کور / تازه خبرونه / يمن: د القاعده ٣٤ غړي ووژل شول.

يمن: د القاعده ٣٤ غړي ووژل شول.

د يمن هېواد امنيتي چارواکو د القاعدې له ډلې سره په جگړه کې ددې ډلې ٣٤ غړي ووژل.
د لبنان د النشره اژانس د خبر له مخې د يمن امنيتي سرچېنو اعلان وکړ چې د يمن له امنيتي ځواکونو سره په جگړو کې ٣٤ د القاعده غړي وژل شوي دي.
او په دې سربېره ١٧ نور د يمن چارواکو ته ژوندي په گوتو ورغلي
د النشره د راپور پر بنسټ د يمن ځواکونو له هوايي ملاتړ سره ، د القاعده پر غړو ناببره حمله وکړه،چې د ٣٤ په وژلو او ١٧ نوروکسانو په نيولو بريالي شول.
له دې سره په تړاو يو يمني سرچېنې وويل د القاعده په غړو په داسې حال کې حمله وشوه،چې دوى په يمن کې د سترو بريدونو لپاره پلان جوړاوه