کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ړوند ولس او څلور سترګی کرزی

ړوند ولس او څلور سترګی کرزی

که څه هم د طالبانو دواکمنې د پرزولو وروسته په بن کې په جعل او تذویر د لنډمهالي دورې لپاره حامدخان کرزی د مشرپه توګه وټاکل شوو، داهغه څه وو چې دهېواد دښمنانو او په ځانکړې ډول شمالي ټلوالې دده په وجود کې خپلې ګټې دپخوا څخه لیدلې وی، هغوۍ ته دده دوه رګه توب (دموره شیعه او دپلاره پښتون) لا ده وړاندې جوت شوې وو، ځکه هغوۍ په دې پوهیده چې دده په مشرۍ خپلو شومو موخو ته رسیدلای شوپه همدې موخه یې دده دمنښتې پریکړه وکړه، ورپسې د موقتي ادارې دټاکلو په موخه یې هم په ړندو سترګو د لوې جرګې په نوم یوه تمثیلي جرګه را وغوښته ، هغې هم دموقت وخت لپاره حامدخان په ټاکو راضي شوو، خو دلومړي ځل ټاکنو پر وخت ښاغلي په خپلو نرمو خبرو او د مداریتوب هغه چلونه یې چې دلنډمهالې او موقتي ادارې پرمهال زده کړې وو دهېواد د غوڅ اکثریت پښتانه یې تیرویستل ، دې غیور ولس دخپلې پښتون ولۍ په مینه نارینه اوښځينه دډیرو شته ستونزو او په پلې خپوپه سل ګونه کیلومتره فاصلوپه وهلوپه ملي احساس درایې اچولو مرکزونه ته ولاړل او حامد خان ته یې رایه ورکړه ، هغه پښتنې میندې چې دپښتني احساس له امله یې دخپلې ناروغۍ له امله دکور نه بهر نه وی وتلې خو په دې ورځ یې خپلې جونکړې درایو ورکولو په یواې پریښودی ،تاهم د د وۍ حقه حقونود ترلاسه کولوپه موخه زیاته میړانه وکړه، تا دهمدغه پښتنو میندو په وژلو زړه سوړ نشوو بلکې دهمدغو غیرتمندو میندو نارینه او ښځینه اولادونو او شمله ور میړونه هم د خارو لاندې کړل ، په ریښتیا تا خپله ژمنه پوره کړه ځکه تاخو لا دوړاندې ددې ولس دښمنانو سره د دغه ستر ولس پرسر سودا کړې وو، ریښتیا چې دسوداګرۍ په معاملوکې ریښتینې یې ، ته خو ریښتیا وایه چې زه دیوسایکل د اخیستلووس او توان نلرم ، خوته دخپلو سکه او ناسکه ورونوپه پانګو سترګې پټوې هغوۍ خو ټول افغانستان اخیستلای شي، هغوۍ خو اوس په ټوله دنیاکې لوړ پوړې ودانۍ لري،کارونه او سوداګریزې چارې یې ان ترسپینې ماڼۍ رسیدلې، ستا خوا اوشاء ټول صاحبان،مارشالان او قوماندانان خو هم دهغوۍ خیر اوخیرات ته ناست دي،تاسو خو دخپل ولس پرسر سودا لا دوړاندې کړې وه هغوۍ که مرې اویاهم په زندانانو کې دسپو لخوا داړل کیږي پرتاسو یې څه پروا! خو له تامو ږیله هم نه کیږي ه ځکه دهغه شاعر خبره :

دا زموږ قسمت دی چې په وینو کې مزل کوو
یودښمن چې ووهو بیا بل وهوبیا بل وهو

داخو زموږ دازل نه په قسمت ده چې خدای ډیر کړې یو خو یوځای کړې یې نه یوو په یوټغر یې راټول کړې نه یو او نه یې هم یو زړه سوانده مشر را په برخه کړې، له تا به ولې سرټکوو ځکه دټکولو چل خو یې تاته په چورلکو او بمونو درځي، خپله پنځه کلنه دوره خو دی ددغه غوڅ اکثریت په وهلو او ډبولو تیرکړه، په ریښتیا چې دپاچاهي خوبونه خواږه او په زړه پورې وي او ته خو هسې هم په ویښه خوبونه ګورې، دخپلو جیبونو دډکولو او ددې ولس د ډبولو لپاره دی دویمې دورې لپاره داځل یوبل ستر جنایتکارد زوړ جنایتکار ترڅنګ ودرولوو او د ولس په رڼو سترګو کې دی په رڼا ورځ شګې واچولې، ولس هم په دې تمه چې ګواکې داځل شاید په خپلو ناوړه کړنو پیښمانه شوی یې دخپلو ګوتو،شونډو او ان چې دپوزو په غوڅولو هم درایو مرکزونو څخه په شاء نشول شاید یوڅه ولسي رایې + درغلي او فریب باندې دی ځان ګټونکې ونومولو، خوبیاهم دولس سترګې ستا دبدنامې کابینې په لور وی چې شاید داسې نوې څیرې په دندو وګومارې چې اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن وي، خو داهرڅه چپه راووته هغه دپلیت او پانی پلیت خبره شوه ځکه له تانه خو نیکې تمه هیڅ مطرح نه وو خو یوځل بیا دی ولس په داسې چټلې پلیتۍ ولړلو چې د زم زم په اوبو پاکول یې هم ناشونې بریښې ، ته ملامت نه یې په دې هېواد او په دې ولس کې هسې هم قحط الرجال دی چې تاهمغه بدنامې څیرې متعصب مخدوم رهین،عنایت الله نظري،جنایتکاراسماعیل خان، ایجړاشهراني،فاشیست عبیدالله عبید،ویس برمک او محمد الله بتاش ولسي جرګې ته داعتبار رایې لپاره ونومولې ، دولس لپاره خو همغه یوتاریخي متل پاتې چې که یوځل دي تیرویستم ته او خدای که دویم ځل لپاره دی تیرویستم ته اوخدای او که دریم ځل لپاره دی تیرویستم زه او خدای ، نو موږ اوخدای چې تاته مو رایې درکړې.
په اخرکې داخبره نن دتاریخ په کرښوکې ثبتوم چې یوه ورځ لرې نه ده چې دپرویز مشرف غوندې به دی همدغه راغلومیلمنو وحشي سپیان داړي خو بیابه دپښیمانۍ وخت تاته پاتې نه وي.
دهمدغه ورځې په هیله!