ېي د کور د خاوند د وخت او ناوخت جنجالونو او د لوړی کراېې نه چه د هغه نيمائي معاش به په هغه  مصرفيده خلاص کړی وه، که څه هم د هغوي نوی کور د غره  په نسبتاء لوړی ډډی که موقيعت درلود چه د اوبو او د ژوند د ورځني ضرورياتو وړل هلته آسانه کار نه وه مګر د دی ټولو ستونزو سره سره بيا هم د کورنې ټول غړي خپلۍ نوي جونګيری سره مينه درلود او کله به چه صفی الرحمن پدی بريالی نشو چه ځانته د کابل په څلور لارو کی مزدوري پيدا کړې نو بی له ځنډه به خپل کورته راستون او د خپل  کور ساختماني نيمګيړي کارونه به ېې سر ته رسول. 


خو ډير افسوس او دريغ چه د دی کورني د هيلو او اميدونو ورځی او شيبی ډير ژر پای ته ورسيده او د خوشاليو  او هيلو پر ځای د غم او وير ټغر ددوي په کور خوره شوه او دا هغه وخت وه چه څو مياشتی مخکی هغه مال چه صفی الرحمن د کوم کار او مزدوری د پيدا کولو لپاره د کور نه بهر ښار ته تللی وه ناڅاپه د يوه ځانمرګي بريد ښکار او له دوه ورځی تيرودو نه وروسته د صفی الرحمن د بدن د غوښي ټوټی د دوي کور ته راوړل شول. 


که څه هم د دی غمجنی پيښی نه اوس یو ګال تير سوی خو د دی کورني بيګناه او معصوم کوچنيان لا هم د خپل شهيد پلار د  ابدي بيلتون غم او درد کی کړیږې او د هغه ورځ راپدی خوا دا معصو مو  ماشو مانو ته د ورځني ژوند د ضرورياتو برابرول هغه دروند پيټۍ دی چه اوس د دی کورنی د هر غړي پر اوږو بار دی اوس ددی کورنی تنکی ماشومان د سهار نه تر ماښامه د ښار په کوڅو او بازارو کی د څښاکو اوبو او کڅوړو په خرڅولو  خپل کورني ته ډوډي او د ژوند نور ضروريات برابروي. اوس دی معصومو کوچنيانو ته د ښوونځی او ښوونی روزنی نه بل لوی مسئوليت ورپغاړه ده او هغه د  يوۍ ګلي ډوډي د پيداکولو او د ورځني ژوند د پرمخ بيولو مسئوليت . 


د خدای بښلي صفی الرحمن کورنی په څير زرګونه نور کورني هم په ورته حالت او ستونزو سره مخامخ دي ځکه د هيواد په مختلفو ولايتونو کی تر اوسه د هوائي بمباريو او ځانمرګو بريدونو  په نتيجه کی  زرګونه بيګناه ملکي وګړي قرباني او په نتیجه کی د هیواد يو زياد شمير معصوم او بيګناه ماشومان بی پلاره او بی موره شوي دي، نن د دۍ تباهي بهير په ډير بيرحمۍ او شدت سره زموږ په هيواد کي خوره ده، خو د ډيرخواشينی او افسوس خبره داده چه د څه کم دريو لسيزو وينو تويدو او بربادي نه ورسته اوس هم ځينی کسان زموږ  په جنګ ځپلي وطن کی بل شوي اور ته لمن وهی، بي له شکه دا هغه کسان دي چه د هغوی ژرنده او کاروبار د افغانانو د وينو په بهيدو چليږې بل هغه کسان  سولۍ راتلو ته ليوال ندي چه خپله په لويديځ پاکستان او عربي هيوادو کۍ آرامه ژوند لري خپل زامن او لوڼی ېې په مډرنو ښوونځيو و او پوهنتونونو کۍ د کامپيوتر انګريزي ژبی او نورو علومو زده کړه کوی خو دوي بيا د دۍ وطن په معصومو ماشومانو باندی په خيمو کی د ابتدائي زده کړی پيرزوينه نلري.




د هغو کسانو نه چه لا نور هم زموږ وطن کۍ وينو تويودو ته لمن وهي بايد وپښتل شي چه د خدای بښلي صفی الرحمن خټګر څه جرم او ګناه وه چه بدن ېې د کابل ښار په يو ځانمرګي بريد کي ټوټۍ ټوټی شو او بيا د دی شپږو معصومو ماشومانو او د هغوی دتور سری مور څه ګناه ده چه د ژوند تر پايه د خپل پلار او د ژوند د ملګرۍ په غم او درد کۍ وڅيزي د دی ټولو بيګناهو يتيمانو کونډو رنډو  او د جنګونو د ټولو قربانيانو مسئوليت او ګناه د هغو په غاره ده چه زموږ وطن کۍ په يو او يا بل پلمه جنګونو  او وينی تويدو ته لمن وهي . وسلام




يادونه ؛ دا مطلب د مرحوم صفي الرحمن د ماشومانو سره د ليکونکي د مرکۍ پر اساس برابر شوی دی. ح.خالد