افغانستان ته دسينما راتگ دافغانستان دمترقي پاچا امان الله خان دواكمنۍ له دورى سره تړلي دي كله چې نوموړى داروپا له اوږ ده سفره راگرځى ،دهيواد دښيرازۍ په ډيروپلانونو كې ددغه هنرغوړيد وته هم ځاى وركوى،په دى برخه كې يې دپغمان دسينما جوړيده لومړنۍ هڅه گڼلى شو.
خوپه افغانستان كې دملي سينمايي توليدا توپيل په ((مينه اوملگرتوب)) نومي فلم پيليږى. په ۱۳۲۵هجري لمريزكال كې دافغاني تياترځنې لوبغاړى اواستادان لكه نشاط ملك خيل ، عبدالرحمن”بينا”،احمدضيا،ابراهيم”نسيم”دليكوال اوډرامه ليكونكي عبدالرشيد”لطيفي”په مشرۍ د(مينه اوملگرتوب)له سناريوڅخه دفلم دجوړيدو په موخه هندوستان ته ځي، له څه مودې وروسته دغه لومړنى افغاني فلم له هيوادنه بهرپه بهرنيوسټوډ يوگانواو لابراتوار ونو كې دبهرنيوفني كاركونكوپه مرسته چمتواوآماده كيږى. فلم په همدي كال سمدستي نندارې ته وړاندې او له ښه هر كلى سره مخامخ كيږى خود افغانانوله ښه هركلى سره ،سره بياډيركلونه دبل فلم دجوړيدوهڅه ونشوه اوزموږدملي سينما دتوليدپه لاركى څه ناڅه دوه لسيزې هيڅ چاره نه ترسره كيږي.
له ۱۸،۱۷ كلن ځنډ وروسته ايله په ۱۳۴۳ كلونوكې بيا سينمايي توليداتوته دوخت دچارواكواو ځانگړواماتوروسينماپالوپام رااوړي ، په همدغوكلونو ۱۳۴۳هجري لمريزكې دمطبوعاتوپه رياست كې دعكاسۍ اوفلمبردارۍ څانگه پرانستل كيږي چې په ۱۳۴۴هجرى لمريز كال په ځانگړى اوخپلواك ارگان اوړى .دنوموړواداروپه مرسته له آمريكانوى راگر ځيدلي ملي سوداگراوفرهنگي فيض محمد(خيرزاده ) د(عقاب په څير) دهنرى مستند فلم په جوړيدوتوا نيږى . چې له دې فلم وروسته بيا د(۵) كلونوپه بهير كې هيڅ هنرى افغانى فلم نه جوړيږى خوپه دغوكلونو كې ديوې ملي سینمايي هستې دجوړيدوله پاره په دولتي اوغيرې دولتي كچه د پام وړاقدامات پيليږي :
دسينما پوهنى د كورسونوتاسيس .
بهرته د سينما پوهنى په چاروكې د تحصيل بور سونه .
له بهرنيانوسره ددوى په ځينومستند واوهنرى فلمونوكې دافغانى لوبغاړو برخه اخيستنه ددې اقداماتو بيلګې دي.
د(عقاب په څير)مستند،هنری فلم نه پنځه كلونه وروسته : (۱۳۴۷) كې دلومړې ځل له پاره پخپله په افغانستان كې په بشپړه معنا افغانى هنرى فلم د(روزگاران ) په نوم جوړ يږى
ددې فلم چې د دريو لنډوفلمونو : طلبګار، دجمعې شپه او قاچاقبران ، مجموعه ده ټول برخه وال : تخنيكي همكاران ، لوبغاړى ، سناريستان اودايركتران افغانان دي .
روزګاران دافغاني ملي سينما دپيل وياړنه لرى،خودرنگه هنرى افغاني سينمايي بهير پيلامه يي گڼلى شو. له دي فلم وروسته په لنډه موده په ۱۳۵۲ كې بل هنرى فلم (روزهاى دشوار) په نامه جوړيږي .
پنځوسمه لسيزه زموږ دسينما په تار يخ كې نه يوازي له دې بابته ځانگړي باب جوړوى چې په اوږدوكې يې پرله پسې سيستماتيكي هستونى ددغه وخت داقتصادي اوفرهنگي ناڅيزوامكاناتوپه پرتله ډيردى بلكي دگڼوسينمايي فلمونولكه (رابعه بلخي ۱۳۵۲)،(مجسمه هامي خندد ۱۳۵۵)،(سياموى اوجلالئ)،(غلام عشق)،(جنايتكاران ۱۳۵۸)،ترڅنگ په كې ښه شميره سينمايي توليدي مركزونه(نذيرفلم ۱۳۵۲،آريانافلم ۱۳۵۴،ابارسين فلم ۱۳۵۷ ،شفق فلم ۱۳۵۸، گلستان فلم ۱۳۵۹) جوړيږى اوهريوپه خپل وارخوراخو ند و راوښا يسته فلمونه جوړوي.
د ۱۳۵۷هجري لمريزكال د ثور اوومه غمیزه هسې چې دهيوادپه نوربرخوخپله ټاكونكى اغيزه شيندي زموږدملي سينمالورى اوپرمختك هم تراثرلاندى نيسي داپیښه په افغانى سينما يي توليداتوخورامثبته اغيزښندي اودملي سینمايي توليداتوپه پروسه كې نه يوازي لازم پرمختك كيږى، ،بلكى دافغانى ملى سينمادغوړيدوهڅى هم خورا ګړندۍ كيږى:نوى سينمايي مركزونه پرله پسې جوړيږى او دننه اوبهرپه دې برخه كي دسينما مينه والوته دزده كړى پوره زمينه برابريږى، په همدى كلونوكې چې زموږدملي سينما ځينې فلمونه په بين المللى فستيوالونوكې ننداري ته وړاندي كيږي ځینې ېې جايزى هم خپلوي. دثورد غميزي دلومړيوكلونويوه ځانگړنه زموږدملي سينمالپاره دپښتو تلويزيونى اوسينمايي فلمو نودجوړيدوهڅه اوپرمختك دي. په ۱۳۵۷، ۱۳۵۸ كلونوكې د(ثورانقلاب )مستندفلم د (بنګ مسافرى)تلويزيونى فلم يې ښې بيلگې دى ،خوله بده مرغه اوس دغه دواړه فلمونه لادركه ښكارى ،(دثورانقلاب) لومړنى مستند فلم دى چې لوبغاړى يې پخپله ددغه پا څون برخه وال لكه پخپله حفيظ الله امين اونوردي۰ له دى كلونووروسته دافغاني سينماپه تاريخ كې(۶۰) لسيزه دخپلوتوليداتوله مخي ځانگړى ځاى لري۰ په دى لسيزه كې نه يوازي ځانگړي سينمايي مركزونه په خپل وارفلمونه جوړوى،بلكې افغانفلم هم په يومجهز سينمايي مركزاوړى اوپه سيستماتيكه توگه ډير هنرى اومستندفلمونه جوړوي خوله ډيره بده مرغه ددغو فلمونولويه برخه دسياسي وچوشعارونوپه لوموكې ښكيل كيږى اوله ډيروفلمونوهنري اوښكلاايزجوهرتوږي اوداسي فلمونه ښايي ددغوكلونو(۷۰)فيصده جوړ كړي خوهغه فلمونه چې له سياسته ليرى اوپاك دي خوراښه فلمونه دى اوترډيره به خپل مينه وال هم له لاسه ورنه كړى : جنايتكاران ،خانه پنجصدوپينجاوپنج ،مردهاراقول است،اخترمسخره ،حماسه عشق،سايه ، نقطه نيرنگى اوځيني نور….
هغه فلمونه دى چې ترډيړه به خپل مينه وال ولرى. په دغوفلمونوكې ځينى فلمونه ځينو سياسينوعمدى اوقصدى جوړكړى ، خوځينى فلمونه بياداسي هم دي چې دولتى چارواكو پري ځيني زياتونې اوكموني تپلي ، يوه بيلګه يې دغلام عشق فلم دى.
سرله دى ټولوخبرو(۵۰)او(۶۰)لسيزه زموږدملي سينماپه جوړيدوكې ټاكونكى ونډه لرى.
دنجيب الله دحكومت په له منځه تلو سره زموږدملي سينماړنگيدوته هم مټى رابډوهل شوى اودمجاهدينوپه ټوله واكمنۍ كې څودگوتو په شمارفلمونه :(عروج،دكوڅوسرگردان)اويو څوتلويزيونى فلمونه جوړشول. خوطالبانونه يوازي دسينمايي فلمونوپه جوړيدوبلكې د سينما اوتلويزيون په ننداره هم بنديز ولگاوه.
له ښه مرغه په بهركې د دغه هنرخوا خوږوافغانانوزموږملي سينمايي روان كاروان په ځاى ونه دراوه اوپه دغو څوكلو نوكې لږ وډيرسينمايي اثاررامنځته شول چې ځينويي معتبروبين المللي فستيوالونوته هم لاروميندله: رويا،حادثه،په پردى وطن كې، دآورنڅاگر ،عشق پيرى،ماته ،بي لاري ، هجرت، وصال ،عصيان ،شيرآغا اوشيرين گل ، سپيني ايرې ،دهغوفلمونونومونه دي چې ټول له افغانستانه بهردكډوالوسينماگرانوپه مټ جوړاوچمتو شوى دي دطالبانوړنگيدنې دافغانستان دملى سينماپه خوزښت اودرنښت هم ستره اغيز وشيندله،په دغوكلونوكې افغانانوپه خوراخونداودرنگ ښه فلمونه لكه:
اسامه،خاك وخاكسترجوړكړل اولادغه لړۍ روانه ده.دطا لب واکمنۍ له ړنګیدوراهیسی وروستي كلونه زموږدملي سينماپه تاريخ كې خوراروڼ باب جوړوى،اوس نه يوازى زموږ دملي سينمايي بهيردبشپړتيااوغناله پاره هره ورځ نوى مراكزجوړيږی،بلكي د(اسامه) وروسته زموږملي سينمانړيوالي سينماته هم لارمومي .
په دې کلونو کې نه یوازی اسامه ګڼې بین المللی جا یزې خپلې کړې بلکې نور و افغا نی فلمونو : لکه خاک و خاکستر ، نیلوفر در باران ، لوری او نورو لنډو او
اوږدو هنری او مستندو فلمونو هم ګڼو بین المللی فیستیوالونو ته لار میندلی او ځینو یی جا یزې هم وړی دی خو له دی ټو لو پر مختګونو سره سره لا هم دافغانی ملی سینما د غوړیدو په لا ر کې ګڼ خنډونه پراته دی
ددې خنډونو د لیری کیدو او د یوې غوړیدلې افغا نی ملی سینما په هیله