په منځني ختيځ کي د امريکا لوړ پوړى پوځي قومندان جنرال پيټريوس اېران د افغانستان په کورنيو چارو کي په لاس وهنه تورن کړ.
جنرال پيټريوس چي نن يې په کابل کي له ولسمشر حامد کرزي سره هم وليدل وويل، اېران د افغانستان په لوېديځ کي طالبانو ته وسلې ورکوي، او په دې ډول د افغانستان په سياسي او اقتصادي چارو کي مداخله کوي.
پيټريوس وويل دوى ډېري داسي وسلې او ماينونه نيولي دي چي مېډ اين اېران پر ليکلى دئ.