د فرانس پريس اژانس د خبر له مخې ؛ د ناټو عمومي منشي (انډرس فوگ راسموسن) چې په يوه درى ورځني سفر ماسکو ته رسېدلى ، نن د روسيې له ولسمشرد يميتري ميدويدوف سره په ليدنه کې له نوموړي وغوښتل ،چې په افغانستان کې له ناټوځواکونو سره خپلې مرستې ډېرې کړي.
راسموسن له ميدويدوف څخه وغوښتل چې روسيه بايدله ناټو سره په افغانستان کې د چورلکو، پيلوټانواو روزونکو ځانگړې مرسته وکړي.