افغان پارلمان د څرخي پله زندان مسوولين او چارواکي، د بنديانو د ستونزو د نه حل کولو، او په خپلو ژمنو د نه درېدا په باره کې د توضيحاتو لپاره راتلونکې شنبه پارلمان ته ورغوښتي دي. .
څو ورځې مخکې د پارلمان يو هيئت د حاجي فريد په مشرۍ د څرحي پله د زندانيانو د مشکلاتو د رفع کولواو د دوى د خوراکي اعتصاب د پاى ته رسولو په موخه نوموړي زندان ته تللى و ،نوموړي نن په خپلو خبرو کې وويل: د زندان مسوولينو د بنديانو ټولې ستونزې ومنلې او د حل کولو ژمنه يې وکړه نو بنديانو خپلې ګنډلې شونډې خلا صې کړې او اعتصاب يې پاى ته ورساوه، خو د زندان مسوولين په خپلو وعدو ونه درېدل ، او د بنديانو د ستونزو په هواري کې يې کوم اغېزمن گام وانه خيست.
د پارلمان رييس محمد يونس قانوني د بنديانو د انساني او اساسي مشکلاتو په هواري په ټينگار سره وويل: د پارلماني هيئت په راگرځېدو د زندان مسوولينو خپلې ژمنې شاه ته غورځولې دي ، او د بنديانو د مشکلاتو د رفع کولو او هغوى ته د اسانتياوو په برابرولو کې يې هېڅ هم نه دي کړي ، نو له دې امله بايد د زندان چارواکي په خپلو ژمنو باندې د نه درېدا او د بنديانو د ستونزو په نه هواري کې پارلمان او د ولس استازو ته توضيحات ورکړ ي..
د څرخي پله زندان چې د افغانستان د ستر او خونکار زندان په توگه يادېږي د کابل په ختيځ کې پروت دى ،چې دم گړى پکې ٤٠٠٠ملامت او ناملامت زندانيان د خلاصون په موخه شپې و ورځې تېروي.
څو ورځې مخکې ددې زندان بنديانو د صحي مشکلاتو ،داستوگنې دستونزو او د چارواکو د بد او غيرانساني چلند له امله خوراکي اعتصاب کړى وو.
ټا کل شوې راتلونکې شنبه د زندان مسوولين پارلمان ته حاضر شي ، ترڅو د مشکلاتو نه نه لرې کولو په باره کې د ولس استازو ته توضيحات ورکړي